ژوندۍ پاڼه, د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام؛ افغانستان هند ته ۳۱۱ منډې هدف وټاکه

د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام کې افغانستان هند ته ۳۱۱ منډې هدف ټاکلی دی. د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې په خپله د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه. فیصل شینوزاده او عزیر الله نیازي دواړو په نننۍ لوبه کې سلیزې ووهلې او په ګډه ملګرتیا یې پر ۲۰۰ منډو خبره ورواړوله.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. د هند د ۱۹ کلنو لوبډلمشر ایوش مهاترې هم پنځوسیزه وکړه

    مهاترې

    د عکس سرچینه، Getty Images

    دی له خپل بل همکار لوبغاړي ارون جورج سره توپ‌وهنې ته ولاړ دی چې څو شېبې مخکې هغه هم پنځوسیزه وکړه او دواړو په ګډه تر سلو ډېرې منډې کړې دي.

    افغان لوبغاړي د هغوی د ملګرتیا یا "پارټنرشېپ" د ماتولو هڅه کوي خو تر اوسه نه دي‌ بریالي شوي.

    اوس د ۲۳ اوور په پای کې د هند لوبډلې ۱۸۹ رنزونه کړي دي او یوازې یو لوبغاړی یې له لاسه ورکړی دی.

  2. هندي توپ‌وهونکي ارون جورج پنځوسیزه وکړه.

    هغه د خاطر ستانکزي په "نوبال" څلوریزه ووهله او نیمه‌سلیزه یا ۵۰ منډې یې پوره کړې.

    لوبډلمشر ایوش مهاترې هم نږدې دی چې پنځوسیزه پوره کړي.

    د هند د ۱۹ کلنو لوبډله اوس په ۱۷۲ منډو ولاړه ده، ۲۱ اوورونه شوي دي او یو لوبغاړی یې سوځېدلی دی.

  3. وروستی, د ۱۹ کلنو نړیوال جام درې مخکښ توپ‌وهونکي؛ فیصل شینوزاده تر ټولو مخکې دی, نورګل شفق/ بي‌بي‌سي، لندن

    پوهېږئ چې د افغانستان فیصل شینوزاده د ۱۹ کلنو د کرېکټ په روان نړیوال جام کې تر ټولو مخکښ توپ‌وهونکی او په اصطلاح "اول نمره" دی؟

    ۱: فیصل شینوزاده/افغانستان

    فیصل شینوزاده

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې ښی‌لاسی توپ‌وهونکی فیصل شینوزاده لومړی لوبغاړی دی چې په روان نړیوال جام کې یې د بل هر هېواد له هر لوبغاړي ډېرې منډې جوړې کړې دي.

    ده تر اوسه ۴۳۵ رنزونه کړي چې دوه سلیزې او دوه پنځوسیزې هم پکې شاملې دي.

    ښاغلي شينوزاده د هند پر وړاندې په نننۍ نیمه پای لوبه کې هم سلیزه ووهله او د افغان زلموټو د منډو په زیاتولو کې یې د عزیرالله ترڅنګ مهم رول ولوباوه. دی وروسته په ۱۱۰ رنزونو وسوځېد.

    فیصل شینوزاده اوس د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو نړیوال جام د توپ‌وهونکو د نوملړ په سر کې ځای لري.

    ۲: بین ماییس/انګلنډ

    بین ماییس

    د عکس سرچینه، @hantscricket

    تر شينوزاده وروسته د انګلنډ ښي‌لاسي توپ‌وهونکي یا بېټسمېن بین ماییس هم په روانو لوبو کې ډېرې منډې کړې دي.

    ده ټولټال ۳۹۹ رنزونه کړي چې یوه سلیزه او دوه پنځوسیزې پکې شاملې دي.

    ۳: ویران چمودیتا/سري‌لنکا

    چمودیتا

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په نوملړ کې درېیم ځای د سري‌لنکا ویران چمودیتا خپل کړی دی. ده تر اوسه ۳۱۰ منډې جوړې کړې دي چې دوه سلیزه هم پکې حساب دي. ښاغلی چمودیتا د سري‌لنکا د ۱۹ کلنو لوبډلې الراونډر دی چې په چپ لاس توپ‌وهنه او ورو توپ‌اچونه کوي.

  4. د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام نیمه پایلوبه کې د افغان لوبډلې او هند ترمنځ لوبه روانه ده

    د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله د هند پر وړاندې د ۱۹ کلنو نړیوال جام نیمه پایلوبه کې د ۳۱۱ منډو د مخنیوي لپاره توپ اچوونه کوي.

    د هند پیاوړو توپ وهونکو او توپ وهنې ته جوړ ویشتنځای ته په کتو اټکل کېده چې هندي لوبغاړي به چټک پیل وکړي، او همداسې وشول.

