د قطر امیر د ملي امنیت سلاکار کابل ته په سفر کې له طالب چارواکو سره لیدلي

د عکس سرچینه، Bilalkarimi/twitter
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
د قطر د امیر د ملي امنیت د سلا کار محمد بن احمد المسند په مشرۍ د دغه هېواد پلاوي له یو شمېر طالب چارواکو سره کتلي دي. تر اوسه یوازې د طالبانو د رسنیو له خوا د دې کتنو په اړه معلومات ورکړل شوي.
دې پلاوي د خپل سفر پر لومړۍ د د طالبانو حکومت کې د کابینې د مشر له مرستیال ملا عبد الغني برادر، د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او اطلاعاتو او کلتور له وزیرانو سره کتلي دي.
د باختر دولتي خبري اژانس ویلي قطري پلاوي طالب چارواکو ته له خپل لوري د مرستو ډاډ ورکړ او ملا برادر ویلي قطر کولای شي افغانستان کې د بندونو ، کانونو او برېښنا برخو کې پانګونه وکړي.
د طالبانو چارسمبالي حکومت کې د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني سره د قطري پلاوی دکتنې په اړه دې اژانس ویلي چې دې کتنه کې پر امنیتي او سیاسي مسلو خبرې وشوي.
په دې نږدۍ لس کسیز پلاوي کې د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو ځانګړی استازي ډاکټر مطلق القحطاني هم ګډون لري.
د قطر له خوا د دې سفر دهدف په اړه رسما څه نه دي ویل شوي. خو د دې پلاوي مشر او د سفر مهال یې ښايي د دې سفر اهمیت په ډاګه کړي.
د پلاوي مشر محمد بن احمد المسند پخوا د قطر د ملي امنیت رئیس او یو له هغو کسانو دی چې د قطر امیر ته ډېر نږدې او باوري کس یې بلل کېږي. نوموړی ډېر لږ رسنیو کې را ښکاره کېږي او د فعالیتونو په اړه رسنۍ ډېر څه نه خپروي.
دغه راز دا پلاوی داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې نړیواله ټولنه د طالبانو له کړنو ناخوښه ښکاري، په تېره د ښځو او نجونو او بشري حقونو په برخه کې .
په دا وروستیو کې د طالبانو په اړه د لویدیځ چارواکو نیوکې توندې شوې ښکاري، په همدې تړاو د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې وروستۍ څرګندونې د یادولو دي. هغې اسلام آباد کې وویل چې که طالبان دې کړنلارو ته دوام ورکړي، نو حکومت به یې په رسمیت و نه پیژندل شي.
قطر د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې مهم رول درلود او تر ډېره د طالبانو له ادارې سره د لویدیځۍ نړۍ اړیکې د همدوی له لارې تنظیمیږي.
په داسې یوه حالت کې د قطر دا لوړ پوړی پلاوی ښايي له یوه مهم پیغام سره کابل ته تللی وي.










