له کابل هوايي ډګره لومړۍ 'خصوصي الوتنه' دوحې ته وشوه؛ طالبان وایي، عمومي الوتنې به هم ژر پيل شي

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان طالبانو بي بي سي ته تائید کړې ده چې د پنجشبې پر ورځ له کابل هوایي ډګره خصوصي نړیوالې الوتنې پیل شوې دي. په لومړي ګام کې د قطر هوایي چلن یوه الوتکه دوحې ته روانه شوه.
د اسوشیټد پرېس خبري اژانس وایي، په دې الوتنه کې د امریکایانو په ګډون لسګونه هغه بهرنیان دي چې له افغانستانه یې د ایستلو لپاره خبرې اترې روانې وې.
دا کسان به په لومړي ګام کې دوحې ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه بیا خپلو هېوادونو ته ځي.
طالبانو بي بي سي ته ویلي، دا خصوصي الوتنه وه او په راتلونکو څو ورځو کې به عمومي الوتنې هم پیل شي.
دې ډلې وار د مخه ویلي وو، بهرنیان او هغه افغانان چې د سفر قانوني اسناد لري، کولی شي چې بهر هېوادونو ته ولاړ شي.
له دې الوتنې څو ساعته وړاندې قطري چارواکو کابل هوايي ډګر کې یوې خبري غونډې ته وویل، د پلازمېنې له هوايي ډګره نړیوالې الوتنې پیلېږي او اوس د هوايي ډګر ۹۰ سلنه فعاله شوې ده.
له طالبانو سره یو ځای خبري غونډې ته وینا کې قطري چارواکو وویل، د الوتکو کېناستو الات، راډار او نور اړین الات په بشپړ ډول فعال شوي دي او ځینې تخنیکي مسایل لا هم پاتې دي، چې په وینا یې ۹۰ سلنه بلل کېدای شي.
د یادونې ده چې امریکايي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي و، ۲۰۰ داسې امریکایانو ته له افغانستانه د وتلو اجازه ورکړل شوې، چې د خلکو ایستلو د عملیاتو له پای ته ورسېدو وروسته هم هلته پاتې دي.
یوه امریکایي چارواکي له دې مخکې وویل، طالب چارواکي سلا شوي چې ۲۰۰ ملکي امریکایانو او د نورو هېوادونو وګړو ته چې په افغانستان کې لا هم ایسار پاتې دي په کرایه شویو الوتکو کې له افغانستانه د وتلو اجازه ورکړي.
دغه امریکايي چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط له رویټرز خبري اژانس سره غږیدلی ویلي چې طالبان د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خوا راضي کړای شوي چې امریکايي او د نورو هېوادونو وګړو ته اجازه ورکړي چې په کابل کې د حامد کرزي له هوايي ډګره په الوتنو کې له افغانستانه ووځي.
دې امریکايي چارواکي دا نه دي ویلي چې آیا دغه امریکايي او د نورو هېوادونو ګړي هغه دي چې له تېرو څو ورځو راهیسې په مزارشریف کې ایسار پاتې وو او اجازه نه ورکول کېده چې له افغانستانه ووځي او کنه نور کسان دي.
مخکې داسې رپوټونه وو چې ګواکې طالبان د افغانستان په شمال کې د یو شمېر امریکایانو په ګدون څو سوه کسانو ته له افغانستانه د وتلو اجازه نه ورکوي خو د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دغه رپوټونه تېره سه شنبه رد کړل.











