د توکیو اولمپیک: د باسکټبال محجبه لوبڅارې تاریخ جوړوي

ساره جمال او نور لوبڅاري/لوبڅارې

د عکس سرچینه، Sara Gamal

د عکس تشریح، ساره جمال او نور لوبڅاري/لوبڅارې
    • Author, لیبو ډیسیکو
    • دنده, د دیني چارو خبریاله - بي بي سي

ساره جمال په ځینو لوبو کې لاسته راوړنې لري. د باسکټبال دا مصرۍ لوبغاړې او ملکي انجنیره اوس د توکیو اولمپیک سیالیو کې د لوبڅارې (ریفري) په توګه غوره شوې ده. دا به لومړنۍ مسلمانه حجاب لرونکې وي چې اولمپیک کې د باسکټبال د لوبو لوبڅاري کوي.

باسکټبال په ۱۸۲ هېوادونو کې تر ۴۳۰۰۰۰ ډېر لوبغاړي لري. ساره به لومړنۍ عربه او افریقایۍ ښځه وي چې د سږ کال اولمپیک باسکټبال دریو سیالیو لوبڅاري کوي.

"تر خپله وسه به هڅه کوم"

سارة جمال

د عکس سرچینه، Sara Gamal

ساره وايي، په اولمپیک لوبو کې ګډون د هغې تر ټولو لویه "هیله " وه، خو کورونا وبا هم پر لوبو اغېز وکړ. دا وايي: "ډېر زیات اندېښمن وو چې لوبې به وشي او که نه، خو په پای کې هرڅه روښانه شول".

ساره وايي، کورنۍ یې پر دې ډېر ویاړي، خو پوهېږي چې دا لویه لاسته راوړنه د هغې هیلې لا پسې ډېروي: "دا یو لوی مسؤلیت دی، زه نه یوازې د خپل ځان استازیتوب کوي، بلکې د ټولې افریقا او عربي نړۍ استازولي کوم".

"دا اسانه کار نه دی، خو غواړم د دوی ښه استازیتوب وکړم، نو له همدې کبله به زه تر خپله وسه خواري وکړم".

ساره چې ارامې خبرې یې کولې او په خندانه خوله راته لګیا وه، ایله یې له خپل هېواد مصر نه د ستنېدو څو ساعته وتلي وو.

دې راته وویل: "هرځل چې یوه لاسته راوړنه ولرم، دا لوی ویاړم ګڼم، خدای پاک راته نوی او لوی فرصت برابر کړي. تېر ځل د مصر د ځوانانو د باسکټبال نیمه پایلوبې لوبڅارۍ ته غوره شوې وم، دا خپله یوه لاسته راوړنه وه".

ساره د باسکټبال لوبه په کوچنیوالي (پنځه کلنۍ) کې پیل کړې او له خپلې مشرې خور سره به یې لوبه کوله. کله چې پنځلس کلنه شوه، نو لوبڅاري یې پیل کړه.

اته کاله ساره لوبغاړې او د سیالیو لوبڅارې وه. دا وايي، د لوبېدو پرېښودو او د لوبو اداره کولو او لوبڅارۍ پیلول کې له لویو ننګونو سره هم مخ شوې ده.

دا وايي: "دا اسانه نه ده چې لوبو کې مخکې شې، باید زړوره هم یې. پر دې باید باوري یې چې که یو ګام اخلې نو دوه لاسته راوړنې به هم لرې".

خدايي ورکړه

سارة جمال

د عکس سرچینه، Sara Gamal

ساره وايي، د خپل دین په برکت ثابت ګامونه اخلي: "باوري یم چې که په هر څه کې تر خپله وسه هڅه وکړم، نو هرڅه به لا ښه شي، ما تر خپله وسه هڅه وکړه او هرڅه مې خدای ته وسپارل، تر دې چې دې سفر کې یې کامیابه کړم".

دا وايي د هرې لوبې تر پیلېدا مخکې به په دې فکر کې وه چې "لمونځ وکړم او ووایم: له خدایه غواړم چې دا لوبه ددې په بریا تمامه شي".

د لوبڅارۍ پرمهال د ساره د حجاب په ۲۰۱۷ کال د لوبو د قوانینو له بدلېدو سره هم تړاو لري.

دا وايي، د دې د حجاب به اړه له مثبتو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده: "ځینې لوبغاړي وايي زما جامې ډېرې ښکلې دي".

سارة جمال

د عکس سرچینه، Sara Gamal

"دا زما لپاره هڅوونکې ده، ځکه چې نورو ښځینه لوبڅارو ته مې هم لاره هواره کړه، چې له خپلې عقیدې او هیلو سره ریښتینې و واسي".

دا وايي، پخپل هېواد کې ګڼې ځوانې ښځینه لوبڅارې ورته لیکي چې باوري دي "دوی په لویو لوبو کې د ګډون یا د نړۍ نورو برخو ته د سفر فرصت نه لري".

"خو زه دوی ته وایم چې تاسو تر ما ډېرې ښې ځلېدلی شئ. ورته وایم هرځای چې وغواړئ خپلو هدفونو ته رسېدلی شئ. تاسو یې وړتیا لرئ".