ازبکستان کې د ایسارو افغان پیلوټانو لومړۍ ډله متحده عربي اماراتو ته روانه شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
رویټرز خبري اژانس ویلي، یو شمېر هغه افغان پیلوټان چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې له خپلو کورنیو سره ازبکستان کې ایسار دي، بلاخره متحده عربي اماراتو ته روان شوي.
دا پیلوټان تېره میاشت پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته د افغان هوایي ځواکونو په الوتکو کې ازبکستان ته تللي وو او د خپلو کورنیو غړي یې هم له ځان سره بېولي وو.
د رویټرز خبري اژانس وایي، دا کسان له تېرې میاشتې راهیسې ازبکستان کې په یوه پوځي اډه کې مېشت وو او امریکا یې د برخلیک په اړه طالبانو سره خبرې کولې.
طالبانو غوښتل چې دا پیلوټان او د افغان هوایي ځواکونو الوتکې دې بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.
خو رویټرز او یو شمېر نورو لویدیځو رسنیو ویلي، دې پیلوټانو او کورنیو یې احتجاج کړی او نه یې غوښتل چې بېرته افغانستان ته لاړ شي.
اوس یوه پیلوټ د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، بلاخره د دې کسانو لومړۍ ډله متحده عربي اماراتو ته روانه شوې او تمه کېږي چې له هغه وروسته به امریکا ته ولېږدول شي.
د امریکا او ازبکستان حکومتونو او یا هم ملګرو ملتونو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغان هوایي ځواک د هغو ۴۶ الوتکو برخلیک لا نه دی مالوم چې دې پیلوټانو له ځان سره ازبکستان ته بېولې دي.
خو دې موضوع ته نږدې سرچینو ویلي، احتمال شته چې دا چورلکې دې بېرته د امریکا حکومت ته وسپارل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ویل کېږي چې په دې الوتکو کې یو شمېر د امریکا (بلک هاوک) جنګي چورلکې هم شاملې دي چې تېرو کلونو کې افغان حکومت ته سپارلې شوې وې.
یاده دې وي چې طالبانو د تېرې اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه پر افغان پلازمېنه کابل ولکه وکړه.
د طالبانو له پرمختګونو سره هممهاله د افغان پوځ او هوایي ځواکونو قومانده ګډه وډه شوه او ګڼ ولایتونو له جګړې پرته طالبانو ته پرېښودل شول.
د افغان پوځ، پولیسو او هوایي ځواک ګڼ افسران دا مهال له صحنې بهر دي او په کورونو ناست دي.
طالبانو اعلان کړی چې د افغان امنیتي ځواکونو په ګډون یې ټولو مخالفینو ته عمومي بښنه اعلان کړی او له هېچا به غچ نه اخلي.
خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او ګڼو نورو ادارو تور لګولی چې طالبانو د پنجشېر په ګډون یو شمېر نورو سیمو کې صحرایي محاکمې ترسره کړې دي او بې وسلې کسان یې وژلي.
طالبان دا تورونه په کله ردوي او وایي، له هغو کسانو سره هېڅ کار نه لري چې وسله یې پر ځمکه ایښې.









