د کابل پر هوايي ډګر د خونړي برید دویمه کلیزه؛ بایډن د قربانیانو کورنیو سره خواخوږې ښودلې

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر جو بایډن، هغو امریکايي پوځیانو او افغان وګړو ته درناوی وړاندې کړی او له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې، چې دوه کاله وړاندې د کابل هوايي ډګر په وره کې په یوه خونړي برید کې وژل شوي وو.

په دغه برید کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو شمېر دیارلس او د افغانانانو هغه لږترلږه ۱۷۰ ښودل شوی دی.

د دغه برید د کالیزې په تړاو پرون د کانګرس پر ودانۍ امریکايي بیرغ هم نیم-ځوړند و.

پرون شنبه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو لخوا د وتلو پر بهیر د مرګوني برید دویمه کلیزه وه.

په هغه برید کې دیارلس امریکايي پوځیان چې ۱۱ یې نارینه او دوه یې ښځې وې او د ټولو عمرونه د ۲۰ او ۳۱ کلونو تر منځ وو، ووژل شول.

دغه راز پکې شاوخوا ۱۷۰ هغه افغانان هم ووژل شول چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر له لارې د وتلو په دغه بهیر کې يې بهر ته د تګ هڅه کوله چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو.

د دغه برید مسوولیت د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلې و.

امریکایي ځواکونو د دغه برید پر سبا (د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۷مه) ننګرهار او د همدې میاشتې پر ۲۹ کابل کې هوایي بریدونه وکړ.

د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ د ننګرهار برید کې د داعش د دریو غړو د وژل کېدو ادعا کړې وه.

د کابل د برید په اړه هم په پیل کې ویل شوي وو چې پر داعش شوی، خو وروسته مالومه شوه چې د یوې کورنۍ شاوخوا ۱۰ غړي پکې وژل شوي چې ۷ پکې ماشومان وو.

امریکايي چارواکو د روان ۲۰۲۳ کال اپرېل میاشت کې وویل، باور کېږي چې طالبانو د کابل پر نړیوال هوايي ډګر د داعش د خونړي برید اصلي طراح وژلی دی.

دغه برید په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور د پای ته رسېدو او د وتلو د بهیر داسې پېښه وه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن يې د خپلو پریکړو په اړه لا له جدي ننګونو سره مخ کړ.

له دې پېښې وړاندې په تېرو اتلس میاشتو کې په افغانستان کې هېڅ امریکایی سرتېری نه و وژل شوی.

د امریکا ولسمشر پرون په دې مناسبت خپاره کړي پیغام کې د دغو ۱۳ پوځیانو د قربانۍ ستاینه کړې او د هغو ۲۴۶۱ امریکايي سرتېرو درناوی يې هم کړی چې په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په جګړه کې وژل شوي دي.

په دې جګړه کې نږدې ۲۱ زره نور امریکايي سرتېري ټپيان شوي هم دي.

ولسمشر بایډن په خپله اعلامیه کې د کابل د هوايي ډګر برید کې د وژل شوو افغان ملکیانو پر وژل کېدو هم خواشيني ښودلې.

دا په داسې حال کې دي چې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر په دې مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي له افغانستانه د وتلو د بهیر په اړه په پلټنو بوخت دی.

هغه ویلي چې لا هم په دې اړه ډېرې ناځواب شوې پوښتنې شته.

کابل

د عکس سرچینه، SATELLITE IMAGE ©2021 MAXAR TECHNOLOGIES

د امریکا د کانګرس بیرغ هم د پارلمان د مشر په امر د دغو پوځیانو په یاد نیمه ځړېدلی و.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین هم په دې مناسبت پیغام کې په هغه برید کې د وژل شوو پوځيانو ویر کړی.

پرون د امریکا د کانګرس د استازو جرګې یوه جمهوریپال غړي د دغه بهیر د ناسم مدریریت په تړاو د دفاع وزیر د بېواکه کولو وړاندیز هم کړی و.

په دغه طرحه کې جنرال لويډ اسټېن په دنده کې پر ناغېړۍ او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته هم د سلګونو امریکايي وګړو په قصدي پرېښودو تورن شوی و.