تاجکستان ته د افغان سرتېرو اوښتل؛ غني له تاجک ولسمشر سره غږېدلی

د عکس سرچینه، MOD
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره د هغو افغان سرتېرو په اړه غږېدلی چې ویل کېږي دې وروستیو کې له طالبانو سره د جګړې پر مهال تاجکستان ته اوښتي دي.
د افغانستان امنیتي چارواکو تر دې دمه د دغو سرتېرو د شمېر او برخلیک په اړه ښکاره څه نه دي ویلي او دا هم مالومه نه ده چې یاد سرتېري دا مهال چېرې دي.
خو د تاجکستان حکومت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دوی سره پر پوله د افغانستان په شمال ختیځ کې پروت له بدخشانه ۱۰۳۷ تنه افغان سرتېري له طالبانو سره د جګړې له امله د دوی خاورې ته ور اوښتي.
تاجکستان ویلي، له افغانستان سره یې د نیکو اړیکو او د دغه هېواد په کورنیو موضوعاتو کې د نه لاس وهنې په موخه افغان سرتیرو ته د دوی خاورې ته د داخلېدو اجازه ورکړې ده.
دا په تېرو څو ورځو کې دریم ځل دی چې د افغانستان په شمال کې د جګړو له کبله افغان پوځیان تاجکستان ته اوړوي.
افغان ولسمشرمحمد اشرف غني یکشنبه ماښام د تاجکستان له ولسمشر امام علی رحمان سره د دغو افغان سرتېرو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.
په دې هکله د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې امام علي رحمان پر ګډه پوله پر روان امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې، خو محمد اشرف غني ډاډ ورکړی چې افغان حکومت د خپلو وګړو پر وړاندې مسؤل دی او ژر به په دې اړه اقدام وکړي.

د عکس سرچینه، ARG
په تېرو څو ورځو کې طالبانو د بدخشان ډېري ولسوالۍ ونیولې او ان د دغه ولایت مرکز فیض اباد څنډو ته ورسېدل، خو د افغانستان دفاع وزارت وایي، تازمه دمه کومانډو ځواکونه فیض اباد ته رسېدلي او چاڼیز عملیات روان دي.
څه موده مخکې په کندوز کې د شېرخان بندر له سقوط وروسته هم کابو ۱۳۰ افغان پوځیان تاجکستان ته اوښتې ول.
هغه مهال یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو چې یاد سرتیري بېرته افغانستان ته ستانه شوي. په دغو کسانو کې د ولسي پاڅونوالو تر څنګ د سیمې اوسیدونکي هم ول.
طالبانو ادعا کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په بدخشان کې پنځه او په کندهار او په هلمند کې یوه، یوه ولسوالۍ نیولې ده.
دغه ډله همدا راز په ننګرهار کې د حصارک، په سمنګانو کې د حضرت سلطان او همدا راز په هرات کې د چشت ولسوالیو د نیولو ادعاکوي.
افغان چارواکو منلې چې د ننګرهار حصارک ولسوالۍ یې ملکي خلکو ته د زیان اوښتو د مخنیوي په موخه بل ځای ته لېږدولې ده.












