د توکیو اولمپیک لوبو د پیل مراسمو مشر په هولوکاسټ د ټوکو له امله واېستل شو

د عکس سرچینه، Newscom / Alamy Stock Photo
د ۲۰۲۰ کال توکیو اولمپیک لوبو له پیل یوه ورځ مخکې د دې لوبو د پرانیستونکو مراسمو مشر کنتارو کوبایشي واېستل شو.
د نوموړي د اېستلو دلیل هم د ۱۹۹۰ کلونو هغه ویډیو ده چې پکې دویمه نړیواله جګړه کې د یهودیانو د وژلو په هکله ټوکې کوي.
د جاپان اولمپیک لوبو مشره سیکو هاشیموتو نیوکه کوي چې دا ویډیو "د تاریخ تریخ واقعیت" باندې ملنډې وهي.
د کنتارو کوبایشي اېستلو سره اوس د اولمپیک منتظمان دا ارزوي چې د جمعې په ورځ د دې لوبو پرانیستې مراسم څه ډول ترسره کړي.
د دې لوبو د ډایرېکټر اېستل د هغې رسوايي او جنجال تازه پېښه ده چې د ۲۰۲۰ کال اولمپیک لوبو لار کې پېښ شوي دي.
څو ورځې مخکې هغه سندره جوړوونکی هم د لوبو له ترسروونکې ډلې واېستل شو، چې ویل کېږي ښوونځي کې یې خپل معلول ټولګیوال ځورول.

د عکس سرچینه، Reuters
تر دې مخکې د اولمپیک پخوانی مشر یوشیرو موري د ښځو ضد خبرو له امله کار پرېښودو ته اړ شو.
د جاپان خلکو د کورونا وېروس د خپرېدو د اندېښنې له امله له دې لوبو سره ډېر مخالفت وښود او تر پنجشنبې د دې لوبو اړوند کسانو او لوبغاړو له ډلې د ۹۱ کسانو کورونا معاینه مثبته ختلې ده.
مېرمن هاشیموتو بیانیه کې وایي: "د پرانیستونکو مراسمو نږدېوالي ته په پام، موږ د هغو اندېښنو له امله بښنه غواړو چې اولمپیک کې ښکېلو کسانو او همدارنګه د توکیو ښاریانو او جاپان خلکو ته پېښېږي. "
کنتارو کوبایاشي چې د کمیډي مخینه لري او په هولو کاسټ د ټوکو له امله له سختو نیوکو سره مخ دی، یوه بیان کې وايي: "وختېري باید د نورو د ځور په بیه تمامه نه شي، زما په تېر کې خپلو احقانه کلیمو غوره کولو ته پام دی. خبرې مې تېروتنه وه او پښېمان یم. "
دا توکیو اولمپیک کې د ورته استعفاوو څوومه پېښه ده.
مارچ میاشت کې د لوبو هنري مشر وویل، چاغه جاپانۍ کمیډینه نایومي واتانابه د اولمپیک خنځیرې په څېر ښکاره کېدلی شي.
هغه وروسته بښنه وغوښته او له دندې ګوښه شو.
تر هغه مخکې د اولمپیک پخواني مشر یوشیرو موري د ښځو ضد خبرو په دلیل استعفا وکړه.