    د هندۍ لوبډلې بریدګر توپ وهونکي ویباو سوریاونشې چټکې ۶۸ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې لپاره یې د لوی هدف فشار تر ډېره راکم کړ.

    افغان ډګر ساتونکو د دویمې پاڼۍ په پیل کې د دواړو هندي پیلیزو توپ وهونکو کېچونه وغورځول، داسې څه چې یې تمه نه کېده، ځکه چې د نړیوال جام له پیله افغان دګر ساتونکي ښه ځلېدلي وو.

    افغان لوبډلې هندۍ لوبډلې ته د ۳۱۱ منډو هدف ټاکلی

    د عکس سرچینه، ACB

    د عکس تشریح، افغان لوبډلې هندۍ لوبډلې ته د ۳۱۱ منډو هدف ټاکلی
    عذیر الله نیازي او فیصل شینوزاده سلیزې جوړې کړې

    د عکس سرچینه، ACB

    د عکس تشریح، عذیر الله نیازي او فیصل شینوزاده سلیزې جوړې کړې
    افغان لوبډلې سیالې لوبډلې ته ډېر لوی هدف ټاکلی

    د عکس سرچینه، ACB

    د عکس تشریح، افغان لوبډلې سیالې لوبډلې ته ډېر لوی هدف ټاکلی
    دا لوبه ظاهرا افغان لوبډلې ته ننګونکې ده خو د افغانستان لوبډله په ښه روحیه لوبه روانه ساتلې

    د عکس سرچینه، ACB

    د عکس تشریح، دا لوبه ظاهرا افغان لوبډلې ته ننګونکې ده خو د افغانستان لوبډله په ښه روحیه لوبه روانه ساتلې
    که افغان لوبډله دا لوبه وګټي‌ نو ورسره به تاریخ جوړ شي

    د عکس سرچینه، ACB

    د عکس تشریح، که افغان لوبډله دا لوبه وګټي‌ نو ورسره به تاریخ جوړ شي
  5. وروستی, لومړۍ وېکټ؛ نورستاني د هند تکړه توپ‌وهونکی سوریاونشي وسوځاوه

    نورستانی

    د عکس سرچینه، ACB

    او بلاخره د هند تکړه توپ‌وهونکی وایباو سوریاونشي د نصرت الله نورستاني په توپ عثمان سعادت کېچ کړ او وسوځېد.

    ښاغلي سوریاونشي په ۳۳ توپونو چټکې ۶۷ منډې وکړې. ده نهه څلوریزې او څلور شپږیزې ووهلې.

    کېچونه ګټي مېچونه، د هند د لومړنیو دوو لوبغاړو یو یو کېچ ولوېد. په روان جام کې د افغانستان ډګر ساتنه ډېره ستایل شوې خو نن یې په حیرانوونکې توګه دوه کېچونه وغورځول. د سوریاونشي وهلی توپ و چې د عثمان سعادت لاسونو غورځېدو ته پرېنښود.

    افغانستان له دې سره خپله لومړۍ وېکټ واخیسته.

  6. د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام

    په ۲۲ منډو د ۱۴ کلن وایباو سوریاونشي کېچ ولوېد، دی د هند د ۱۹ کلنو تر ټولو خطرناک منډې جوړوونکی بلل کېږي. سوریاوانشي په ای‌پي‌ایل یا د هند غوره لیګ سیالیو کې سلیزه کړې او هندي لوبډله ترې د ډېر ښه راتلونکي هیله لري.

    اوس شپږم اوور روان دی او هند په ۶۰ منډې ور اړولې دي.

  7. وروستی, د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام؛ افغانستان هند ته ۳۱۱ منډې هدف وټاکه, نورګل شفق/ بي‌بي‌سي، لندن

    فیصل شینوزاده

    د عکس سرچینه، ACB

    د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام نیمه پایلوبه کې افغانستان هند ته ۳۱۱ منډې هدف ټاکلی دی.

    د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې په خپله د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

    د افغانستان له لوري عثمان سعادت او خالد احمدزی د سر توپ‌وهونکو په توګه لوبغالي ته کوز شول. سعادت په ۳۹ او احمدزی په ۳۱ منډو وسوځېد.

    خو فیصل شینوزاده او عزیر الله نیازي لوبه وځلوله. دوی دواړو سلیزه ووهلې او په ګډه ملګرتیا یې پر ۲۰۰ منډو خبره ور واړوله.

    فیصل شینوزاده ټولټال ۱۱۰ منډې وکړې او وسوځېد. ده ۱۵ څلوریزې ووهلې.

    عزیرالله نیازي هم سلیزه ووهله او ناسوځېدلی پاتې شو

    عزیر الله نیازی

    د عکس سرچینه، ACB

    عزیر الله نیازی په سر کې ورو لوبه کوله خو په وروستیو اوورونو کې یې منډې چټکې کړې او په ۴۴ اوور کې یې درې څلوریزې او یوه شپږیزه ووهله.

