د انګلستان ښکلو نجونو سیالۍ کې محجبه زدکوونکې

د عکس سرچینه، Miss England
په انګلستان کې د ښکلو نجونو د غوراوي سیالیو کې په لومړي ځل یوې حجاب لرونکې مسلمانې نجلۍ وروستي پړاو ته لار موندلې ده.
سارا افتخار توانېدلې چې د هادرسفیلد ښار څخه د وروستي پړاو پنځوسو نجونو نوملړ ته لار ومومي.
دغه شل کلنه زدکوونکې چې په انسټاګرام کې فعاله ده، تر ډېره یې خپل عکسونه په پاکستاني جامو کې خپاره کړي دي.
اغلې افتخار د هادرسفلید ښار د ښکلې نجلۍ په مراسمو کې تر بریا وروسته، د انګلستان ښایسته نجونو غوراوي پړاو ته لارموندنه عالي (فوق العاده) بللې.
خو په پایله کې یې له الیشا کويي ماتې وخوړه، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د انګلستان د ښکلې نجلۍ نوم خپل کړ.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Instagram پای, 1
سارا افتخار له کوچنیوالي له سنګار سره مینه لرله. هغې ویلي " تمه مې نه درلوده چې تاریخ جوړ کړم، دا په ریښتیا زما لپاره ویاړ دی".
دا زیاتوي: "هغه څه چې د پام وړ دي زه لومړنۍ باحجابه مېرمن وم چې وروستي پړاو ته مې لار وموندله، خو ریښتیا خبر دا ده چې زه یوه عادي نجلۍ یم او موږ ټولو د سیالۍ لپاره ورته زمینې او ځای درلود".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Instagram پای, 2
سارا افتخار چې پر زدکړو سربېره د سینګار په چارو هم بوخته ده وايي، د هنر او ساتېرۍ لپاره یې په سیالیو کې ګډون کړی دی:
"که زه وغواړم خپل ویښتان پټ کړم او یا عادي جامې واغوندم، دا باید ولې ستونزه رامنځ ته کړي؟ زه هم د نورو په شان یوه ګډونواله وم".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Instagram پای, 3
هغې په خپل انسټاګرام کې لیکلي، تل به د هغو فرصتونو قدر وساتي چې د ښایسته نجلۍ غوراوي وروستي پړاو رسېدو ته په واک کې ورکول شوي وو.
د سږکال په سیالیو کې یوه بله ګډونواله سوفي هال وه، چې د لندن ښار په ختیځ کې یې پر مخ تېزاب وپاشل شول او په نه رغېدونکي ډول ټپي شوه.

د عکس سرچینه، Sara Iftekhar / Facebook

د عکس سرچینه، Sara Iftekhar / Facebook








