BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ټاپي

    رشید مردوف: " ټاپي پروژه سږ کال د هرات تر مرکزه رسېږي"

    د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په مشرۍ پلاوي افغانستان کې د طالبانو حکومت د چارواکو په ملتیا هرات کې د تورغونډۍ له بندر او ټاپي پروژې له عملي چارو او هلته د پرمختګ له لیدنې وروسته ویلي چې " د روان زېږدیز کال تر پایه به د ټاپي پروژې کارونه د هرات ولایت تر مرکز پورې ورسیږي." په همدې مهال د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي د سعودي عربستان دلتا انټرنېشنل کمپنۍ هم لېواله ده چې په دې پروژه کې پانګونه وکړي.

  • تصویری از فردی در میان بته‌های چرس در افغانستان

    افغانستان کې له ۴۵ سلنې ډېر روږدي چرس څکوي

    د نشه‌يي‌ توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو اداره (یو‌اېن‌او‌ډي‌سي) وايي، چې په افغانستان کې یې له طبي‌ درملو د ناوړه ګټنې قضیې کتلي‌ او دا چې د دودیزو نشه‌يي توکو پر ځای اوس تر ډېره د مصنوعي نشه‌يي‌ ‌توکو کارېدل د اندېښنې وړ اوښتون دی.‌ دې ادارې په خپل نوي کلني‌ راپور کې دا هم ویلي،‌ چې د نشه‌يي توکو کارول په پراخه کچه له ټولنیزو او اقتصادي فشارونو سره تړاو لري.

  • دوه طبي کارکوونکي چې ابي‌رنګ لباس یې اغوستی او خولې او پوزې په ماسکونو پوښل شوې دي، د کمپوټر سکرین ته ګوري.

    د وزن کمولو ستنې د تریخي عملیاتو د زیاتېدو لامل کېږي؟

    متخصص ډاکتران وایي، لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده چې معلومه شي ایا د وزن کمولو ستنو (پیچکاریو) او د صفرا کڅوړې د ایستلو د عملیاتو تر منځ کومه اړیکه شته که نه. د بریتانیا د عامې روغتیا (اېن‌اېچ‌اېس) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴–۲۵ کالونو کې د صفرا کڅوړې د جراحي عملیاتو شمېر د تېرو لسو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

  • کوېټه

    د پاکستان پوځ‌: د بلوچستان بریدونو کې ۹۲ بریدګر، ۱۵ سرتېري او ۱۸ عام خلک وژل شوي

    د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر وايي، د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه او څو نورو ځایونو کې د تېرې ورځې بریدونو کې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۵ ته لوړ شوی دی.‌ د ای‌ایس‌پي‌ار په وینا، په وژل شویو کې ۹۲ بریدګر، ۱۵ سرتېري او ۱۸ عام خلک دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شته.

  • د اوبو د یو ګلاس انځور چې په منځ کې یې یو جوشیدونکی (فوار) ټابلیټ دی، ښي لور ته یې نور نارنجي رنګه جوشیدونکي ټابلیټونه دي او کیڼ لور ته یې نیمه مالټه پرته ده.

    د ويټامین سي په ګټو کې مبالغه کېږي؟

    د ژمي د ماشومتوب له لومړنیو خاطرو مې یوه دا وه چې په اوبو کې مې هغه نارنجي رنګه ویلې کېدونکی ګولۍ په داسې خوند کتله، چې ژر ژر به حلېده او د اوبو رنګ یې بدلولو، ګولۍ به ورو ورو وېلې کېده او له منځه تلله. وروسته پوه شوم چې دا د ويټامین سي ګولۍ وې چې مور مې زموږ په کور کې د زکام د نښو په څرګندېدو سره پېرلې، او ورسره به یې د نارنج او لیمو ډېر جوسونه هم تیارول.

لنډې ویډیوګانې

  • baluch
  • Tira
  • واوره
  • غانم المصاریر
  • بلوچستان
  • مینه عصمت الله
  • Reuters
  • وزې
  • روغتون
  • پړانګ او ښځې
  • ننګرهار
  • (Reuters/AFP)

ځانګړي مطالب

  • بلوچستان کې برید

    د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د بلوڅ اورپکو ډېرېدونکي بريدونه څه ښيي؟

    د بلوڅ اورپکو له خوا د پاکستان د بلوچستان په تر لسو ډېرو ښارونو کې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۳۱مې نېټې هممهاله او همغږي بريدونه په دغه ايالت کې د روانې اورپکۍ يو لوی بدلون او یو نوی پړاو په ګوته کوي.

  • ايران کې ټکسي ته يوه مېرمن پورته کېږي

    اسرائیل په ایران کې د رژیم بدلون ته سترګې په لار دي او په ټرمپ حساب کوي

    په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي حضور د زياتوالي د اټکلونو په اړه د نړیوال شور په منځ کې د اسرائیلو مشران په غیرمعمولي ډول چوپه خوله پاتې دي. د روانې مياشتې په ترڅ کې د ايران حکومت ضد لاريونونو د ملاتړ په اړه له څو څرګندونو پرته د اسرائیلو لومړي وزير د خپل ستر متحده په اړه چې د دوی تر ټولو لوی دښمن پر ضد رامخې ته شوی، په عامه توګه ډېر څه نه دي ويلي.

  • د یوې ناوې لاس

    د خوښې واده د مسلې پر سر د مور او پلار وژل کېدل

    د هند په تلنګانه ایالت کې د یوې نجلۍ لخوا د خپلو والدینو د وژنې ادعا شوې. پولیس وایي د سوریکا په نوم نجلۍ خپل مور او پلار له دې کبله وژلي چې دې ته یې د خوښې واده د اجازې له ورکولو انکار کړی و. دا پېښه د تلنګانه د وقار اباد ضلعې (ولسوالۍ) په یاچارم کلي کې شوې او پولیس وایي، د نجلۍ ورور، اشوک ورته د خپل مور او پلار د مرموزې مړینې شکایت کړی و.‌

  • افغان کرېکټ

    له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو کرېکټ نړیوال جام: افغانستان د ایرلنډ‌ په ماتولو سره نیمه‌پایلوبو ته ووت

    د افغانستان له نوولس کلنو کم‌عمره لوبډلې د ۲۰۲۶ کال یو ورځینو سیالیو د نړیوال جام د شپږ غوره لوبډلو پړاو کې د ایرلنډ په ماتولو سره نیمه‌پایلوبو ته لار ومونده.‌ افغان زلمیو په دې مهمه او برخلیک ټاکوونکې لوبه کې خپلو ایرلنډي همزولو ته په ۱۹۱ منډو لویه ماته ورکړه.‌

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱ فبروري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده

    ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۹