لغړ فلمونه عربي نړۍ کې د طلاق ډېرېدو لامل کېږي

- Author, علي جمال الدین
- دنده, بي بي سي قاهره
دا یوازې مسعود نه دی، بلکې سلګونه زره داسې نور ځوانان شته، چې د خپلو پټو جنسي غریزو د ارامولو لپاره د انټرنېټ له لاري لغړ تصویرونه او پورن یا جنسي فلمونه ګوري.
د نورو ډېرو ځوانانو غوندې مسعود هم فکر کاوه چې وخت ناوخته د پورن فلمونو کتلو شوق به یې له واده کولو وروسته پاتې نه شي، خو داسې و نه شول.
شل کاله مخکې یې له مور پلار سره په یوه کور کې ژوند کاوه او دغه ډول فلمونه به یې پټ په پټه کتل، خو اوس چې په خپل ځانګړي کور کې ژوند کوي، لا هم د لغړو فلمونو شوق پالي.
یوازینی بدلون داسې راغلی چې مسعود د جنسي فلمونو له یوې وېبپاڼې بلې ته ځي او دغه ټول فلمونه او تصویرونه د خپل سمارټ موبایل یا ځېرک ګرځنډه ټیلیفون له لارې ګوري.
له نژدېوالي پرته نژدېوالی
خو مسعود (مستعار نوم) بي بي سي ته وویل، د خپل دغه شوق درنه بیه یې پرې کړې، ځکه له همدې کبله یې له مېرمنې سره اړیکي خراب شوي او نن سبا له پورن فلمونو هم خوند نه اخلي.
یوه بل سړي بي بي سي ته وویل، له خپلې دود پالې عربې مېرمن سره یې اړیکي عادي ول، خو هغې ښکولول نه کول او لامل یې دا و چې موبایل ټیلفون یې تر منځ خنډ ګرځېده.

نوموړی وايي، د پورن فلمونو کتلو عادت له کبله یې یوازې د پورن له کتلو وروسته جنسي غریزه پاریده. له ښځې سره د اړیکو په هکله دغه سړی وايي 'دا له نژدېوالي پرته نژدېوالی ' و.
بېرته د مسعود کیسې ته ګرځو، خو د نوموړي کیسه ځانګړې نه ده، ځکه د عربو په ډېرو کورونو کې دغه کیسه تکراریږي.
د نړۍ دغه برخه کې له څه مودې راهیسې د انټرنېټ چټکتیا دوه برابره ډېره شوې او له دې سره د موبایل ټیلیفونونو ډېروالی د دې سبب شوی چې ډېر خلک کولای شي د پورن فلمونو کلیپونه د خپلو موبایلونو له لارې په اسانۍ وویني.
د مصر زقایق پوهنتون کې د رواني ناروغیو درملنې ماهر پروفیسر وایل ابو هندي وايي، سلګونه زره عرب ځوانان غواړي د پورنو ګرافي موادو لیدل پرېږدي، ځکه نوموړی په دې باور دی چې دغه ځوانان د ذهني فشار ښکار شوي دي.
ابو هندي وايي:
''ډېرې ښځې داسې شته چې مېړونه یې د پورن موادو کتلو ته هڅوي، چې جنسي غریزه یې ډېره شي. دغه ښځې وايي، دوی که د خپلو مېړونو دغه هیله پوره کوي او که انکار کوي، په دواړو حالتونو کې پښيمانه کېږي. زه کولای شم ووایم، په کومو کورونو کې چې مېرمن او اولادونو ته معلومه شي چې مېړه یا پلار یې پورنو ګرافي ګوري، داسې ۱۰ یا ۱۵ سلنه کورونو کې د ښځې، مېړه اړیکي خرابېږي یا دغسې کورنۍ په سمه توګه د ګډ ژوند کولو وړتیا له لاسه ورکوي. ''