    عزیرالله په ۴۵ اوور کې هم پرله پسې څلوریزې ووهلې او د افغانستان ټولې منډې یې له ۲۵۰ واړولې.

    دی په ۱۰۱ منډو د لوبې تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.

    افغان ځوانانو د ټاکلو ۵۰ اوورونو تر پایه د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۰ منډې وکړې او هند ته یې ۳۱۱ منډې هدف وټاکه.

    د هند له لوري ديپېش دیوېندرن او کنېشک چوهان دوه-دوه افغان لوبغاړي وسوځول.

    اوس به هند لوبډله توپ‌وهنه کوي.

  8. وروستی, فیصل شینوزاده د هند پر وړاندې نیمه‌پایلوبه کې سلیزه ووهله, نورګل شفق/ بي‌بي‌سي، لندن

    فیصل شینوزاده

    د عکس سرچینه، ACB

    د کرېکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام په نیمه‌پایلوبه کې فیصل شینوزاده د هند پر وړاندې سلیزه ووهله.

    ده په ۸۶ توپونو ۱۰۱ منډې وکړې او وروسته په ۱۱۰ منډو وسوځېد.

    فیصل شینوزاده لومړی لوبغاړی شو چې د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو په نړیوال جام سیالیو کې تر ټولو ډېرې منډې کوي. ده تر اوسه په ۴۱۴ منډو خبره ور اړولې ده چې دوه سلیزې او دوه پنځوسیزې پکې شاملې دي. دی اوس د دغو لوبو د نوملړ په سر کې ځای لري.

    تر ده وروسته د د انګلنډ بین ماییس دی چې ۳۹۹ رنزونه یې کړي دي او په ۳۱۰ منډو د سري‌لنکا ویران چمودیتا درېیم ځای لري.

    فیصل شینوزاده د افغانستان یوازېنی لوبغاړی دی چې د ۱۹ کلنو په کرېکټ کې یې تر زر ډېرې منډې کړې دي.

    افغان ځوانان که نننۍ لوبه وګټي نو د لومړي ځل لپاره به د ۱۹ کلنو نړیوال جام پایلوبې ته ووځي. تاسې څه فکر کوئ چې نننۍ لوبه به څوک وګټي؟

  9. وروستی, د ۱۹ کلنو نړيوال جام؛ د افغانستان او هند ترمنځ نننۍ نیمه‌پایلوبه به څوک وګټي؟

    د ۱۹ کلونو کرېکټ نړيوال جام کې نن چهارشنبې ( سلواغه ۱۵/فبروري ۴) افغانستان له هند سره په نيمه پایلوبه کې سيالي کوي.

    دا لوبه چې د زېمبابوې په هرارې کې ترسره کېږي، پچه یې افغانستان وګټله او لومړۍ یې په خپله د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

    د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلمشر محبوب خان وايي د هند پر وړاندې سيالۍ ته یې پوره چمتووالی نيولی، د توپوهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې په برخه کې یې تمرينونه کړي او اماده دي.

    نوموړي له هند سره د سيالۍ په اړه بي بي سي ته ويلي، د فشار احساس نه کوي او کوښښ به وکړي چې په ارام ذهن د خپل پلان مطابق مخکې ولاړ شي.

    هند چې په نړيوال جام کې يوه له تر ټولو پياوړو لوبډلو ده، په دې سياليو کې یې کومه لوبه نه ده بايللې او د تر ټولو ډېرو نومرو په لرلو سره په لومړي او دويم پړاو کې د خپل ګروپ په سر کې وه.

    بل پلو افغانستان بيا يوازې يوه لوبه شري لنکا ته وبايلله او د جنوبي افریقا او وېسټ انډيز په ګډون یې په لوی توپير څلورو لوبډلو ته ماته ورکړه.

    په دغو سياليو کې د افغانستان لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا سره وه چې په ۲۸ منډو یې وګټله. په دویمه لوبه کې یې وېسټ انډيز ته په ۱۳۸ منډو ماته ورکړه. درېیمه لوبه یې له تنزانيا سره د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره په ۱۳ اوور کې وګټله. د دويم پړاو لومړۍ لوبه یې له شري لنکا سره وه چې په څلورو وېکتو یې وبایلله خو په بله لوبه کې یې ايرلنډ ته د ۱۹۱ منډو په لوی توپير ماته ورکړه او نيمه پايلوبې ته ووتل. په دغه سيالۍ کې افغان توپوهونکي فيصل شينوزاده ۱۶۳ منډې وکړې.

    که دواړو لوبډلو ته وکتل شي هند ښايي د امکاناتو او تجربې له کبله پياوړې لوبډله وي خو افغان لوبغاړي هم په ټولو برخو کې ښه ځېدلي دي.

    کرېکټ

    د عکس سرچینه، ACB