د کولمبیا امازون ځنګل کې غورځېدلې الوتکه؛ ۴ ماشومان ۴۰ ورځې وروسته ژوندي وموندل شول

د عکس سرچینه، Reuters
د کولمبیا په امازون ځنګله کې ۴ ماشومان د یوې الوتکې له غورځېدو شاوخوا ۴۰ ورځې وروسته ژوندي موندل شوي دي.
په دوی کې تر ټولو مشر ۱۳ او کوچنی یو کلن دی. پاتې دوه نهه او څلور کاله عمر لري.
د دوی لېږدونکې کوچنۍ الوتکه د مې میاشتې په لومړۍ نېټه غورځېدلې وه، چې دوه پیلوټان او مور یې پکې وژل شوي وو.
تر پېښې وروسته د پوځ لسګونو سرتېرو او ځايي اوسېدونکو د دغو ماشومانو لټون کاوه.
د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پېترو د دوی ژوندي موندل کېدل یوه 'جادويي ورځ' او 'ټول هېواد لپاره خوښي' بللې ده.
هغه ویلي "دوی یوازې وو، پخپله یې د ځان ژغورنې داسې مثال ټینګ کړی چې تاریخ کې به یاد پاتې شي."
ښاغلي پېترو د هغې شېبې یو عکس هم خپور کړی چې پوځیانو او ځايي اوسېدونکو په امازون ځنګل کې دغه ماشومان موندلي دي.
دوی وروسته د هوا له لارې پلازمېنې بوګوتا ته لېږدول شوي او هلته یې په یوه روغتون کې درملنه پیل شوې ده.
ولسمشر پېترو هم ویلي چې دغه ماشومان دمګړۍ تر روغتیايي پاملرنې لاندې دي او دا چې نوموړي یې له نیکه سره تلیفوني خبرې کړې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
دغو ماشومانو له خپلې مور سره په سېسنا ۲۰۶ الوتکه کې سفر کاوه چې ماشین یې په هوا کې ستونزه پیدا کړه.
دوی د امازوناس ولایت له اراراکوارا - سن خوزې دېل ګواویار ته روان وو.
پوځ د پېښې ځای کې د دریو لویانو مړي موندلي وو او داسې برېښېدل چې ماشومان له غورځېدلې الوتکې ژوندي وتلي او په مرستې پسې خوځېدلي دي.
دوی د لټون د عملیاتو پر مهال د ماشومانو د اوبو بوتل، بیاتي، لنډمهالې سرپناه او د ماشوم د پل په څېر بېلابېلې نښې موندلې وې.
دغو نښو نښانو که څه هم زبادوله چې ماشومان لا ژوندي دي، خو دا ځنګل د پړانګانو، مارانو او نورو ښکاري ژویو کور دی.
ویل کېږي دغه ماشومان د هوتوتو په نوم په یوې ځايي بومي قبیلې سره تړاو لري او د دې ټولنې غړي یې له دې کبله ژوندي موندل کېدو ته ډېر هیله من و چې د ځنګلي میوو او د ژوندي پاتې کیدو پر مهارتونو پوهېدل.
د کولمبیا ولسمشر له دې کبله له نیوکو سره مخ و چې تېره میاشت یې په تېروتنې له خواله رسنۍ د دغو ماشومانو د موندل کېدو خبر خپور شو.