خو د پورن فلمونو ممثل شریف طلیاني بیا وايي، د واده خپلوي او پورن کتلو تر منځ هېڅ تضاد نه شته. هغه وايي:
''زه پورن فلمونه ګورم، خو دې سره هم د واده کولو او ماشومانو درلودلو په هکله فکر کوم. د یوې داسې ناوې لټون کوم، چې زما همفکره وي. ''
طلیاني ویاړي چې اروپا ته له تلو مخکې یې د مصر هغې سیمې اوسېدونکو کې ډېر محبوبیت درلود چې ژوند یې پکې کاوه. نوموړی وايي، کورنۍ یې د پورن چمتو کوونکو کمپنیو سره پر دندې هېڅ اعتراض نه کوي.
خو نوموړی مني چې په پورن فلمونو کې له تمثیل لږ مخکې د جنسي طاقت زیاتونکو درملو استعمال اړین دی:
''لامل یې دا نه دی چې ممثلین جنسي کمزوري لري، بلکې په ټاکلي وخت کې د یوې صحنې ثبتولو لپاره داسې کېږي. ''
د ټیلیګرام نومې خواله رسنۍ په یوه بحث کې د دې موضوع په تړاو یوه ګډونوال لیکلي، د پورن کتلو عادت له مخې یې له خپلې مېرمنې وغوښتل چې د دغو فلمونو د ممثلاتو په څېر باید ښکاره شي، خو په وینا یې کله یې چې پر موبایل ټیلیفون د خپلې ښځې تصویر ولید، فکر یې وکړ، چې دا د عادي جنسي تعلق پر ځای یو حماقت و.
په مصر کې د یوه خیریه پروګرام (واعي) مشر ډاکټر محمد عبدالجواد وايي، دغسې رویه د مېرمنو لپاره ورانکاره کېدای شي. نوموړی وايي، که ځینې ښځې د خپل مېړه په خاطر یا د کورني ژوند ژغورلو لپاره داسې کوي هم، خورا ناوړه اغېزې لري.
هغه وايي، د داسې جوړې ګډ ژوند په یوه پړاو کې پای ته رسېږي یا طلاق رامنځته کېږي، ځکه په وینا یې په ژوند کې یې خوښي لږ شي.

د ډاکټر جواد د اټکل له مخې نن، سبا له ۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې طلاقونو وجه همدا پورن فلمونه دي، ځکه په وینا یې مېرمنې فکر کوي چې مېړونه یې د پورن فلمونو له ممثلینو سره پرتله کوي، چې ناروا چاره ده. ډاکټر جواد زیاتوي:
''پورن کتونکي له ځانه د دفاع په خاطر وايي چې هېچا ته له دې چارې زیان نه رسېږي، خو رښتیا دا دي چې دا خوی هر څوک اغېزمنوي او په ځانګړې توګه د دې کسانو د کورنیو پر غړو اغېز کېږي او له شکه پرته چې دا پر ټولنه هم اغېز کوي. ''
ډاکټر جواد د څېړنې له مخې وايي، د پورن فلمونو ډېر کتل د نشه يي توکو د استعمال په څېر ناوړه اغېز لري.
'د مینې کلتور'
په عربي نړۍ کې د (د لو کلچر) یا مینې کلتور په نامه یو فعالیت پیل شوی دی، چې هدف یې د هغو ستونزو هوارول دي چې ټولنه ورسره لاس او ګرېوان ده.
د دغې ډلې فعالان وايي، که پورن کتونکي د روږدیتوب تر حده دغسې مواد و نه ګوري یا له خپلې مېرمنې د عجیبو حرکتونو غوښتنه و نه کړي، نو پورنو ګرافي لویه ستونزه نه ده.
خو ژورنالیسته دالیا فکري چې د کورنیو مسایلو په تړاو خبریالي کوي، له دغه فکر سره مخالفه ده. نوموړې وايي، په عربي نړۍ کې د جنسیاتو په تړاو زده کړه نه ورکول کېږي، ځکه دغه راز مسایل ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.
نوموړې وايي:
''د محکمو په دهلېزونو کې دغسې ډېرې خبرې اوریدل کېږي. کله نا کله ځینې مېرمنې د ځورېدو له احساس سره محکمو ته ورځي، خو دوی د خپلو مېړونو د پورن کتلو عادت نه یادوي، ځکه دوی فکر کوي، تور به بیا هم پر دوی لګېږي، چې ګواکې د واده له پټو رازونو یې پرده پورته کړې. ''
دالیا فکري وايي، انټرنېټ په ځانګړې توګه له ښځو سره مرسته کړې، چې د خپلو ستونزو په تړاو خبرې وکړي، خو په وینا یې ښځې باید د هغو کسانو مشوورو ته غوږ و نه نیسي چې خپله یې نه زده کړه کړې او نه روزل شوي دي.
د مصر تبلیغاتي کلیسا څه موده مخکې بي بي سي ته په یوه داسې پروګرام کې د ګډون بلنه ورکړه چې واده شویو جوړو ته د کورنیو مسایلو او خپلمنځي شخړو د حل روزنه پکې ورکول کېږي.
د کورنیو مشورې
د 'کورنیو مشورو ' په نامه دغه پروګرام موسس مذهبي مشر اشرف فارس وايي، مصر کې د طلاقونو ډېرېدونکی شمېر ښيي، چې ګڼ شمېر کورنۍ د ماتېدو په حال کې دي، یا ناخوښ ژوند کوي، داسې شکایتونه هم ډېر شوي، چې مېړونه پورن پاڼې ګوري او له مېرمنو 'له معموله ډېرې غوښتنې ' کوي.
اشرف فارس وايي، دا خلک باید پوه شي چې په پورن فلمونو کې تر سترګو کېدونکې صحنې عادي یا نارمل نه دي.

