ډي این اې ۵۰ کاله وروسته ورکه شوې لور له مور و پلار سره یوځای کړه

د ویډیو تشریح، ډي این اې ۵۰ کاله وروسته ورکه شوې لور له مور و پلار سره یوځای کړه

ډي این اې معایناتو له یوې لور سره مرسته کړې چې د نیمې پېړۍ له تېرېدو وروسته له خپل مور او پلار سره یو ځای شي. میلیسا هایسمت د ۲۲ میاشتو وه، چې ۵۱ کاله پخوا خپلې پالونکې د امریکا په ټکساس ایالت کې له خپله کوره تښتولې وه. د ۲۳ اینډ مې نومې وېبپاڼې له لارې د دې ډي این اې معایناتو پوهېدو کې له هایسمت کورنۍ سره د نسب پېژندنې یوه ماهر کس مشوره هم شامله وه.