قطر د کابل هوایي ډګر مسؤلیت منلو ته زړه نا زړه دی؛ طالبان له ترکیې همکاري غواړي

د عکس سرچینه، Getty Images
قطري چارواکو ویلي، د طالبانو په ګډون له ټولو اړخونو سره له ښکاره هوکړې پرته د کابل هوايي ډکر مسووليت پر غاړه نه اخلي.
د قطر د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمان آل ثاني د سې شنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي: "موږ غواړو چې هر څه روښانه شي، که داسې ونشي موږ د هوايي ډګر مسووليت نشو اخيستی".
خو نوموړي زیاته کړې چې اوس یې په دې اړه له ټولو ښکېلو اړخونو سره خبرې اترې روانې دي.
د قطر د بهرنيو چارو وزير دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې اوس قطري چارواکي په کابل هوايي ډګر کې د بهرنيانو د ايستلو پروسه کې ونډه لري.
له یاد هوايي ډګره د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته قطر او ترکیې دا هوايي ډګر بېرته ورغولو او اوس له هغه ځايه الوتنې پيل شوې.
په ورته مهال د طالبانو یو وياند سهيل شاهين ويلي، دا ډله له ترکيې سره په ځينو برخو کې همکاري کولی شي.
د ترکيې له خبري اژانس هييرلو سره د مرکې پر مهال نوموړي ويلي، دا مهال ترکي او ځينې نور انجينيران په افغانستان کې شته او فعاليت يې د اهميت وړ بلل کېږي.
د طالبانو وياند دا هم ويلي چې د کابل هوايي ډګر چارو سمبالولو کې له ترکیې او قطر سره خبرې روانې دي.
یاده دې وي چې ترکیې په تېر کې د کابل هوایي ډګر امنیت نیولو او فعال ساتلو لپاره چمتووالی ښودلی و.
ترکیې سره تاریخي اړیکې او همکاري

د عکس سرچینه، @suhailshaheen1
طالب ویاند سهیل شاهین وایي، د افغانستان او ترکيې تر منځ اړيکي تاریخي ارزښت لري او د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ حکومت له ترکيې د همکارۍ غوښتنه کوي.
نوموړي ویلي: "موږ له ترکيې د زدکړو، ودانيزو چارو او اقتصاد برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوو".
د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د بهرنۍ پاليسۍ په اړه د طالبانو ویاند وويل، "هر هېواد د خپلو ګټو په نطر کې ساتلو سره خپله بهرنۍ پاليسي جوړوي او موږ يې درناوی کوو".
" که ترکيه د يوه مسلمان ورور هېواد په څېر زموږ سره اړيکي ولري، موږ ښه راغلاست ورته وايو. موږ ترکيې ته د يوه مسلمان ورور په سترګه ګورو".
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وړاندې د طالبانو چارسمبالي حکومت په اړه ويلي وو، "نه پوهېږي چې دا حکومت به تر کومه دوام وکړي، خو خپلواک حکومت ويل ورته ګران کار دی او ترکيه د طالبانو چارسمبالی حکومت څاري".
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو په ډاګه ويلي وو چې "د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلو کې بیړه نه کوي".










