کابل هوايي ډګر برید؛ روغتونونو کې د لسګونو ټپیانو درملنې هڅې روانې دي

کابل

د عکس سرچینه، Reuters

د کابل هوايي ډګر تېر ماښام له برید وروسته تېره کرۍ شپه د ښار په روغتونونو کې د دې برید له کبله د نژدې ۱۵۰ ټپیانو د درملنې هڅې روانې وې.

د کابل روغتونونو کې چې د طالبانو لاس ته د ښار کنټرول لوېدو وروسته د روغتیاپالانو له لږوالي سره مخامخ دي، د دومره ګڼ شمېر ټپیانو درملنې چارې له سختو ستونزو سره مخامخ وې.

د نړیوالې خیریه ټولنې ایمرجنسي په جراحي څانګه کې مسوولین وايي، دوی ته تېر ماښام په دوو ساعتونو کې ۶۰ ټپیان ورړل شوي، چې ۱۶ کسان روغتون ته پر لاره مړه شوي وو.

د دې خیریه ټولنې مشره روسیلا مېچیو چې له افغانستانه بهر ده وايي، د ایمرجنسي روغتون کارکوونکو ورځنۍ دنده پای ته رسېدلې وه، خو له پېښې سملاسي وروسته یې ټول روغتیاپالان روغتون ته ستانه شول.

نوموړې د بي بي سي 'نن ورځ ' خپرونې سره مرکه کې نوموړې وویل:

''د جراحي عملیاتو په دریو مرکزونو کې کرۍ شپه فعالیت کېده، د ګهیځ په څلور بجې د وروستي کس عملیات وشول. ''

نوموړې وايي، ځینې ټپیان اوس هم د جدي پاملرنې په څانګه کې ساتل کېږي او روغتیايي وضعیت یې خواشینونکی دی.

د وژل شویو کسانو شمېر ۹۰ تنو ته ورسېد

Injured man brought to a hospital in Kabul

د عکس سرچینه، AFP

د کابل حامد کرزي هوايي ډګر ته نژدې پنجشنبه مازدیګر مهال دوو چاودونو د عامو افغانانو او امریکایي پوځیانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګژوبله واوښته

وروستي رپوټونه وایي چې دې پېښه کې لږ تر لږه ۹۰ کسان وژل شوي او تر ۱۶۰ پورې نور کسان ټپیان دي.

د امریکا دفاع وزارت چارواکو تائید کړې ده چې دې برید کې ۱۳ امریکایي پوځیان هم وژل شوي دي.

د داعش ډلې یوه ویډیو کې چې پر ټیلیګرام چنل یې خپره شوې ده، د دې برید مسئولیت منلی او وایي، هدف یې امریکایي پوځیان وو.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، ګومان کوي چې دا برید د داعش ډلې ځایي وسلوالو کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، دا د امریکايي پوځونو لخوا کنټرل شوې چاودنه وه، چې د ښاغلي مجاهد په وینا ځینې الاتو ته یې چاودنه ورکړې او ښاریان یې باید په هکله اندېښمن نه شي.

مخکینۍ دواړه چاودنې د هوايي ډګر 'ابې ګېټ ' نومې دروازې ته نژدې شوې دي. دا هغه ځای دی چې له تېرو څو ورځو راهیسې پکې ګڼ شمېر افغان کډوال یو ځای شوي وو.

طالبان: چاودنې د امریکایانو تر کنټرول لاندې سیمه کې شوې

Injured outside Kabul airport

د عکس سرچینه، Reuters

د طالبانو یوه ویاند هغه غبرګې چاودنې غندلې چې دوی وايي، د امریکايي پوځیانو تر کنټرول لاندې سیمه کې شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: اسلامي امارت هغه چاودنې په سختو ټکو غندي چې کابل هوايي ډګر کې یې ملکی خلک په نښه کړل.)) په ټویټر پیغام کې دغه راز ویل شوي چاودنې ''هغه سیمه کې شوې چې د امنیت ساتلو مسوولیت یې د امریکايي پوځیانو پر غاړه دی.''

د طالبانو یوه بل ویاند سهیل شاهین په یوه ټویټر پیغام کې ویلي دوی ''د خپلو خلکو امنیت او خوندیتوب ته توجه کوي.''

د افغانستان طلوع نیوز خبري شبکې له لوري پر ټویټر د دې پېښې یو شمېر تصویرونه خپاره شوي، چې ټپیان پکې لیدل کېږي. په ټپي شویو کسانو کې سړي، ښځې او ماشومان شامل دي چې د پېښې له ځایه تښتي.

غبرګونونه

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیوګوتیرش ویاند وايي، عمومي منشي هغه ''ترهګریز برید غندلی چې کابل کې یې یو شمېر ملکي خلک ووژل او ټپیان یې کړل''

ویاند سټیفن دوجاریک خبریالانو ته وویل:

''دا پېښه په افغانستان کې د روان وضعیت سختي جوتوي او په عین حال کې د افغانستان په لر او بر کې له خلکو سره زموږ د مرستو لپاره زموږ هوډ هم غښتلی کوي.''

نوموړی زیاتوي د دوی لومړني معلومات ښيي چې پېښه کې د ملګرو ملتونو کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د ناټو سازمان عمومي منشي یان سټولټنبرګ دغه پېښه غندلې ده. نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې د اغېزمنو خلکو له خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړې او په وینا یې د امکان تر حده په خوندي توګه ژر د ډېرو خلکو ایستل د دوی لومړیتوب دی.

ټویټ

د عکس سرچینه، Twitter

لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، چاودنه د هغې دروازې بهر شوې، چې بریتانوي ځواکونه پکې ځای پر ځای شوي دي.

دا له هغو دریو دروازو یوه ده، چې د ترهګریز برید له ګواښ وروسته تړل شوې وې.

د امریکا سپینې ماڼۍ مسوولین وايي، د چاودنې په هکله ولسمشر جو بایډن ته معلومات ورکړل شوي دي.

د بریتانیا دفاع وزارت یوې سرچینې په دې هکله وویل: ''تر اوسه د بریتانوي پوځي تلفاتو په هکله هېڅ معلومات نه دي ثبت شوي، خو د واقعي وضعیت په هکله په باور سره څه ویل به له وخته مخکې خبره وي. ''