د ۱۹ کلنو نړيوال جام: افغانستان له هند سره په نیمه پایلوبه کې سيالي کوي؛ افغان لوبډلمشر وايي چمتو دي

د عکس سرچینه، ACB
د ۱۹ کلونو کرېکټ نړيوال جام کې نن چهارشنبې (۴ فبروري) افغانستان له هند سره په نيمه پایلوبه کې سيالي کوي.
دغه لوبه چې د زېمبابوې په هرارې کې ترسره کېږي، ټاکل شوې د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر ۱۲ بجو پيل شي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلمشر محبوب خان وايي د هند پر وړاندې سيالۍ ته یې پوره چمتووالی نيولی، د توپوهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې په برخه کې یې تمرينونه کړي او اماده دي.
نوموړي له هند سره د سيالۍ په اړه بي بي سي ته ويلي، د فشار احساس نه کوي او کوښښ به وکړي چې په ارام ذهن د خپل پلان مطابق مخکې ولاړ شي.
هند چې په نړيوال جام کې يوه له تر ټولو پياوړو لوبډلو وه په دې سياليو کې یې کومه لوبه نه ده بايللې او د تر ټولو ډېرو نومرو په لرلو سره په لومړي او دويم پړاو کې د خپل ګروپ په سر کې وه.
بل پلو افغانستان بيا يوازې يوه لوبه شري لنکا ته وبايلله او د جنوبي افریقا او وېسټ انډيز په ګډون یې په لوي توپير څلورو لوبډلو ته ماته ورکړه.
په دغو سياليو کې د افغانستان لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا سره وه چې په ۲۸ منډو یې وګټله. په دویمه لوبه کې یې وېسټ انډيز ته په ۱۳۸ منډو ماته ورکړه. درېیمه لوبه یې له تنزانيا سره د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره په ۱۳ اوور کې وګټله. د دويم پړاو لومړۍ لوبه یې له شري لنکا سره وه چې په څلورو وېکتو یې وبایلله خو په بله لوبه کې یې ايرلنډ ته د ۱۹۱ منډو په لوی توپير ماته ورکړه او نيمه پايلوبې ته ووتل. په دغه سيالۍ کې افغان توپوهونکي فيصل شينوزاده ۱۶۳ منډې وکړې.
که دواړو لوبډلو ته وکتل شي هند ښايي د امکاناتو او تجربې له کبله پياوړې لوبډله وي خو افغان لوبغاړي هم په ټولو برخو کې ښه ځېدلي دي.
د هرارې لوبغالي ويشتنځای عموما د ورځې په لومړيو ساعتونو کې د لږ لندبل له کبله تېزو توپ اچوونکو ته برابر وي خو د ورځې په اوږدو کې د توپ وهونکو لپاره ښه کېږی او په منځنیو اورونو کې سپېنرانو سره هم مرسته کوي.
هند او افغانستان مخکې د نولس کلنو په کرېکټ کې ۱۲ ځله یو د بل پر وړاندې لوبېدلي دي. هند ۱۰ او افغانستان دوې لوبې ګټلې دي. خو افغانستان په وروستیو کلونو کې ډېر پرمختګ کړی او اوس د یوه پياوړي سیال په توګه پېژندل کېږي.
د کرېکټ شنونکي وایي، افغانستان په دې نړيوال جام تر دې مهاله په زړه پورې لوبې کړې دي. ډېری باور لري چې که افغانستان په اعتماد سره ولوبېږي او تر فشار لاندې رانشي، کولی شي هند ته سرخوږی جوړ او ماته ورکړي.








