دفاع وزارت: طالبان د فیض اباد ښار له څنډو په شا تمبول شوي

د عکس سرچینه، MOD
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بدخشان مرکز فیض اباد ښار له څنډو یې طالب وسلوال په شا وتمبول.
د افغان حکومت دا خبرې له هغه وروسته دي چې پرون یې دغه ښار ته کمانډو ځواکونه واستول.
د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان خپل ټوېټر کې لیکي، بېګا د امنیتي ځواکونو عملیاتو او هوايي بریدونو سره د فیض اباد ښار ګرګ کشان، لایابه، چکوچ، کجي خم او د شورابک له شاوخو سیمو وسلوال و اېستل شول.
نوموړی زیاتوي، اوس فیض اباد ښار یو مخ د حکومت کنټرول کې دی.
په دا مهال طالبان بدخشان کې د میامۍ ولسوالۍ د نیولو خبره کوي.
که څه هم حکومت لا په دې هکله څه نه دي ویلي، خو د بدخشان ولایتي شورا یو غړی عبدالله ناجي نظري وايي، له ولایتي مرکز او کران منجان پرته د بدخشان ټولې سیمې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
طالبانو پرون په بدخشان کې د نهوو ولسواليو کوف اب، ياوان، شهدا، بهارک، زيباک، اشکاشم، شکي، نسي او خواهان د نيولو ادعا کړې ده.
دا ډله د هلمند پر ناوه ولسوالۍ د خپلې ولکې ادعا هم کوي.
که څه هم حکومت لا رسمي په دې هکله څه نه دي ویلي، خو د ولایتي شورا مشر عطاالله افغان وايي، حکومتي ځواکونه بېګا له ولسوالۍ وتلي دي:
"د شپې یوه بجه پلي له ولسوالۍ راوتلي او د ولسوالۍ وداني یې د حکومت مخالفو وسلوالو ته پرېښولې ده، وسلې یې ځان سره راوړې، خو هاموې او رېنجر ګاډي یې ولسوالي کې پرېښولي دي. "
له نږدې دوو میاشتو راهیسې د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیلېدو سره طالبانو مختلفو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه ډیر کړي.
دا ډله وايي، په وروستیو دوو میاشتو کې یې په ۲۷ ولایتونو کې شاوخوا ۱۵۰ ولسوالۍ نیولې دي.
هغه لېست کې چې طالبانو یکشنبه رسنیو سره شریک کړی، لیدل کېږي چې ډېری ولسوالۍ په تخار، بدخشان بغلان، فاریاب او پکتیا کې نیول شوې دي.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ولسوالیو د ټولې جغرافیې یا بشپړه نیولو ادعا ردوي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ځینې وخت اړتیا ته په کتو افغان امنیتي ځواکونه په یوې ولسوالۍ کې له یوه ځایه بل ته انتقالېږي او دا نو د ولسوالۍ د سقوط په معنا نه ده.










