BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
امریکا ایرانۍ ډرون الوتکه ویشتې؛ "دواړه هېوادونه په عمان کې مذاکرات پیلوي"
بيبيسي فارسي د ایراني رسنیو له قوله ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ترکیې، قطر او عمان له بهرنیو چارو وزیرانو سره جلا جلا خبرې کړې دي. رسنیو که څه هم نور جزیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې ښاغلي عراقچي له دغو هېوادونو د "تاوتریخوالي په کمولو او په سیمه کې د سولې او امنیت په ساتلو کې د مرستې" له کبله د دوی له هڅو مننه کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپلو درو بهرنیو سیالانو سره دا ټلیفوني خبرې تر هغه وروسته کوي چې د امریکا پوځ وویل، په عرب سمندرګي کې یې یوه ایرانۍ ډرون الوتکه ویشتلې ده.
' لسو کلونو کې مې د او سي ډي تشخیص وشو' د رواني اختلال نښې څه دي؟
که زه موټر له کوم ځای سره ټکر کړم؟ " دا ډول ناڅاپي، ګډوډوونکي او ناسازه فکرونه د مزاحمو فکرونو په نوم یادېږي. ډېر خلک یې کله ناکله تجربه کوي او بیا یې هېر کړي. خو ځینې کسان دومره اغېزمنوي چې دا فکرونه په ژورو اندېښنو واوړي.
د ۱۹ کلنو نړيوال جام؛ د افغانستان او هند ترمنځ نننۍ نیمهپایلوبه به څوک وګټي؟
د ۱۹ کلونو کرېکټ نړيوال جام کې نن چهارشنبې ( سلواغه ۱۵/فبروري ۴) افغانستان له هند سره په نيمه پایلوبه کې سيالي کوي. دا لوبه چې د زېمبابوې په هرارې کې ترسره کېږي، پچه یې افغانستان وګټله او لومړۍ یې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د بلوڅ بېلتونپالې ډلې (بياېلاې) مشر بشير زيب څوک دی؟
د بلوچستان مرکز کوټې په ګډون پر ګڼو ښارونو د (بياېلاې) یا "د بلوڅانو د ازادۍ پوځ" له لوري تر تازه بریدونو مخکې دې ډلې یوه ویډيو هم خپره کړې وه. په ویډيو کې په یوه نامعلوم ځای کې پر درو موټرسایکلونو شپږ کسان سپاره ښکاري چې وسلې ورسره دي. د نورو مخونه پټ دي خو یوازې د یوه کس مخ څرګند دی.
بووټ عملیات: کله چې امریکا او برېتانیا په ایران کې کودتا تنظیم کړه
په تهران کې د ۱۹۵۲ کال اګست ۱۵مه نیمه شپه یوه خورا مهمه پېښه کېدونکې وه. په دې شپه له سرتېرو یوه ډکه لارۍ د یوه پټ ماموریت لپاره ووتله او هدف یې دا و، چې د هغه وخت لومړی وزیر محمد مصدق ونیسي. سرتېري نه پوهېدل، چې د محمد مصدق وفادارو افسرانو ته معلومات ورکړل شوي وو، چې دا د دې ډلې د نیول کېدو لامل شو. همدا پېښه بیا د داسې لویو پېښو لامل شو، چې د دې هېواد تاریخ یې بدل کړ.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
جاپانی رباب غږوونکی: د "جاپانستان" په نوم البوم کې یې افغاني او جاپاني نغمې را ټولې کړې دي
کینګو سایتو، په جاپان کې زېږېدلی هنرمند دی، چې له کلونو راهیسې په پاریس کې ژوند کوي. هغه چې کله د ښکلو هنرونو په برخه کې د موسیقۍ زده کړو لپاره فرانسې ته ولاړ، له رباب سره اشنا شو او دې سره یې د هنر لوری ور بدل شو. کینګو سایتو وایي، د رباب غږ ور باندې ژور اغیز وکړ او په چټکۍ سره یې د هغه په هنري ژوند کې ځای پیدا کړ. کینګو سایتو د تمثل ترڅنګ د موسیقۍ تر لسو ډېري الې غږولی شي، خو د یاد شمېر سازونو له ډلې یې سیتار، طبله او رباب ډېر خوښېږي.
د نشنل جیوګرافیک د هغه مشهور انځور کیسه د شربت ګلې له خولې: 'کاش دا عکس هېڅکله نه وای اخیستل شوی'
څلور نيمې لسيزې وړاندې، د يوې افغانې نجلۍ له شنو سترګو سره انځور د نړيوال انځوريز ژورنالېزم د تاريخ له تر ټولو پېژندل شوو عکسونو څخه وګرځېد؛ هغه انځور چې د نشنل جيوګرافیک مجلې پر پوښ خپور شو او د ميليونونو خلکو لپاره د افغانانو د جګړې او بېکورۍ نښه وګرځېده.
درې هغه لاملونه چې د سرو زرو بيه یې بې سارې لوړه کړه، د بېرته کمېدو لامل یې څه کېدی شي؟
په دې وروستیو کې د سرو زرو د یوه اونس یا نږدې (۲۸ ګرامه) سرو بیه په لومړي ځل له پنځو زرو ډالرو واوښته او د یوه لنډ وخت لپاره خو ان پنځه زره پنځه سوو ډالرو ته ورسېد که څه هم وروسته دا نرخ څه را ټیټ شو. د نقرې یا سپینو زرو بیې هم لوړې شوې دي تر دې چې هر اونس یې شاوخوا ۹۸ ډالره خرڅېده په داسې حال کې چې کال مخکې یې نرخ ۳۵ ډالره وو. د بیو یو ناڅاپه لوړیدو ته په کتو یو زیات شمېر پانګه وال دې ګرانبیه فلزاتو ته د امن او خوندي پناه ځای په نظر ګوري.
د بلوچستان په بریدونو کې ښځينه بریدګرې څوک وې؟
د پاکستان له بلوچستانه رپوټونه وايي چې هلته د تېرې شنبې له سهار راهیسې د بلوڅ بیلتونپالو له بریدونو را وروسته لا هم حالات ترینګلي دي. په دغه ایالت کې پر غونډو بندیز دوام لري او په مرکز کوټه کې خلک انټرنېټ ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي. په دغه برید کې د بياېلاې د درو ښځينه غړو د ګډون په اړه هم بېلابېل خبرونه لاسپهلاس شوي دي. په همدې حال کې د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بوګټي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې په دغه ایالت کې د عملیاتو پرمهال ۱۴۵ وسلهوال وژل شوي دي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۴ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۴ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳ فبروري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۳ فبروري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.









































