امريکا د ۴۸ ساعتونو لپاره د کابل هوايي ډګر تړي

د امریکا تر څنګ یو شمېر نور هېوادونه هم له کابله د خپلو وګړو ایستلو لپاره پر امریکايي ځواکونو تکیه کوي.

د عکس سرچینه، US Air Force

د عکس تشریح، د امریکا تر څنګ یو شمېر نور هېوادونه هم له کابله د خپلو وګړو ایستلو لپاره پر امریکايي ځواکونو تکیه کوي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د ۴۸ ساعتونو لپاره د کابل هوايي ډګر تړي تر څو د هغو کسانو د لېږد پروسه بشپړه کړي چې له وړاندې په هوايي ډګرکې د ننه دي.

د بي بي سي خبریال وایي له هوايی ډګره بهر وضعیت نن نور هم ګډوډ شوی دی.

بل لور ته د نوم نه څرګندولو په شرط یوه امریکايي چارواکي اې پي خبري اژانس ته ویلي، چې امریکایان د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د احتمالي خطر له کبله کابل هوايي ډګر ته د هغو کسانو د رسولو نوې لارې چارې غوره کوي چې غواړي له افغانستانه ووځي.

د اې پي رپوټ کې د دې نامعلوم امریکايي چارواکي له قوله ویل شوي چې افغانستان مېشتو امریکايي او ښايي نورو ملکي خلکو ته به هوايي ډګر ته د تلو لپاره ځانګړې لار ښوونې کېږي.

له دې مخکې د امریکا سفارت افغانستان کې خپلواتباعو ته خبرداری ورکړ چې د سخت امنیتي ګواښ له کبله دې د دوی له لوري له لارښوونې پرته د کابل حامد کرزي هوايي ډګر ته له ورتلو ډډه وکړي.

اوس هم د هوايي ډګر په شاوخوا کې د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه ده او داسې ناتایید شوي رپوټونه شته چې په ټېل ماټېل کې ځینې کسان تر پښو لاندې شوي دي.

بل لور ته داسې اندېښنې ډېرې شوې چې که امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو نېټه و نه غځول شي، د پلازمېنې له هوايي ډګره به د خلکو ایستلو چاره څنګه کېږي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو وروستۍ نېټه د اګست میاشتې ۳۱ مه ده، چې یوازې لس ورځې ور ته پاتې دي.

له دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن روانه اونۍ وویل، که په افغانستان کې امریکايي وګړي پاتې وي، کېدای شي دا نېټه وغځول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر نور هېوادونه هم له کابله د خپلو وګړو ایستلو لپاره پر امریکايي ځواکونو تکیه کوي.

د ناټو سازمان عمومي منشي یان سټولټنبرګ وايي، د سازمان یو شمېر غړو هېوادونو وړاندیز کړی، چې د لا زیاتو خلکو ایستلو لپاره باید د اګست له ۳۱ مې وروسته هم کابل هوايي ډګر پرانیستی پاتې شي.

زرګونه امریکايي ځواکونه په کابل هوايي ډګر کې ځاي پر ځای شوي چې د خلکو ایستلو په چاره کې مرسته وکړي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، زرګونه امریکايي ځواکونه په کابل هوايي ډګر کې ځاي پر ځای شوي چې د خلکو ایستلو په چاره کې مرسته وکړي.

بي بي سي ته معلومه شوې چې بریتانیا هم له دې هېوادونو یو دی.

د بي بي سي سیاسي چارو خبریال لوني ویلس وايي، د شمېرو له برالا کېدو وروسته معلومه شوې چې هلته داسې زرګونه بریتانوي وګړي او افغان لا هم پاتې دي چې دغه هېواد ته د تلو اسناد لري.

طالبان د هوايي ډګر په شاوخوا کې د یو ځای شویو خلکو کنټرولولو هڅې کوي او له یکشنبې راهیسې لږ تر لږه ۱۲ کسان په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي دي.

د کابل هوايي ډګر شاوخوا کې زرګونه کسان راټول شوي، هڅه کوي هوايي ډګر ته ننوځي او بهر ته ولاړ شي.

د طالبانو له خوا د کابل له نیولو سره وروسته بهرنیان او هغه زرګونه کسان او کورنۍ یې چې له امریکا ناټو او نورو لویدیځو هېوادونو سره یې کار کړی او له خطر سره مخامخ دي هڅه کوي له افغانستانه ووځي.