BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
په ایران کې د امریکا او برېتانیا لخوا د کودتا تنظیمول
په تهران کې د ۱۹۵۲ کال اګست ۱۵مه نیمه شپه یوه خورا مهمه پېښه کېدونکې وه. په دې شپه له سرتېرو یوه ډکه لارۍ د یوه پټ ماموریت لپاره ووتله او هدف یې دا و، چې د هغه وخت لومړی وزیر محمد مصدق ونیسي. سرتېري نه پوهېدل، چې د محمد مصدق وفادارو افسرانو ته معلومات ورکړل شوي وو، چې دا د دې ډلې د نیول کېدو لامل شو. همدا پېښه بیا د داسې لویو پېښو لامل شو، چې د دې هېواد تاریخ یې بدل کړ.
اندونیزیا کې یوه ښځه او سړی د جنسي اړیکې لرلو په تور نیول شوي
د اندونیزیا په اچې ولایت کې یوه ښځه او سړی د جنسي اړیکې او شراب څښلو له کبله ۱۴۰ درې وهل شوي دي. یاد سړی او ښځه یو بل ته په نکاح شوي نه وو. چارواکي وایي، دا لومړی ځل دی چې په عام محضر کې د دومره لوړ شمېر درو سزا پلې کېږي او دا چې دغه ۲۱ کلنه ښځه د وهل کېدو پر مهال بې حاله شوه.
زومبي فنګس: د نوي کشف شوي ډول په اړه یې موږ څومره پوهېږو؟
ساینسپوهانو د برازیل د اټلانټیک ځنګل (د ریو دي جېنېرو په شاوخوا) کې د "زومبي فنګس" په نوم یو نوی ډول پېژندلی دی. دا فنګس د خپل ارغواني رنګ او د موندنې ځای له امله "Purpureocillium atlanticum پپوریو سیلیم اتلانتیکم " نومول شوی او د بریتانیا د رویال بوټانیک ګارډنز، کیو لخوا په ۲۰۲۵ کې د نباتاتو یا فنګسي ډولونو د ۱۰ غوره نویو ډولونو له جملې وټاکل شو. دا فنګس په ځانګړي ډول د غڼیو پر ناروغۍ تمرکز کوي، هغه چې په ځنګل کې د ښکار د نیولو لپاره کوچني جالونه یا تلکونه د دروازې سره جوړوي.
ټرمپ: له ايران سره خبرې روانې دي، خو که کاميابې نشي، ښايي بد څه پېښ شي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران په اړه په خپلو وروستیو څرګندونو کې ويلي چې استازي یې د ایران له حکومت سره خبرې کوي او همدا ډول یې هيله څرګنده کړه چې دا خبرې اترې به ګټورې وي. د دوشنبې په ورځ، (۲ فبروري)، ښاغلي ټرمپ وويل، "موږ همدا اوس له ایران سره خبرې کوو او زه هیله لرم چې دا به ګټورې وي ځکه چې که دا کار ونکړي، نو ښايي یو بد څه پېښ شي."
اسلام اباد: 'د قبایلي سیمو له کلونو پاتې ځینې پیسې ورکوي'
د خیبر پښتونخوا ایالتي چارواکو ویلي د پاکستان لومړي وزیر میا شهباز شریف دولتي خزانې ته لارښونه کړې چې د قبایلي سیمو له کلونو پاتې بودیجې یوه برخه دې ورکړل شي. دغه اعلان له هغه لږ وروسته وشو چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد سهېل اپریدي له مرکزي حکومت سره تر پراخو نندریو وروسته په کمساري ډول له لومړي وزیر شهباز شریف سره خبرو ته کیناست.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
د نشنل جیوګرافیک د هغه مشهور انځور کیسه د شربت ګلې له خولې: 'کاش دا عکس هېڅکله نه وای اخیستل شوی'
څلور نيمې لسيزې وړاندې، د يوې افغانې نجلۍ له شنو سترګو سره انځور د نړيوال انځوريز ژورنالېزم د تاريخ له تر ټولو پېژندل شوو عکسونو څخه وګرځېد؛ هغه انځور چې د نشنل جيوګرافیک مجلې پر پوښ خپور شو او د ميليونونو خلکو لپاره د افغانانو د جګړې او بېکورۍ نښه وګرځېده.
درې هغه لاملونه چې د سرو زرو بيه یې بې سارې لوړه کړه، د بېرته کمېدو لامل یې څه کېدی شي؟
په دې وروستیو کې د سرو زرو د یوه اونس یا نږدې (۲۸ ګرامه) سرو بیه په لومړي ځل له پنځو زرو ډالرو واوښته او د یوه لنډ وخت لپاره خو ان پنځه زره پنځه سوو ډالرو ته ورسېد که څه هم وروسته دا نرخ څه را ټیټ شو. د نقرې یا سپینو زرو بیې هم لوړې شوې دي تر دې چې هر اونس یې شاوخوا ۹۸ ډالره خرڅېده په داسې حال کې چې کال مخکې یې نرخ ۳۵ ډالره وو. د بیو یو ناڅاپه لوړیدو ته په کتو یو زیات شمېر پانګه وال دې ګرانبیه فلزاتو ته د امن او خوندي پناه ځای په نظر ګوري.
د بلوچستان په بریدونو کې ښځينه بریدګرې څوک وې؟
د پاکستان له بلوچستانه رپوټونه وايي چې هلته د تېرې شنبې له سهار راهیسې د بلوڅ بیلتونپالو له بریدونو را وروسته لا هم حالات ترینګلي دي. په دغه ایالت کې پر غونډو بندیز دوام لري او په مرکز کوټه کې خلک انټرنېټ ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي. په دغه برید کې د بياېلاې د درو ښځينه غړو د ګډون په اړه هم بېلابېل خبرونه لاسپهلاس شوي دي. په همدې حال کې د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بوګټي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې په دغه ایالت کې د عملیاتو پرمهال ۱۴۵ وسلهوال وژل شوي دي.
پولیو یا ګوزڼ څه شی دی او څنګه خپرېږي؟
پولیو یا د ماشومانو فلج یوه ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره کوچني ماشومان پرې اخته کېږي. دا ویروس د خولې له لارې بدن ته ننوځي، د کولمو له لارې وینې ته رسېږي او پر عصبي سیستم برید کوي. له هر ۲۰۰ اخته کسانو یو یې د نه رغېدونکي فلج (ډېر کله د پښو له فلجوالي) سره مخ کېږي، او له هر لسو فلج شوو کسانو یو د تنفسي عضلو د فلج کېدو له امله ژوند له لاسه ورکوي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۳ فبروري ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۳ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲ فبروري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.









































