توکیو اولمپیک: فلورا ډوفي تر ټولو کوچني ملت ته د سرو زرو لومړی مډال وګاټه

د عکس سرچینه، Getty Images
برمودا ټولټال ۶۳ زره وګړي لري او د نړۍ تر ټولو کم مېشتی هېواد یا سیمه شوه چې د اولمپیک لوبو کې د سرو زرو مډال د ګټلو تاریخ جوړوي.
برمودا ته دا مډال فلورا ډوفي په درې ګونو سیالیو کې وګاټه.
توکیو اولمپیک، د اولمپیک څلورمې سیالۍ دي چې اغلې ډوفي پکې د برمودا استازولي کوي.
هغه ۳۳ کلنه ده او د سې شنبې ورځې سیالۍ کې د نړۍ د ۵۶ هېوادونو له ښځینه لوبغاړو سره سیالۍ ته وتلې وه.
هغې د لامبو، ځغاستې او بایسکل ځغلونې د درې ګونو سیالیو ټاکلی واټن په ۵۵ دقیقو او ۳۶ ثانیو کې وواهه.
بریتانوۍ جیورجیا تایلور- برون او امریکایۍ کاتي زافېرېس تر هغې درې دقیقې وروسته پاتې شوې.
برمودا تر دې وړاندې هم د نړۍ د کم میشتي هېواد په توګه د اولمپیک مډال د ګټلو ریکارډ درلود.
د زېړو (برونزو) دا مډال کلارېنس هېل د ۱۹۷۶ کال د اولمپیک په سوکوهنه کې ترلاسه کړی و.
فلورا ډوفي د سرو زرو د دغه تاریخي مډال له ترلاسولو وروسته وویل "دا د تېرو پنځو کلونو د زیار او فشار پایله ده."
هغه زیاتوي تېر پنځه کاله هېچا نه اټکلوله چې دا به د اولمپیک دغه مډال ګټي.
نوموړی وايي: "فکر کوم ټوله برمودا به له خوښۍ لیونۍ وي... هو همدا مې هیله وه، خو پر دې هم پوهېدم چې دا هیله تر ما ډېره لوړه ده."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
فلورا ډوفي د سرو زور دا مډال د ۵۱ کیلومتره واټن په درې ګونې سیالۍ کې وګاټه، دا په داسې حال کې ده چې د برمودا ټاپو ټولګې (مجموع الجزایر) ټولټال اوږدوالی ۴۰ کیلومترو ته کېږي.
برمودا د امریکا له نیویارک ایالت ۱۵ ځله کوچنۍ ده.
فلورا ډوفي چې پېغلتوب کې یې د بریتانیا په استازولۍ د لوبېدو وړاندېز رد کړی، وار له مخې د برمودا د تاریخ کتابونو کې خپل نوم ثبت کړی.
هغه د ۲۰۱۸ کال د ټولګټو هېوادونو لوبو کې د برمودا لومړنۍ ښځینه اتله شوه.
اغلې ډوفي وايي: "پر دې ډېره ویاړم چې د برمودا لپاره لومړنۍ مډال راوړونکې او د سرو زور د لومړي مډال ګټونکې یم، هیله ده چې دا به پر کور دننه ټول وهڅوي چې دا کار شونی دی."
توکیو کې د شپې له مخې د ورښت له کبله د ډوفې سیالي ۱۵ دقیقې ناوخته پیل شوه. هغې تر لومړیو څلورو پاڼیو وروسته کنټرول ترلاسه کړی او بیا تر پایه ونه درېده.
هغې وروسته په داسې حال کې چې سترګو کې یې د خوښۍ اوښکې ډنډ وې وویل: "هڅه مې دا وه چې خپل کار ته دوام ورکړم، تر وروستي کیلومتره مې مغز پر دې نه بوختاوه چې څه کېږي."
ډافي وايي: "خپل خاوند مې د سړک تر غاړې ولید، هغه مې روزونکی دی، یو څه ورته مسکه شوم."
هغې تر دې وړاندې د ۲۰۰۸ - ۲۰۱۲ او ریو کې د ۲۰۱۶ کال اولمپیک سیالیو کې برخه اخیستې وه چې اتم ځای یې پکې خپل کړی و.
د پښې ټپ د دې لامل شو چې هغه له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۰ کال پورې لوبه ونشي کړای. هغه وايي د زنګون له برېښه هم کړېده.
خو فلورا ډوفي اوس وايي: "دا ډېره غوره احساس دی. په دې معنا چې ټول ټپونه، سختۍ او اوښکې یې ارزښت لري."









