BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
رشید مردوف: " ټاپي پروژه سږ کال د هرات تر مرکزه رسېږي"
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په مشرۍ پلاوي افغانستان کې د طالبانو حکومت د چارواکو په ملتیا هرات کې د تورغونډۍ له بندر او ټاپي پروژې له عملي چارو او هلته د پرمختګ له لیدنې وروسته ویلي چې " د روان زېږدیز کال تر پایه به د ټاپي پروژې کارونه د هرات ولایت تر مرکز پورې ورسیږي." په همدې مهال د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي د سعودي عربستان دلتا انټرنېشنل کمپنۍ هم لېواله ده چې په دې پروژه کې پانګونه وکړي.
علي خامنهيي: پر ایران برید به سیمهییزه جګړه پېښه کړي
د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ په زیاتېدو سره، د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي امریکا ته خبرداری ورکړی چې له ایران سره هر ډول نوې جګړه به سیمهییزه وي. د اسلامي جمهوریت مشر وویل: "امریکایان دې پوه شي چې که جګړه پیل کړي، دا ځل به جګړه سیمهییزه وي." د ایران د ملي راډیو ټلویزیون د راپور له مخې، ښاغلي خامنهيي په امام خمیني حسینيه کې د "خلکو یوې لویې ډلې" ته وینا کوله.
افغانستان کې له ۴۵ سلنې ډېر روږدي چرس څکوي
د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو اداره (یواېناوډيسي) وايي، چې په افغانستان کې یې له طبي درملو د ناوړه ګټنې قضیې کتلي او دا چې د دودیزو نشهيي توکو پر ځای اوس تر ډېره د مصنوعي نشهيي توکو کارېدل د اندېښنې وړ اوښتون دی. دې ادارې په خپل نوي کلني راپور کې دا هم ویلي، چې د نشهيي توکو کارول په پراخه کچه له ټولنیزو او اقتصادي فشارونو سره تړاو لري.
د وزن کمولو ستنې د تریخي عملیاتو د زیاتېدو لامل کېږي؟
متخصص ډاکتران وایي، لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده چې معلومه شي ایا د وزن کمولو ستنو (پیچکاریو) او د صفرا کڅوړې د ایستلو د عملیاتو تر منځ کومه اړیکه شته که نه. د بریتانیا د عامې روغتیا (اېناېچاېس) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴–۲۵ کالونو کې د صفرا کڅوړې د جراحي عملیاتو شمېر د تېرو لسو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
د پاکستان پوځ: د بلوچستان بریدونو کې ۹۲ بریدګر، ۱۵ سرتېري او ۱۸ عام خلک وژل شوي
د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر وايي، د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه او څو نورو ځایونو کې د تېرې ورځې بریدونو کې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۵ ته لوړ شوی دی. د ایایسپيار په وینا، په وژل شویو کې ۹۲ بریدګر، ۱۵ سرتېري او ۱۸ عام خلک دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شته.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
د ويټامین سي په ګټو کې مبالغه کېږي؟
د ژمي د ماشومتوب له لومړنیو خاطرو مې یوه دا وه چې په اوبو کې مې هغه نارنجي رنګه ویلې کېدونکی ګولۍ په داسې خوند کتله، چې ژر ژر به حلېده او د اوبو رنګ یې بدلولو، ګولۍ به ورو ورو وېلې کېده او له منځه تلله. وروسته پوه شوم چې دا د ويټامین سي ګولۍ وې چې مور مې زموږ په کور کې د زکام د نښو په څرګندېدو سره پېرلې، او ورسره به یې د نارنج او لیمو ډېر جوسونه هم تیارول.
د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د بلوڅ اورپکو ډېرېدونکي بريدونه څه ښيي؟
د بلوڅ اورپکو له خوا د پاکستان د بلوچستان په تر لسو ډېرو ښارونو کې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۳۱مې نېټې هممهاله او همغږي بريدونه په دغه ايالت کې د روانې اورپکۍ يو لوی بدلون او یو نوی پړاو په ګوته کوي.
د خوښې واده د مسلې پر سر د مور او پلار وژل کېدل
د هند په تلنګانه ایالت کې د یوې نجلۍ لخوا د خپلو والدینو د وژنې ادعا شوې. پولیس وایي د سوریکا په نوم نجلۍ خپل مور او پلار له دې کبله وژلي چې دې ته یې د خوښې واده د اجازې له ورکولو انکار کړی و. دا پېښه د تلنګانه د وقار اباد ضلعې (ولسوالۍ) په یاچارم کلي کې شوې او پولیس وایي، د نجلۍ ورور، اشوک ورته د خپل مور او پلار د مرموزې مړینې شکایت کړی و.
له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو کرېکټ نړیوال جام: افغانستان د ایرلنډ په ماتولو سره نیمهپایلوبو ته ووت
د افغانستان له نوولس کلنو کمعمره لوبډلې د ۲۰۲۶ کال یو ورځینو سیالیو د نړیوال جام د شپږ غوره لوبډلو پړاو کې د ایرلنډ په ماتولو سره نیمهپایلوبو ته لار ومونده. افغان زلمیو په دې مهمه او برخلیک ټاکوونکې لوبه کې خپلو ایرلنډي همزولو ته په ۱۹۱ منډو لویه ماته ورکړه.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱ فبروري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱ فبروري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































