توکیو اولمپیک سیالۍ رسماً پیل شوې؛ له افغانستانه ۵ لوبغاړي پکې ګډون لري

اولمپیک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان لوبغاړو کیمیا یوسفي او فرزاد منصوري د پرانیستې مراسمو کې افغان بېرغ لېږداوه

د جاپان پلازمېنه توکیو کې په تاریخ کې تر ټولو جنجالي اولمپیک لوبو د پرانستې مراسم پیل شول.

د دې لوبو د پرانیستې مراسم د کووېډ-۱۹ له امله تر بل هر اولمپیک توپیر کوي او د کورونا وبا له امله دا لوبې یو کال ځنډېدلې دي.

پر ۲۰۲۱ کال د ۲۰۲۰ کال دا لوبې داسې تدابیرو کې پیلېږي چې د لوبغاړو، چارواکو او د لوبې جوړوونکو روغتیا ته تاوان ونه رسېږي.

ټاکلې ده د نړۍ له ۲۰۷ هېوادونو ۱۱ زره ۳ سوه لوبغاړي تر دوو انویو د ډېرو مډالونو ګټلو لپاره خپلو کې سیالۍ وکړي.

دې سیالیو ته له افغانستان پنځه لوبغاړي ورغلي دي.

د افغانستان اولمپیک کمېټې ویاند عارف پیمان بي بي سي ته وویل، سږني اولمپیک کې کیمیا یوسفي او شاه محمود نبرد د ځغاستې، فرزاد منصوري په تکواندو، فهیم انوري په لامبو او مهدي یاوري په نښه ویشتلو کې لوبېږي.

نوموړی زیاتوي، افغان لوبغاړود نورو هېوادونو تر لوبغاړو د تمرین او لګښت لپاره کم امکانات درلودل، ځکه ټولو برخو کې د مډال ګټلو هیله نه لري.

افغانستان له دې وړاندې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ اولمپیک لوبو کې د تکواندو په برخه کې مډالونه ګټلي وو.

د دې اولمپیک ځانګړنې

د پرانستې مراسم د توکیو اولمپیک سټیډیم کې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پرانستې مراسم د توکیو اولمپیک سټیډیم کې دي.
  • دې اولمپیک کې په ۳۳ څانګو کې د ۳۳۹ مډالونو ریکارډ جوړېږي.
  • دې دوره کې پنځه نوې لوبې هم اضافه شوې دي.
  • د دې دورې د ګډونوالو لوبغاړو ۴۸.۸ سلنه ښځې جوړوي چې ساری نه لري.
  • دې دوره کې هڅه کېږي چې د چاپيریال پایښت ته پام وشي.
  • د دې دورې مډالونه له زړو موبایلونو جوړ شوي دي.
  • د اولمپیک مشعل هم د لنډمهالو خونو له کباړ المونیم جوړ دی.
  • دا خونې د ۲۰۱۱ کال له سترې زلزلې وروسته جاپان کې جوړې شوې.
  • د دې دورې اولمپیک ډېره برخه کې له نوېدونکې انرژي کار اخیستل کېږي.
  • په ټول کې د دې لوبو لګښت ۱۱.۵ میلیارد پونډه دی چې ۲۲ سلنه یې هم د یو کال ځنډېدو له امله دی.

کورونايي اولمپیک

توکیو

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په ۲۰۲۰ کال د کورونا له امله اولمپيک ونه شو.

ماسک، ټولبندیز، د لاړو ازموینه د دې اولمپیک برخه دي، ځکه یې دا دوره تر بلې هرې دورې توپیر کوي.

توکیو کې د کورونا له امله بېړني حالت ته په پام د اولمپیک اوږدو کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د خلکو ډېر اخته کېدو ته په پام د جاپان ډېری خلک د دې لوبو په جوړېدو نیوکې کوي او ډېرو یې د لغوه کېدو یا ځنډېدو غوښتنه کړې وه.

خو د اولمپیک جوړوونکو روغتیا ته ډېر پام کړی او ډېر احتیاطي ګامونه یې پورته کړي دي، لکه له نندارچیانو پرته لوبې کول.

نه جاپاني او نه د نورو هېوادونو نندارچیان لوبغالو ته د تلو اجازه لري.

لوبغاړو باندې هم سخت محدودیتونه لګېدلي دي.

له خوراک څښاک، تمرین، سیالۍ او خوب پرته باید ماسک وتړي.

له نورو سره فزیکي تعامل باید تر وروستي برید کم کړي او هره ورځ هم د کورونا ټېسټ وکړي.

د ویډیو تشریح، اولمپیک: توکیو ۲۰۲۰ څنګه توکیو ۲۰۲۱ شوه؟