BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د امریکا مرستیال ولسمشر: د ټرمپ او خامنهاي مخامخ خبرو نه کولو مذاکرات "پېچلي" کړي
د امریکا مرستیال ولسمشر جېډي وېنس ویلي دي چې د ډونلډ ټرمپ او د ایران د ستر مذهبي مشر ایتالله خامنهاي ترمنځ د مخامخ خبرو نه کېدو مذاکرات "پېچلي او کمزوري" کړي. ښاغلي وېنس له امریکايۍ خبریالې او د (سیروس اېکساېم) شبکې له کوربنې مېګن کېلي سره په مرکه کې ویلي چې، "د ایران اصلي پرېکړه کوونکی خامنهاي دی" او په وینا یې، د دغه هېواد ولسمشر په تصمیمنیونه کې "چندان رول" نه لري.
د سرطان نړیواله ورځ: افغانستان کې تېر کال د سرطان له ۴۰ زرو ډېر ناروغان روغتونونو ته تللي
د سرطان نړیوالې ورځې په مناسبت- چې نن چارشنبه (فبروري څلورمه/سلواغه ۱۵مه) ده، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي په تېر یوه کال کې افغانستان کې د سرطان له ۴۰ زرو ډېرو ناروغانو روغتونونو ته مراجعه کړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، هر کال په دې هېواد کې د سرطاني ناروغیو لسګونه زره نوې پېښې ثبتېږي.
د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام؛ هند له افغانستانه په اووو وېکټو نیمه پایلوبه وګټله او پایلوبې ته ووت
د ۱۹ کلونو د کرېکټ په نړيوال جام کې هند له افغانستانه پایلوبه په اووو ویکټو وګټله او د دغه جام پایلوبې ته یې لار وکړه. افغانستان لومړۍ توپوهنه کړې وه او هند ته یې ۳۱۱ منډې هدف ټاکلی و چې هند په ۴۱ اوور کې د درو لوبغاړو په سوځېدو سره ورته پوره کړ.
د لیبیا لویه څارنوالي: د سیف الاسلام قذافي د مرګ پېښه پلټي
د لیبیا پلازمېنه طرابلس کې لوی څارنوالۍ د چهارشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د پخواني مشر معمر القذافي د زوی، سیف الاسلام قذافي د وژل کېدو په اړه یې څېړنې پیل کړې دي او تایید یې کړه چې هغه په ډزو وژل شوی دی.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
د افغان لوبغاړو ځورونه: "په وټساپ له ۴ زره ډېرې ښکنځلې رالېږل شوې"
د بي بي سي د حقیقت موندنې څانګې د افغانستان د کرېکټ او فوټبال د ملي لوبډلو په تړاو په یوه بې سارې څیړنه کې دې ته کتنه کړې چې د لوبو د مینه والو توندې خبرې او ان ځینې وخت د دوی سپکاوی څومره په لوبغاړو اغېز کوي. ډېر کله لوبغاړي هغه وخت د خلکو له سخت غبرګون سره مخامخ کېږي چې لوبډله لوبه وبایلي او یا په فردي توګه یو لوبغاړی ښه ونه ځلېږي.
جېفري اېپسټين څوک و؟ هغه بدنام شتمن چې ځواکمن ملګري یې لرل
اېپسټين د ۲۰۱۹ کال د اګسټ پر ۱۰مه د نيويارک د يوه زندان په کوټه کې ومړ. نوموړی د جنسي قاچاق د تورنو له کبله له ضمانت پرته محاکمې ته په انتظار و. دی څه باندې لس کاله وروسته له هغه ومړ چې له یوې کم عمره نجلۍ د فحشا غوښتنې په جرم محکوم شوی او له همدې کبله د جنسي مجرم په توګه ثبت شوی و.
' لسو کلونو کې مې د او سي ډي تشخیص وشو' د رواني اختلال نښې څه دي؟
که زه موټر له کوم ځای سره ټکر کړم؟ " دا ډول ناڅاپي، ګډوډوونکي او ناسازه فکرونه د مزاحمو فکرونو په نوم یادېږي. ډېر خلک یې کله ناکله تجربه کوي او بیا یې هېر کړي. خو ځینې کسان دومره اغېزمنوي چې دا فکرونه په ژورو اندېښنو واوړي.
بووټ عملیات: کله چې امریکا او برېتانیا په ایران کې کودتا تنظیم کړه
په تهران کې د ۱۹۵۲ کال اګست ۱۵مه نیمه شپه یوه خورا مهمه پېښه کېدونکې وه. په دې شپه له سرتېرو یوه ډکه لارۍ د یوه پټ ماموریت لپاره ووتله او هدف یې دا و، چې د هغه وخت لومړی وزیر محمد مصدق ونیسي. سرتېري نه پوهېدل، چې د محمد مصدق وفادارو افسرانو ته معلومات ورکړل شوي وو، چې دا د دې ډلې د نیول کېدو لامل شو. همدا پېښه بیا د داسې لویو پېښو لامل شو، چې د دې هېواد تاریخ یې بدل کړ.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۵ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غږیز کتاب, ۱۱:۰۰, ۵ فبروري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
خوشحال خان خټک د خپل شعر په نړۍ کې ـ د خوشحال خټک د شعرونو غږيز کتاب پر بي بي سي راډیو د داود جنبش او زمزمې نيازۍ په غږ کې.
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۵ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۴ فبروري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.








































