اولمپیک سیالۍ: افغان لوبغاړې کیمیا یوسفي سل متره منډه کې خپل مخکېنی ریکارډ مات کړ

کیمیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کیمیا او څلور نور افغان لوبغاړي سږني اولمپيک کې ګډون لري.

د افغانستان اولمپیک کمېټه وايي، د دغه هېواد تر ټولو چټکې ځغاستونکې لوبغاړې کیمیا یوسفي په خپل نوم یو نوی اولمپیک ریکارډ ثبت کر.

د دې کمېټې په خبره، کیمیا یوسفي په اولمپیک سیالیو کې پرون( د جولای ۲۹) د -۱۰۰-متره منډې سیالي په ۱۳.۲۹ ثانیو ووهله.

نوموړې د دې سیالۍ په خپل ګروپ کې د نهو ګډونوالو په منځ کې اووم ځای خپل کر.

تر دې مخکې په ورته منډه کې د کیمیا یوسفي ریکارډ ۱۳.۳۳ ثانیې و.

د افغانستان اولمپیک کمېټه خپل فیسبوک کې وايي، د ۲۷ لوبغاړو ترمنځ د دوهم او دریم ګروپ سیالۍ پای ته رسیدو وروسته کیمیا یوسفي ۲۲ مقام خپل کړ او دې برخه کې د پنځو هیوادونو له لوبغاړو مخکې شوه.

فهیم

د عکس سرچینه، Getty Images

د توکیو اولمپیک لوبو لړ کې د لامبو افغان لوبغاړی فهیم انوري و نه توانید د سیالۍ بل پړاو ته ورسېږي.

ښاغلي انوري د ازادې لامبو سیالۍ کې ۵۰ متره واټن په ۲۷ اعشاریه ۶۷ ثانیو کې وواهه او د خپلې ډلې په لوبغاړو کې یې پنځم ځای خپل کړ.

خو نوموړي د دې ډول سیالیو مقدماتي پړاو په ټولو ۷۳ لوبغاړو کې ۶۷ ځای ته ورسېد او د بل پړاو سیالیو ته له رسېدو پاتې شو.

۲۲ کلن انوري ۲۰۱۵- ۲۰۱۷ پنځوس متره لامبو سیالیو کې او دغه راز د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ په ۱۰۰ متره لامبو سیالیو کې د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

اولمپیک کې پنځه افغان لوبغاړي

اولمپیک سیالۍ تېره جمعه( د جولای ۲۳) د جاپان مرکز توکیو کې پیل شوې او تر ۱۴ ورځو به روانې وي.

دې سیالیو ته له افغانستان پنځه لوبغاړي ورغلي دي، چې پکې کیمیا یوسفي او شاه محمود نبرد د ځغاستې، فرزاد منصوري په تکواندو، فهیم انوري په لامبو او مهدي یاوري په نښه ویشتلو کې لوبېږي.

د افغانستان اولمپیک کمېټه وايي، افغان لوبغاړود نورو هېوادونو تر لوبغاړو د تمرین او لګښت لپاره کم امکانات درلودل، ځکه ټولو برخو کې د مډال ګټلو هیله نه لري.

افغانستان له دې وړاندې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ اولمپیک لوبو کې د تکواندو په برخه کې مډالونه ګټلي وو.