د ترکیې او قطر تخنیکي ډلې د کابل هوايي ډګر ترمیم او پاکولو لپاره افغانستان ته ورسېدې

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي له بي بي سي سره په خبرو کې تایید کړه چې له ترکیې او قطر نه تخنیکي ډلې افغانستان ته رسېدلې چې په کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر ترمیم او پاکولو چارې ترسره کړي.
ښاغلي کریمي وویل چې د پاککارۍ چارې اوس مهال پیل شوي او هوايي ډګر ته څوک نه پرېښودل کېږي.
د بلال کریمي په وینا له ترکیې او قطر نه ورغلو تخنیکي ډلو د حامد کرزي هوايي ډګر د ترمیم چارې پیل کړي او ژر به له دې هوايي ډګر نه ملکي الوتنې بیا پیل شي.
دغه راز د قطر حکومت هم هیله مندي ښودلې، چې د کابل هوايي ډګر به ژر بېرته فعال شي. د امریکا له بشپړې وتنې وروسته دغه هوايي ډګر ته پرون لومړنۍ الوتنه له قطر نه وشوه.
په کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر نه وروستي امریکايي پوځیان د اګست میاشتې په دېرشمه نیټه ووتل چې ورسره په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ شل کلن پوځي ماموریت هم پای ته ورسېد.
امریکايي پوځیانو له وتلو وړاندې په هوايي ډګر کې شته سیستمونه او وسایل ویجاړ کړي وو.

د عکس سرچینه، EPA
له هوايي ډګره د وروستیو امریکايي پوځیانو له وتلو سره سم طالبانو د خپلې بریا اعلان وکړ او د خوښۍ هوايي ډزې یې وکړې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، وروستي پوځیان د شپې پر دولس بجو (د اګست دېرشمې او یو دېرشمې ترمنځ شپه) له افغانستان ووتل "او په دې توګه افغانستان په بشپړه توګه ازاد او خپلواک شو ".
د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال فرانک مېکنزي وویل، طالبانو ته یې د خپلې وتنې کره وخت نه و ښودلی، خو د دې ډلې ستاینه یې وکړه چې د امریکایانو د وتلو لپاره یې له څو ساعتونو راهیسې د کابل هوایي ډګر چارچاپېره ټینګه امنیتي کړۍ تاو کړې وه او عام خلک یې نه پرېښودل چې هوایي ډګر خوا ته ورشي.
جنرال مېکنزي وویل، باور کوي چې هغه پنځه سوه افغان سرتېري او د هغوی کورنۍ یې هم ایستلي چې له تېرو دوو اونیو راهیسې یې د کابل هوایي ډګر امنیت ساتنه کې مرسته کوله.
د افغانستان په شل کلنه جګړه کې نږدې دوه نیم زره امریکایي پوځيان او ملکي مامورین وژل شوي او شاوخوا شل زره نور ټپیان شوي دي.











