اسلام باد: 'د قبایلي سیمو له کلونو پاتې ځینې پیسې ورکوي'

پښتونخوا

د عکس سرچینه، PM Office

د عکس تشریح، اپریدي: "که د وزیراعلی په توګه زما د د دندې غوښتنه نه وه، د یوه سیاستوال په توګه به کله هم دلته نه وای ناست."

د خیبر پښتونخوا ایالتي چارواکو ویلي د پاکستان لومړي وزیر میا شهباز شریف دولتي خزانې ته لارښونه کړې چې د قبایلي سیمو له کلونو پاتې بودیجه دې ورکړل شي.

دغه اعلان له هغه لږ وروسته وشو چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد سهېل اپریدي له مرکزي حکومت سره تر پراخو ناندریو وروسته په لومړي ځل له لومړي وزیر شهباز شریف سره خبرو ته کېناست.

دا لیدنه د دوشنبې پر ورځ د پاکستان لومړي وزیر په دفتر کې شوې او رسنیو ویلي چې تر یوه ساعته یې دوام کړی.

له دغې لیدنې وروسته د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دغې ناستې ته د ایالتي او مرکزي حکومت تر منځ په اړیکو کې د پرمختګ په نظر کتل کېدلی شي، ښاغلي اپریدي وویل، "د نن لیدنه د وزیراعلی په توګه زما د دندې یوه غوښتنه وه، که نه، د یوه سیاستوال په توګه به زه کله هم هلته نه وای ناست."

نوموړي وویل چې د دغې لیدنې غوښتنه لومړي وزیر شهباز شریف کړې وه، چې په کې پر مرکزي حکومت د خیبرپښتونخوا پر پاتو پیسو خبرې وشوې.

ښاغلي اپریدي ویلي په داسې حال کې چې مرکزي حکومت له خیبرپښتونخوا سره د قبایلي سیمو یو ځای کولو وروسته هر کال دغو سیمو ته د میلیونونو روپو ورکولو ژمنه کړې وه تر اوسه یې نه دي ورکړي.

د پاکستان له لومړي وزیر سره له لیدنې وروسته ښاغلي اپریدي وویل، "مرکزي حکومت د دغو سیمو ۲۶۰۰ میلیارده پاکستانۍ روپۍ اېښي دي او دا چې تر اوسه خیبرپښتونخوا له خپله جېبه په قبایلي سیمو کې شپږ ویشت میلیارده روپۍ لګولې دي."

نوموړي وویل له دغې لیدنې وروسته ښاغلي شریف د "۲۶ میلیارده روپو ورکولو لارښونه وکړه."

سهیل اپریدي څه باندې څلور میاشتې مخکې د خيبر پښتونخوا د لومړي وزیر په توګه دنده پیل کړې خو له لومړۍ ورځې یې له مرکزي حکومت او پوځ سره ظاهرا اړیکې ترينګلې او دواړو پر یوه بل رنګارنګ تورونه لګولي دي.

ښاغلي اپریدي له ټاکل کېدو وروسته ایالتي شورا ته په خپله لومړنۍ وینا کې د پوځ او مرکزي حکومت ډېرې تګلارې وننګولې او پر ځینو یې د بیا غور غوښتنه کړې وه.

نوموړي ویلي د قبایلو سیمو اوسېدونکي چې څومره قربانۍ ورکوي په مقابل کې ورته بېله شوې بودیجه هېڅ ده او په ټکو یې د دغو خلکو قربانۍ باید هېرې نه شي.

ایا پر عمران خان هم خبرې شوې؟

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تحریک انصاف ګوند بنسټګر چې پښتونخوا کې یې ګوند ایالتي تاکنې ګټلې تېره اکتوبر میاشت کې سهېل اپریدي د وزیر اعلی په توګه غوره کړ.

سهیل اپریدی چې د تحریک انصاف ګوند غړی او د عمران خان له اړخه د خیبرپښتونخوا لومړی وزیر دی له سیاسي دریځه هم په مرکزي کچه د پاکستان له مسلم لیګ او پیپلز ګوند له واکمنانو سره ژور اختلافونه لري.

نوموړی له هغه مهال راهیسې چې اعلی وزیر شوی په ځلونو د اډیاله زندان له دروازې ګرځول شوی او د محکمې له حکم سره سره له عمران خان سره د لیدو کتو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره له لیدو وروسته ښاغلي اپریدي وویل چې په دې ناسته کې د عمران خان په اړه هېڅ خبرې نه دي شوې. د هغه په ټکو په سیاسي موضوعاتو هېڅ خبرې ونه شوې.

ښاغلی اپریدی چې په خیرپښتونخوا کې د پاکستان پوځ لخوا د پوځي عملیاتو مخالف دی وايي، په هره ناسته کې به یې د خبرو ټول پام پر ترهګرۍ اړوند بحثونو ور ټول وي.

نوموړي وویل، "ترهګری د یوې صوبې یا یوه هېواد خبره نه ده له اختر وروسته زموږ بل ملاقات دی او هغه به هم پر همدې موضوع وي."

اپریدي تل ټینګار کړی چې د صوبایي حکومت له ښکېلتیا پرته تګلارې نه کامیابېږي او په وینا یې دې لیدنه کې یې هم د یوې ګډې تګلارې پر جوړېدو ټینګار درلود.

بلخوا د پاکستان لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې شهباز شریف د ترهګرۍ خلاف د خیبرپښتونخوا د حکومت د هڅو په لا ډېرېدو ټینګار کړی او ویلي یي دي چې د امنیت لپاره له مرکزي حکومت سره د صوبايي حکومت مرسته مهمه ده.

په خبرپاڼه کې د لومړي وزیر له قوله صوبایي حکومت با اختیاره بلل شوی او په کې ویل شوي چې مرکزي حکومت د پښتونخوا له حکومت سره د روغتیا، پرمختیا او تعلیم برخه کې لا ډېرو همکاریو ته چمتو دی.