یوه لس کلنه افغانه څنګه د امریکا په غرونو کې وموندل شوه؟

افغانه نجلۍ

د عکس سرچینه، KITTITAS COUNTY SHERIFF

یوه ورکه شوې لس کلنه افغان کډواله د واشنګټن ایالت په سیاتل ښار کې په یخنۍ کې یوه شپه تر یوازې تېرولو وروسته ژغورل شوې ده.

شعله مشواڼۍ د یکشنبې په ورځ له خپلې کورنۍ سره د "کلی الوم" غرنۍ درې ته تللې وه او هلته له خپلې کورنۍ بېله شوې وه.

د واشنګټن ایالت د ژغورنې ډلو یوه ورځ وروسته د پراخ لټون تر هڅو وروسته وموندله.

د چارواکو په وینا شعله د دوو ونو تر منځ ويده شوې وه، چې تر درې درجو پورې سړې هوا کې، ځان تود وساتي.

شعله دوه کاله وړاندې له خپل ټاټوبي افغانستانه امریکا ته تللې.

د کټیتاس ښارګوټي د پولیس مشر کریس ویټسټ بي بي سي ته وویل هغه یو "تکړه او غښتلې ماشومه" ده.

تر موندلو وروسته یې یوازې له لږ سر سري خراشونو پرته نور هېڅ ټپ نه درلود.

په هغې پسې لټون د یکشنبې په ورځ وروسته تر هغه پیل شو، چې یوه ځايي اوسېدونکي د لویانو یوه ډله ولیدله چې په لېرې پرتې سیمې کې د ماشوم په لټه کې وو، هغه سیمه د ګرځنده ټیلیفون له پوښښ وتلې ده. هغه سړي خپل سټلایټ ټیلیفون دوی ته ورکړ چې له پولیسو سره اړیکه ونیسي.

افغانه نجلۍ

د عکس سرچینه، KITTITAS COUNTY SHERIFF

تر سلو ډېر کسان چې زیاتره یې رضاکاران وو د لټون په چاره کې بوخت وو.

دوی ټوله شپه د ورکې شوې نجلۍ په لټون تېره کړه. دوو چورلکو او د ځمکني نقشې پرمختللې ټیکنالوژي یې هم کاروله.

شعلې د سیټل کینګ خبري اژانس ته ویلي "ما د خپل پلار د موندلو لپاره فکر کاوه. په همدې هوډ مې په ځنګله کې مزل ته دوام ورکړ چې پلار مې پیدا کړم."

د فیسبوک په یوه پوسټ کې، د کیتیتاس ښارګوټي پولیسو د هغې ستاینه کړې ده. دغې ادارې ویلي "دا نجلې پوهېده چې د سیند په غاړې تګ سم کار دی." هغې وښودله چې یوه لس کلنه با تدبیره او تکړه نجلۍ ده."

باالاخره د دوشنبې په ورځ په ځايي وخت د ماسپښین درې بجو، د لټون دوه ډلو هغه وموندله او د کېښتۍ په وسیلې یې منتظرې کورنۍ ته ور ورسوله.

د ښاغلي ویټیسټ په وینا، ژغورونکي اندیښمن وو، چې نجلۍ له واورو څخه په ویلې شویو یخو اوبو کې ډوبه شوې نه وي.

هغه زیاتوي "دا پېښه له موږ سره مرسته کوي چې باید ژر نهیلي نه شو او تر خپلې وسې د ژغورنې چارو ته دوام ورکړل شي."