د دغه پروګرام یوه فعاله ماریان وايي، اکثر ښځې دوی ته شکایت کوي، چې مېړه یې ورسره درغلي کوي، که دا له بلې ښځې سره د تعلق پر ځای له کمپیوټر سره د تړاو په صورت کې هم وي.
نوموړې وايي:
''پورنو ګرافي داسې ده لکه د یوې جوړې تر منځ چې دریم لوری راپیدا شي او دې سره د مېړه ښځې تر منځ د ژمنې او باور فضا له منځه ځي. ''
د ښځو لپاره بیا دا منل هم ستونزمن وي، چې مېړه یې پورن ګوري.
د دغه پروګرام یوه اړوند ښځه وايي، د مېړه او ښځې تر منځ د اړیکو ایله لس سلنه تعلق جنسي دی، خو دا (روږدیتوب) پر پاتې ۹۰ سلنه ژوند هم ناوړه اغېز کوي.
سلما (مستعار نوم) وايي، پنځلس کلنه وه، چې له خورلڼو یې د ترکي ژبې فلمونو کې د جنسي اړیکو صحنو خبرې اوریدې.
نوموړې وايي له واده وروسته ورته دا یوه لویه ستونزه ثابته شوه، ځکه د پورن فلمونو صحنو له لیدو وروسته به یې فکر کاوه، چې مېړه یې ولې د دغو فلمونو د ممثلینو په څېر نه دی.
سلما چې اوس د دریو ماشومانو مور ده وايي، د دغو فلمونو کتلو له روږدیتوبه یې د ځان ژغورلو لپاره یوه روزنیز پروګرام کې برخه واخیسته، خو په وینا یې لا هم په بشپړه توګه نه ده بریالۍ شوې او له مېړه سره یې اړیکي نه دي ښه شوي. هغه زیاتوي:
''کومه ورانکاري چې په کلونو کې رامنځته شي، په یوه ورځ کې نه سمېږي. ''
خو د سلما برعکس مسعود بیا وايي د دریو میاشتو په یوه روزنیز پروګرام کې له ګډون وروسته یې له دې روږدیتوبه ځان ژغورلی دی.
نوموړی وايي، د ۹۰ ورځو دغه موده کې یې انټرنېټ وتاړه، بلاک کوونکی پوست کالی یا سوفټ ویر یې انسټال کړ، کمپیوټر ته له کیناستو یې ډډه کوله او له هر ډول جنسي اړیکو یې ځان وژغوره.
دی وايي، ډېره ورته ګرانه وه، چې د نوې ورځو لپاره ان له خپلې مېرمنې هم لرې واوسي، خو بالاخره پایله ښه شوه او وتوانید په یوه او بله پلمه د پورن کتلو له روږدیتوبه ځان وژغوري.
''هر ورځ به مې تر څلورو ساعتونو پورې پورن کتلو، خو کله مې چې پرېکړه وکړه، دا روږدیتوب پرېږدم، کرار کرار مې له شاوخوا کسانو سره اړیکي ښه شول، د روزنې ورځو کې مې له ښځې سره خبرو ته ډېر فرصت وموند او هغه مهال راته معلومه شوه چې همدا ښځه له ما سره تر ټولو ډېره مینه کوی. ''








