انتوني بلېنکن له افغانستانه د امریکايانو وتلو د مخنیوي رپوټونه رد کړل

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هغه رپوټونه رد کړل، چې ګواکې طالبان د افغانستان په شمال کې د یو شمېر امریکایانو په ګډون څو سوه کسانو ته له هېواده د وتلو اجازه نه ورکوي.
له څو ورځو راهیسې داسې رپوټونه خپرېدل چې د یو شمېر امریکایانو په ګډون نژدې ۱۰۰۰ هغه کسان په مزار شریف هوايي ډګر کې ایسار پاتې دي چې د سپرلیو الوتکو ته یې د الوت اجازه ورکړل شي.
ښاغلي بلېنکن په قطر کې د خبرو پر مهال وویل، دوی په دې هکله خبر نه دي چې څوک په الوتکو کې ایسار پاتې دي او یا د ده په خبره د یرغمل په څېر وضعیت کې دي.
ښاغلي بلېنکن وویل، طالبانو دوی ته ډاډ ورکړی، چې د مناسبو اسنادو لرونکو کسانو ته به اجازه ورکړي، چې له هېواده ووځي.
خو نوموړي ومنله له افغانستانه د یو شمېر هغو کسانو د وتلو مخه نیول شوې، چې د ده په وینا اړین سفري اسناد یې نه درلودل.
ښاغلي بلېنکن وویل:
''زه داسې فکر کوم طالبانو له هېواده د داسې هېڅ کس د وتلو مخه نه ده نیولې چې رسمي سفري اسناد لري، خو دوی ویلي د اوس لپاره داسې کسان بهر ته نه شي تلای چې سفري اسناد و نه لري. ''
دا څرګندونې په امریکا کې د یو شمېر خیریه ادارو او جمهوریپالو پارلمان غړو له هغو شکایتونو وروسته مخې ته راځي چې وايي، بایډن حکومت له هغو کسانو سره کافي مرسته نه ده کړې، چې غواړي له هېواده ووځي.









