د اسټرالیا ځنګلونو کې ورکه شوې ښځه ۵ ورځې په شرابو پایېده

د ویډیو تشریح، د اسټرالیا ځنګلونو کې ورکه شوې ښځه ۵ ورځې په شرابو پایېده

یوه ۴۸ کلنه اسټرالیایۍ ښځه وروسته تر هغه وژغورل شوه، چې ټیک پنځه ورځې د اسټرالیا په ځنګلونو کې ترۍ تم شوې وه چې بالاخره د ځینو خوږو او د یو بوتل شرابو په مټ پایېدلې ده.

لیلیان ایپ د یکشنبې په ورځ د ویکټوریا ګڼو ځنګلونو ته په لنډ سفر ووتله.

هلته یې لاره ورکه کړه او د وتلو لار پسې ډېره وګرځېده او ګاډی یې په خټو کې ونښت.

لیلیان له ځان سره د شرابو یو بوتل هم د ډالۍ په توګه اخیستی و، خو هغې شراب نه څښل.

۵ ورځې وروسته د بېړنیو پېښو مامورانو هغه مهال ومونده چې د لټون یوه چورلکه پر هغه ور برابره شوه چې دا پکې بنده پاتې وه.