توکیو اولمپیک: کوم لوبغاړي د افغانستان استازیتوب کوي
د جاپان پلازمینه توکیو کې د اولمپیک سیالۍ د روانې جولای پر ۲۳ مه پیل شوې، چې د اګست تر اتمې نېټې به دوام وکړي.
د افغانستان اولمپیک ملي کمېټې د خپرونو مسوولې بنفشه فیضي بي بي سي ته وویل، د افغانستان له لوري دې سیالو څلورو برخو 'تایکوانډو، لامبو، ځغاستې، او نښې ویشتلو ' کې پنځه افغان لوبغاړي ګډون لري.

د عکس سرچینه، AFG Olympics
دې لړ کې به سبا (یکشنبه) مهدي یاوري لومړنی افغان لوبغاړی وي، چې د نښه ویشتو سیالیو کې به ګډون وکړي. مهدي یاوري به لومړي پړاو کې له ۴۷ هېوادونو له سیالانو سره لوبه کوي، چې له دې ډلې به اته کسان د سیالۍ دویم پړاو ته ورسېږي.
۲۴ کلن مهدی یاوري، ۲۰۱۹ کال کې د ایټالیا اتلولۍ، ۲۰۱۹ کال کې د جرمني اتلولۍ، پر همدې کال د اسیا اتلولیو او بیا همدې کال کې د سویس اتلولیو او هند تمریني کمپ کې د ګډون تجربه لري.

د عکس سرچینه، AFg Olympic
بل افغان لوبغاړی فرزاد منصوري دی، چې د سې شنبې پر ورځ به د تایکوانډو سیالیو لپاره د لوبې ډګر ته ووځي.
۱۹ کلن فرزاد ۶۸ کیلوګرامه وزن لري. ده د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو لپاره د ځوانانو ملي سیالیو کې اتلولي ګټلې.
نوموړي دغه راز د کوریا اوپن ۲۰۱۸ کال، ۲۰۲۰ کال، د ۲۰۱۹ کال هند اوپن جي ون او جي ون الحسن جام سیالیو کې د سرو زرو مډالونه ګټلي دي. ښاغلي منصوري دغه راز په نړیوالو سیالو کې د سلور درې مډالونه هم تر لاسه کړي دي

د عکس سرچینه، AFG Olympic
د راتلونکې جمعې پر ورځ (شپږ ورځې وروسته) به د چټکې ِځغاستې افغانه لوبغاړې کیمیا یوسفي په توکیو اولمپیک سیالیو کې د افغانستان له لوري برخه واخلي.
ایران مېشتې کیمیا یوسفي یوازینې ښځینه لوبغاړې ده، چې دې سیالیو کې د افغانستان استازولي کوي.
کیمیا څلور کاله د افغانستان ملي اولمپیک ټیم غړې ده.

د عکس سرچینه، AFG Olympic
فهیم انوري به هم د جمعې پر ورځ (د زمري اتمه) د لامبو برخه کې د افغانستان له لوري سیالي وکړي.
۲۲ کلن انوري د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو لپاره د ۵۰ مترو په ملي سیالیو کې او دغه راز د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو لپاره د ۱۰۰ مترو لامبو په ملي سیالیو کې د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

د عکس سرچینه، AFG Olympic
د شنبې پر ورځ (زمری نهمه) د توکیو اولمپیک ځغاستې په سیالیو کې د افغانستان له لوري ۳۰ کلن شاه محمود نورزهي برخه اخلي. شاه محمود د ۲۰۱۸ کال ځوانانو سیالیو کې او دغه راز د ۲۰۲۰ کال سیالیو انتخاب لپاره په توکیو کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړی دی.










