د نیوزیلنډ پولیسو حجاب رسمي یونیفورم کې شامل کړ

Constable Zeena Ali

د عکس سرچینه، Instagram/New Zealand Police

د عکس تشریح، یوه ویاند ویلي، موخه یې دا ده چې "ټولشموله" خدمتونه وړاندې کړي او "رنګارنګ ټولنه" پکې منعکسه شي.

د نیوزیلنډ پولیسو پخپل رسمي یونیفورم کې حجاب هم شامل کړی، چې لا ډېر مسلمانې ښځې پولیسو کې شاملېدو ته وهڅوي.

نوې ګومارل شوې افسره زینه علي به لومړنۍ رسمي یونیفورم (حجاب) لرونکې پولیسه وي.

یوه ویاند ویلي، موخه یې دا ده چې "ټولشموله" خدمتونه وړاندې کړي او "رنګارنګ ټولنه" پکې منعکسه شي.

نور ځواکونه- لکه لندن کې میټروپولیټن پولیس او د سکاټلنډ پولیسو د حجابي یونیفورم له غوراوي سره موافقه ښودلې ده.

په برتانیا کې، د لندن پولیسو په ۲۰۰۶ کال د حجاب یونیورم ومانه، سکاټلنډ هم په ۲۰۱۶ کال پولیسو کې د حجاب اغوستلو سره موافقه وکړه.

په استرالیا کې، د ویکټوریا پولیسو مها سکر په ۲۰۰۴ کال حجاب اغوستی و.

د نیوزیلنډ پولیسو ویلي، رسمي یونیفورم کې د حجاب شاملولو چارې د ۲۰۱۸ کال وروستیو کې د هغو پولیسو د غوښتنې په ځواب کې پیل شوې وې، چې منځنیو ښوونځیو ته ورغلي وو.

پولیسانې
د عکس تشریح، په برتانیا کې، د لندن پولیسو په ۲۰۰۶ کال د حجاب یونیورم ومانه، سکاټلنډ هم په ۲۰۱۶ کال پولیسو کې د حجاب اغوستلو سره موافقه وکړه.

نوې افسره اغلې علي چې فیجي کې زیږېدلې او نیوزیلنډ ته په ماشومتوب کې کډه شوې، د نیوزیلنډ هیرالډ ورځپاڼې ته ویلي، پرېکړه یې وکړه چې د کرېس چرچ ترهګریز برید وروسته له پولیسو سره یوځای شي.

هغې "نېشل ډېلي" ورځپاڼې ته وویل: "داسې انګېرم چې پولیسو کې لا نورو مسلمانو ښځو شاملولو ته اړتیا ده، چې ولاړې شې او د خلکو ملاتړ وکړي."

دا زیاتوي: "ښه احساس لرم، چې ووځم او خلک حجاب د نیوزیلنډ د پولیسو رسمي یونیفورم په توګه وویني، فکر کوم دا به لا نورې مسلمانې ښځې له موږ سره یوځای کېدو ته وهڅوي."