يو شمېر افغان او بهرني وګړي د قطر الوتکه کې له کابله وايستل شول

د عکس سرچینه، Getty Images
قطري چارواکي وايي چې د يکشنبې پر ورځ د دوی د يوې الوتکې له لارې له کابل هوايي ډګره ۲۳۶ تنه افغانان او بهرني وګړي ايستل شوي دي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانانو په ګډون په دغه الوتکه کې د امريکا، بريتانيا، جرمني، بلجيم، ايرلنډ، کاناډا، فرانسې، هالنډ، فنلنډ، ايټاليا او يو شمېر نورو هېوادونو اتباع شامل دي.
د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې لولوه الخاطر پر خپله ټوټېر پاڼه د هغې الوتکې ويډيو، خپره کړې چې دغه کسان په کې لېږدول کېده.
له هغه راهيسې چې امريکا په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت پای ته رسولی دا د قطر هوايي شرکت څلورمه الوتنه ده چې له افغانستانه خلک لېږدوي.
د خپرباڼې له مخې دغه کسان د قطر پلازمېنه دوحه کې هغه مرکز ته استول شوي چې له افغانستانه د ايستل شويو وګړو او نورو اتباعو لپاره ځانګړی شوی دی.
په اعلاميه کې راغلي چې د قطر حکومت به په افغانستان کې د خوځښت ازادۍ په موخه له نړيوالو همکارانو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او په دې اړه له بېلابېلو اړخونو سره کار کوي.
د کابل له هوايي ډګره د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته قطر او ترکيې دغه هوايي ډګر بېرته ورغاوه او اوس له هغه ځايه الوتنې پيل شوې دي.
له دې وړاندې د قطر، پاکستان او ايران الوتکو هم کابل ته الوتنې لرلې.
ويل کېږي د يو شمېر هغو افغانانو په ګډون چې له دې هېواده د وتلو اسناد لري لاهم په افغانستان کې امريکايي، بريتانوي او د ځينو نورو هېوادونو اتباع بند پاتي دي.










