د ایران مسافر وړونکې الوتکه کابل ته ورسېده

کابل

د عکس سرچینه، Rta

د ایران العالم نومي چېنل رپوټ کې ویل شوي، له افغانستان سره د ایران عمومي هوايي تګ راتګ پیل شوی دی.

د رپوټونو له مخې د چهارشنبې پر ورځ د ایران ماهان هوايي شرکت یوه الوتکه چې نولس مسافر او عمله یې لېږدول د افغانستان پلازمېنې کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورسېده.

طالبانو هم د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون پر ټوېټر پانه د دې خبر پخلی کړی او وایي، دا الوتکه چارشنبه سهار کابل ته رسېدلې او ۱۴ مساپر یې افغان پلازمېنې ته لېږدولي.

د یادونې ده چې تېره میاشت د طالبانو لاس ته د کابل له کنټرول ورتلو وروسته د ایران او افغانستان تر منځ هوايی چلن په ټپه درېدلی و.

له دې مخکې وړمه ورځ په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د پاکستان دولتي هوايي چلند 'پي ای اې ' لومړنۍ ملکي مساپر لېږدونکې الوتکه کابل ته ورسېده.

د پاکستان دولتي هوايي چلن ادارې اجراییوي مشر مارشال ارشد ملک هاغه مهال وویل، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا لومړنۍ عامه نړیواله الوتنه ده، چې کابل ته کېږي.

پاکستاني چارواکي وايي، د دې الوتنې هدف د دواړو هېوادونو تر منځ د بشري مرستندویه خدمتونو غښتلتیا ده.

د یادونې ده چې له کابل هوايي ډګره د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته قطر او ترکیې دا هوايي ډګر بېرته ورغولو او اوس له هغه ځايه الوتنې پيل شوې.

په ورته مهال قطري چارواکو ویلي، د طالبانو په ګډون له ټولو اړخونو سره له ښکاره هوکړې پرته د کابل هوايي ډکر مسووليت پر غاړه نه اخلي.

د قطر د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمان آل ثاني د سې شنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل: "موږ غواړو چې هر څه روښانه شي، که داسې ونشي موږ د هوايي ډګر مسووليت نه شو اخيستی".

خو نوموړي زیاته کړې چې اوس یې په دې اړه له ټولو ښکېلو اړخونو سره خبرې روانې دي.

د قطر د بهرنيو چارو وزير دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې اوس قطري چارواکي په کابل هوايي ډګر کې د بهرنيانو د ايستلو پروسه کې ونډه لري.