د امريکا او طالبانو مذاکرات؛ طالبان وايي، قطر د 'همکارۍ' ډاډ ورکړی

ټویټر

د عکس سرچینه، Twitter/mujahid

د قطر پلازمېنه دوحه کې د امريکايي استازو او طالبانو د پلاوي تر منځ مذاکرات روان دي چې ټاکل شوې نن یکشنبه به هم دوام وکړي. طالبان وايي، پلاوي یې دې لړ کې د قطر د بهرنیو چار له وزیر سره هم لیدلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني ''قطر ته دافغاني هيئت په راتګ اوله نړيوالوسره په لیدو خوښي څرګنده کړه، ډاډ يې ورکړ چې قطر له افغانستان سره همکاريو ته آماده دی. ''

له دې مخکې طالبانو او امریکايي دیپلوماتانو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته لومړی ځل په دوحه کې مخامخ خبرې وکړې.

امریکايي چارواکي وايي، د دې خبرو تمرکز په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره پر مبارزې، له افغانستانه د امریکايي وګړو پر ایستلو او بشري مرستو ورټول و.

امریکایي چارواکي ټینګار کوي چې له طالبانو سره د دوی خبرې په رسمیت د طالبانو پېژندلو مانا نه لري.

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير ملا امير خان متقي چې د دغه پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی پرون وویل، " په دې غونډه کې د بشري مرستو په دوام خبرې وشوې او په دې ټينګار وشو چې د دوحې تړون بايد په بشپړه توګه عملي شي".

په پام کې ده، قطر کې دغه مذاکرات نن یکشنبه هم دوام وکړي.

قطر ته د امریکا تللي پلاوي کې د دغه هېواد دیپلوماتان او د څارګرو ادارو ځینې چارواکي شامل دي.

مقام های آمریکایی و اعضای طالبان پیش از این نیز در دوحه گفت و گو کرده اند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو مخکې هم له امریکايي چارواکو سره قطر کې مذاکرات کړي

امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د بشر حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو مراعتولو لړ کې به پر طالبانو د فشار راوړل دوام وکړي.

د امریکایانو په ګډون ۱۲۴ زره بهرني وګړي او افغانان له کابله ایستل شوي، خو یو شمېر بهرنیان او هغه افغانان چې بهر ته تلل غواړي، لا هم په افغانستان کې پاتې دي.

د سپتمبر لومړیو کې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر را ایستلو وروسته له کابله لومړنۍ خصوصي ملکي الوتنه د یوه مثبت ګام په توګه وبلله.

د قطر هوايي شرکت په هغه خصوصي الوتنه کې تر سلو ډېر بهرني وګړي له کابله دَوحې ته ولېږدول شول.

د سپینې ماڼې له خوا خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي و چې طالبانو له افغانستانه د امریکايي وګړو او هغو کسانو په وتلو کې همکاري کړې چې امریکا کې د دایمې اوسېدو قانوني اسناد لري.

په دې برخه کې د طالبانو له خوا همکاري یو مثبت ګام بلل شوی و.