لامبوزن د سرو زرو مډال په کټلو نړۍ حیرانه کړه

Hafnaoui Ahmed

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، احمد د سرو مډال ترلاسولو لپاره خوشالي کوي.

۱۸ کلن احمد حفناوي لومړنی افریقايي توکمه لوبغاړی شو چې د ۲۰۲۱ کال اولمپیک لوبو کې د سرو زرو مډال ګټي.

هغه دا مډال د ۴۰۰ متره واټن ازاده لامبو کې وګاټه.

ښاغلی حفناوي د اسټرالیا او امریکا له مشهورو لامبوزنو سره پایلوبه کې سیالۍ ته وتلی و.

اسټرالیايي جک مکلوګلین په دې سیالۍ کې د سپینو زرو او امریکايي کیران سیمت د زېړو (برونزو) مډالونه واخیستل.

احمد حفناوي د غوره لامبوزنو نوملړ کې ۱۵م ځای درلود او پایلوبې ته یې هم د اتم ځای په ګټلو لار موندلې وه، نو ځکه ترې د سرو زور مډال د ګټلو ډېره تمه نه کېده.

خو هغه له لومړي سره ښه لامبو پیل کړه او ۴۰۰ متره واټن یې په ۳ دقیقو او ۴۳ اعشاره ۳۶ ثانیو کې وواهه.

هغه په دې توګه همدې واټن کې خپل پخوانی ریکارډ هم د دریو ثانیو په توپیر مات کړ.

ښاغلی حفناوي تر لوبې وروسته وویل:

"پایلوبې ته چې ووتم حیران وم، اوس حیران یم چې څرنګه مې د سرو زرو مډال وګاټه - باور مې هغه مهال وشو چې دیوال مې لمس کړ او ومې لیدل، لومړی یم. ډېر حیران وم. دا تمه مې نه وه."

هغه د سرو زرو مډال پر ګټلو دومره هېښ او حیران و چې ان د خپلې لوبډلې بشپړ یونیفورم یې هم له ځان سره دریځ ته نه و راوړی او مډال داسې حال کې ورکړل شو چې یوازې یې یو بلوز او برځو په تن وو.

دویم تونسی

Ahmed Hafnaoui finished ahead of Jack McLoughlin of Australia and Kieran Smith of the United States

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، احمد له اسټرالوي جېک او امریکايي کېرین مخکې شو.

احمد حفناوي اوس تر اوسامه مېلولي وروسته دویم تونسی دی چې په لامبو کې د اولمپیک د سرو زور مډال ګټي.

ټاکلې ده اوسامه مېلولي روان اولمپیک کې څو ورځې وروسته د ۱۰ مترو لامبو کې سیالي وکړي.

روان اولمپیک کې د ښاغلي حفناوي لوبې او سیالۍ هم د سرو زرو د دغه مډال په ګټلو پای ته نه رسېږي.

هغه به سې شنبه د ۸۰۰ متره واټن ازادې لامبو سیالۍ کې هم برخه واخلي.

د احمد حفناوي دا مډال تونس لپاره د اولمپیک لوبو د سرو زرو پنځم مډال دی.

هغه د دغه مډال له ترلاسولو وروسته وویل: "سترګو کې مې اوښکې ډنډ وې - چې کله مې د خپل هېواد بیرغ وکوت او بکرونډ کې زموږ ملي سرود غږېده، ډېره اعلی وه. ډېر زیات ویاړم."

هغه زیاته کړه "چې اوبو ته ودانګم، بیا یوازې د مډال په اړه فکر کوم، نه د وخت."

حنفاوي وايي هڅه یې دا وي چې "تر پرون لا چټکه لامبو ووهي."

هغه وویل: "اسټرالیايي سړی مې دویمې ۲۰۰مترۍ کې وکوت. اوبو خوند راکړ، بالاخره ښه سیالي وه."

لومړنۍ لوبه

Ahmed Hafnaoui is Tunisia's second swimming gold medallist

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، احمد تونس کې دویم کس دی چې لامبو کې د سرو مډال ګټي.

شننه: سلستین کاروني - بي بي سي

چې کله د جاپان د توکیو ښار د اوبلوبو مرکز کې د تونس ملي سرود په غږېدو شو، ۴۰۰ متره واټن کې د اولمپیک د اتل احمد حفناوي څېره یو څه احساساتي برېښېده.

دا د دغه اتلس کلن لوبغاړي د اولمپیک لومړنۍ لوبې دي او خورا پیاوړي سیالان یې ناهیلي کړل.

هغه لومړنی افریقايي توکمه لوبغاړی شو چې د ۲۰۲۱ کال اولمپیک کې یې د سرو زرو مډال وګاټه.

د اولمپیک دا لوبې د نندارچیانو له حضور پرته وشوې او د هغه دا لاسته راوړنه د اوبلوبو مرکز کې د حاضرو لوبډلو غړو وستایله.

د دغه اتلس کلن لوبغاړي کیسه همدلته پای ته نه رسېږي، بلکې د سې شنبې پر ورځ د ۸۰۰متره واټن سیالیو کې د سرو زور د بل مډال د ګټلو چانس هم لري.

دغه تونس مېشتي لوبغاړي ۶ کلنۍ کې تر هغه وروسته د لامبو تمرین پیل کړ، چې پلار یې یوه ورځ د لامبو کلب ته تر بیولو وروسته هلته شامل کړ.

اوس له هغې ورځې ۱۲ کاله اوړي او دا دی خپل هېواد ته یې د اولمپیک لوبو د سرو زرو پنځم مډال وګاټه.

حفناوي دا مډال خپلې کورنۍ ته ډالۍ کړی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

تر هغه وړاندې اوسامه مېلولي تونس لپاره د اولمپیک د یو کسیزې لامبو سیالیو کې د سرو مډال ګټلی و.

ښاغلي مېلولي تېرو اولمپیکونو کې ټولټال درې مډاله ګټلي.

هغه د روان اولمپیک پای کې د ۱۰ متره واټن لامبو سیالیو کې لوبېږي، خو ویلي یې دي چې د توکیو اولمپیک به یې وروستی وي.

احمد حفناوي وايي "له مېلولي سره ډېر ښه اړیکي لرم - هغه تر سیالۍ وړاندې د ښه بخت هیله راته کړې وه... هغه یوه اسطوره ده - هیله من یم یوه ورځ د هغه په شان اوسم."

د حفناوي وروستۍ بریا وښوده چې د همدې هیلې او هدف پر لور یې لومړی ګام ایښی دی.

د ویډیو تشریح، د توکیو اولمپیک سیالیو افغان ګډونوال