BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • درې نجونې دي چې مخونه یې پټ دي

    پر افغانستان د امریکا د مرستو بندېدل او د افغان ښځو ډېرېدونکی کړاو

    د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر 'اوچا' وایي، افغانستان د نړۍ له تر ټولو سختو بشري کړکېچونو سره مخ دی او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه خلک، چې نژدې ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري. که څه هم دا شمېر د تېر کال پرتله شاوخوا څلور سلنه کم شوی، خو بیا هم په داسې حالاتو کې چې جګړه نه شته، اړتیاوې خورا لوړې پاتې دي. په ۲۰۲۵ کال کې، له ایران او پاکستانه له ۲.۶۱ میلیونو ډېر افغانان بېرته راستانه شوي، چې په کور د ننه د مېشتو وګړو پر معیشت او استوګنې اغېز کړی دی.

  • crickt

    د کرېکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو نړیوال جام: افغانستان ایرلنډ ته ۳۱۶ منډې هدف وټاکه

    د کرېکټ له نوولس کنو کم‌عمره لوبډلو د ۲۰۲۶ کال یو ورځینو سیالیو د نړیوال جام شپږ غوره لوبډلو (سوپر ۶) پړاو کې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ برخلیک ټاکونکې لوبه روانه ده. افغان لوبډلې د ټاس له ګټلو وروسته لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اوورنو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ایرلنډ ته د ۳۱۶ منډو هدف وټاکه د افغانستان له اړخه توپوهنه کې تکړه ښي‌ لاسي توپوهونکي فیصل خان شینوزاده له څه باندې ۱۱۴ سټرایک رېټ سره په ۱۴۲ توپونو ۱۶۳ منډې وکړې.

  • د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

    که امریکا پر ایران برید وکړي، څه به کېږي؟ ۷ احتمالي حالتونه

    د امریکا متحده ایالات د څو ورځو په ترڅ کې د ایران پر وړاندې برید ته چمتو ښکاري. که څه هم د احتمالي هدفونو اټکل کېدای شي، خو پایله یې معلومه نه ده. که له تهران سره په وروستۍ شېبه کې کوم جوړجاړی ونه شي او ولسمشر ډونلډ ټرمپ امریکايي ځواکونو ته پر ایران د برید امر وکړي، نو احتمالي پایلې څه کېدای شي؟

  • یوه شپنه د همالیا په څنډو کې

    د میلیاردونو ډالرو لمریزې پروژې د همالیا شپانه ولې اندېښمن کړي؟

    هند د همالیا په سړه بېدیا او شخړمنه سیمه کې لوی پلانونه لري او غواړي د نړۍ تر ټولو لویه د لمریزې برېښنا پروژه تطبیق کړي. دا پلان د هند تر ولکې لاندې کشمیر د لداخ د چانګتانګ پر لوړو یوه مهم پړاو ته رسېدلی دی. په دې سیمه کې چانګرا یا پشمینې 'وژغونې' لرونکې وزې مېشتې دي، چې د دې سیمې مشهورې او نرمې پشمینې وړۍ "وژغونې" تولیدوي.

لنډې ویډیوګانې

  • روغتون
  • پړانګ او ښځې
  • ننګرهار
  • snow
  • (Reuters/AFP)
  • پړانګ-جګوار
  • واوره
  • سالنګ کې د واورې پاکولو بهیر
  • Rachel Trautmann
  • پوځیان

ځانګړي مطالب

  • روغتون

    کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز پرانیستل شو

    د افغانستان پلازمېنه کابل کې د پنجشنبې په ورځ، د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون پرانیستل شو، چې د روغتیا نړیوال سازمان او نورو سازمانونو په ګډون ګڼو بهرنیو روغتیايي او د طالبانو حکومت چارواکو ګډون کړی و. په جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر اېډوېن سېنېزا سلوادور وویل، دا یو مهم پړاو دی چې په افغانستان کې د سرطان د درملنې لپاره د دوی د ګډې ژمنتیا څرګندونه کوي.

  • په کیېف کې هغه ځای چې د جنورۍ په لومړیو کې پرې ډرون برید وشو.

    ټرمپ وايي، پوتین به د یخنۍ موسم کې یوه اونۍ د اوکرایین پر ښارونو بریدونه نه کوي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین منلې چې د ''سختې سړې هوا'' له امله به د یوې اوونۍ لپاره د اوکرایین پر پلازمېنه کیېف او نورو ښارونو او ښارګوټو بریدونه نه کوي. روسیې تر اوسه د داسې کومې هوکړې پخلی نه دی کړی، خو د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي د ټرمپ د دې اعلان هرکلی کړی او وايي، تمه لري روسیه به پر خپله ژمنه ولاړه پاتې شي.

  • سپاه پاسداران ځواک

    اروپايي ټولنې د ایران سپاه پاسداران ځواک نوم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړ

    اروپايي ټولنې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک 'ای ار جي سي' نوم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړی دی او په ایران کې د وروستیو احتجاجونو پر ضد د تهران له لوري د سخت زور کارول د دې لامل بلل شوی دی. د اروپايي ټولنې لوړپوړې دیپلوماتې کایا کالاس په دې هکله وویل چې دا پرېکړه به سپاه پاسداران ځواک، چې په ایران کې یو ستر پوځي، اقتصادي او سیاسي ځواک دی، د القاعده او داعش په څېر جهادي ډلو په کتار کې ودروي.

  • Several bowls with large brown, yellow and red mushrooms piled up inside.

    مرموز مرخېړي چې خلک یې له خوړلو وروسته کوچني انسانان ویني

    د چین د یوننان ولایت په یوه روغتون کې ډاکتران هر کال د خلکو ګڼې ګوڼې ته چې له یوه غیر معمولي شکایت سره ورځي، ځانونه چمتو کوي. دغه ناروغان له ډېرو عجیبو او حیرانوونکو نښو نښانو شکایت کوي. دوی وايي، ډېر کوچني ښاپېرۍ ډوله شکلونه ګوري، چې تر دروازو لاندې ورتېرېږي، پر دیوالونو پورته خېژي‌ او په فرنیچرو پورې راځوړندېږي.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۳۰ جنوري ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳۰ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي