جاپانی رباب غږوونکی: د "جاپانستان" په نوم البوم کې یې افغاني او جاپاني نغمې را ټولې کړې دي

د ویډیو تشریح، جاپانی رباب ږغوونکی: د "جاپانستان" په نوم البوم کې یې افغاني او جاپاني نغمې را ټولې کړي دي.
    • Author, عالیه رجايي
    • دنده, بي بي سي

کینګو سایتو په جاپان کې زېږېدلی هنرمند دی، چې له کلونو راهیسې په پاریس کې ژوند کوي.

کینګو وایي، د ښکلو هنرونو په برخه کې یې د موسیقۍ زده کړې لپاره فرانسې ته ولاړ او هلته له رباب سره اشنا شو او دې سره یې د هنر لوری بدل شو.

د کینګو سایتو په خبره، د رباب غږ ور باندې ژور اغېز وکړ او په چټکۍ سره یې د هغه په هنري ژوند کې ځای پیدا کړ.

کینګو سایتو د تمثل ترڅنګ د موسیقۍ تر لسو ډېرې الې غږولی شي، خو د یاد شمېر سازونو له ډلې یې سیتار، طبله او رباب ډېر خوښېږي.

موسیقۍ هغه ژبه ده، چې پولې نه‌پېژنې او دغه وړتیا لري چې هېوادونه او کلتورونه سره نژدې کړي، په جاپان کې زېږېدلی هنرمند کینګو سایتو د همداسې کلتوري پیوند ښه بېلګه ده.

ښاغلی سایتو له رباب سره د لېوالتیا په تړاو وايي:

"لومړی ځل مې د رباب غږ په هغو سي‌ ډي ګانو کې واورېد، چې استاد رحیم خوشنواز او استاد محمد عمر پکې غږولی و، ژور او تل‌ پاتی اغېز را باندې وکړ. غږ یې داسې ژور او جادویي و، چې ما تر هغه مهاله بل داسې اغیزناک غږ نه و اورېدلی. د رباب د تمرین پر مهال مې څو فولکوریک جاپاني میلودي اجرا کړل، پام مې شو چې څومره ځواب ویونکي دي. بیا مې له رباب سره د هغو میلودي چې له کوچنیوالي ورسره اشنا وم، له همدغو افغاني سندرو سره مې مشق پیل کړ."

"جاپانستان"

لومړی ځل مې د رباب غږ په هغو سي‌ډي ګانو کې واورېد، چې استاد رحیم خوشنواز او استاد محمد عمر پکې غږولی و

د عکس سرچینه، kengo saito

د عکس تشریح، لومړی ځل مې د رباب غږ په هغو سي‌ډي ګانو کې واورېد، چې استاد رحیم خوشنواز او استاد محمد عمر پکې غږولی و

سایتو د رباب د تمرین پر مهال په ناڅاپي ډول د جاپاني فولکلور دغه څو میلوډي یا سازونه جوړ کړل، چې وروسته یې همدې پروژې ته د "جاپانستان" نوم غوره کړ.

"جاپانستان" د دغه هنرمند لومړنی البوم دی، چې پکې د افغاني او جاپاني موسیقۍ ۱۱ ترکیبي قطعې راټولې شوې دي.

"په دغه پروژه کې مې له زړه غوښتل چې یو جاپانی ساز ځای کړم، نو د رباب له غږ سره مې شاکوهاچي په بشپړه ډول همغږی وموند. زه مخکې لا له ایراني کوبه‌ای سازونه لکه زیربغلۍ او دف یا دایره سره اشنا وم، نو له همدې اړخ هم غوراوی را ته اسانه و. له هر څه مخکې غږ مهم دی. د سیتار غږ ظریف دی، خو د رباب غږ دروند او مخامخ د انسان پر زړه او روح اغېز کوي. زه یې دا ډول احساسوم."

سایتو د جاپانستان البوم جوړولو لپاره هغه جاپاني سازونه چې په کوچنیوالي کې ورسره اشنا و او هغه افغاني سندرې، چې د موسیقۍ له نظره له هغوی سره یې نژدېوالی لرل، را ټولې او یو له بل سره پیوند کړې.

"د دغو الو غږول له یو بل سره توپیر لري او د هر یو اغېز له بل سره توپیر لري. رباب دا احساس را کوي، چې له ځمکې، درو او غرونو سره اړیکه لري، خو سیتار پېچلی او ظریف غږ لري. یانې د کیهاني له غږ سره ور ته‌والی لري، چې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې خپور شوی دی."

که څه هم سایتو وایي، هغه څه چې یې تولید کړي، په بشپړه ډول نوي نه دي بلکې د هغه سنت دوام دی، چې له پخوا هم و. یانې هغه کلتور چې د نوې زمانې له عناصرو سره ترکیبېږي او د بې‌ پولې موسیقۍ بڼه غوره کړي.

د دغه جاپاني هنرمند په خبره د غربي کلاسیکي موسیقۍ په برخه کې هم کار کوي او د دغه ډول موسیقۍ د پوهانو په مرسته یې د دغو اثارو تفسیر هم اسانه کړی دی.