BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • فیصل شینوزاده

    ژوندۍ پاڼه, د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام؛ افغانستان هند ته ۳۱۱ منډې هدف وټاکه

    د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام کې افغانستان هند ته ۳۱۱ منډې هدف ټاکلی دی. د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې په خپله د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه. فیصل شینوزاده او عزیر الله نیازي دواړو په نننۍ لوبه کې سلیزې ووهلې او په ګډه ملګرتیا یې پر ۲۰۰ منډو خبره ورواړوله.

  • د سرطان ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي دې غونډه کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر مینول دلارا

    د سرطان نړیواله ورځ: افغانستان کې تېر کال د سرطان له ۴۰ زرو ډېر ناروغان روغتونونو ته تللي

    د سرطان نړیوالې ورځې په مناسبت- چې نن چارشنبه (فبروري څلورمه/سلواغه ۱۵مه) ده، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي په تېر یوه کال کې افغانستان کې د سرطان له ۴۰ زرو ډېرو ناروغانو روغتونونو ته مراجعه کړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، هر کال په دې هېواد کې د سرطاني ناروغیو لسګونه زره نوې پېښې ثبتېږي.

  • کریکت

    د افغان لوبغاړو ځورونه: "په وټس‌اپ له ۴ زره ډېرې ښکنځلې رالېږل شوې"

    د بي بي سي د حقیقت موندنې څانګې د افغانستان د کرېکټ او فوټبال د ملي لوبډلو په تړاو په یوه بې سارې څیړنه کې دې ته کتنه کړې چې د لوبو د مینه‌ والو توندې خبرې او ان ځینې وخت د دوی سپکاوی څومره په لوبغاړو اغېز کوي. ډېر کله لوبغاړي هغه وخت د خلکو له سخت غبرګون سره مخامخ کېږي چې لوبډله لوبه وبایلي او یا په فردي توګه یو لوبغاړی ښه ونه ځلېږي.

  • File image of Jeffrey Epstein

    جېفري اېپسټين څوک و؟ هغه بدنام شتمن چې ځواکمن ملګري یې لرل

    اېپسټين د ۲۰۱۹ کال د اګسټ پر ۱۰مه د نيويارک د يوه زندان په کوټه کې ومړ. نوموړی د جنسي قاچاق د تورنو له کبله له ضمانت پرته محاکمې ته په انتظار و. دی څه باندې لس کاله وروسته له هغه ومړ چې له یوې کم عمره نجلۍ د فحشا غوښتنې په جرم محکوم شوی او له همدې کبله د جنسي مجرم په توګه ثبت شوی و.

  • دوه لاسونه لاس‌په‌لاس دي چې د یوه لستوڼی د امریکا او بل د ایران له بیرغه جوړ دی.

    امریکا ایرانۍ ډرون الوتکه ویشتې؛ "دواړه هېوادونه په عمان کې مذاکرات پیلوي"

    بي‌بي‌سي فارسي د ایراني رسنیو له قوله ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ترکیې، قطر او عمان له بهرنیو چارو وزیرانو سره جلا جلا خبرې کړې دي. رسنیو که څه هم نور جزیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې ښاغلي عراقچي له دغو هېوادونو د "تاوتریخوالي په کمولو او په سیمه کې د سولې او امنیت په ساتلو کې د مرستې" له کبله د دوی له هڅو مننه کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپلو درو بهرنیو سیالانو سره دا ټلیفوني خبرې تر هغه وروسته کوي چې د امریکا پوځ وویل، په عرب سمندرګي کې یې یوه ایرانۍ ډرون الوتکه ویشتلې ده.

لنډې ویډیوګانې

  • ژغورل شوی افغان ماشوم
  • zombie
  • محبوب خان
  • شفیقه خپلواک
  • baluch
  • Tira
  • واوره
  • غانم المصاریر
  • بلوچستان
  • مینه عصمت الله

ځانګړي مطالب

  • نینا لا هم د OCD سره ژوند کوي مګر زده کړې یې کړې چې څنګه یې په ښه توګه اداره کړي

    ' لسو کلونو کې مې د او سي ډي تشخیص وشو' د رواني اختلال نښې څه دي؟

    که زه موټر له کوم ځای سره ټکر کړم؟ " دا ډول ناڅاپي، ګډوډوونکي او ناسازه فکرونه د مزاحمو فکرونو په نوم یادېږي. ډېر خلک یې کله ناکله تجربه کوي او بیا یې هېر کړي. خو ځینې کسان دومره اغېزمنوي چې دا فکرونه په ژورو اندېښنو واوړي.

  • بشیر زیب او څو نور وسله‌وال پر موټرسایکلو سپاره دي. د نورو مخونه پټ دي خو د ده څرګند دی. په یوه دښته کې روان برېښي.

    د بلوڅ بېلتون‌پالې ډلې (بي‌اېل‌اې) مشر بشير زيب څوک دی؟

    د بلوچستان مرکز کوټې په ګډون پر ګڼو ښارونو د (بي‌اېل‌اې) یا "د بلوڅانو د ازادۍ پوځ" له لوري تر تازه بریدونو مخکې دې ډلې یوه ویډيو هم خپره کړې وه. په ویډيو کې په یوه نامعلوم ځای کې پر درو موټرسایکلونو شپږ کسان سپاره ښکاري چې وسلې ورسره دي. د نورو مخونه پټ دي خو یوازې د یوه کس مخ څرګند دی.

  • هغې ښځې تصویر چې د شربت ګلې مشهور پورټریټ (انځور) یې په لاس کې نیولی دی. د ښځې مخ نه ښکاري، یوازې لاسونه یې په تصویر کې لیدل کیږي. په هغه پلاکارت کې چې ښځې نیولی، په انګلیسي لیکل شوي: "زما ارزښت زما ښکلا ده"

    د نشنل جیوګرافیک د هغه مشهور انځور کیسه د شربت ګلې له خولې: 'کاش دا عکس هېڅکله نه وای اخیستل شوی'

    څلور نيمې لسيزې وړاندې، د يوې افغانې نجلۍ له شنو سترګو سره انځور د نړيوال انځوريز ژورنالېزم د تاريخ له تر ټولو پېژندل شوو عکسونو څخه وګرځېد؛ هغه انځور چې د نشنل جيوګرافیک مجلې پر پوښ خپور شو او د ميليونونو خلکو لپاره د افغانانو د جګړې او بې‌کورۍ نښه وګرځېده.

  • ایران

    بووټ عملیات: کله چې امریکا او برېتانیا په ایران کې کودتا تنظیم کړه

    په تهران کې د ۱۹۵۲ کال اګست ۱۵مه نیمه شپه یوه خورا مهمه پېښه کېدونکې وه. په دې شپه له سرتېرو یوه ډکه لارۍ د یوه پټ ماموریت لپاره ووتله او هدف یې دا و، چې د هغه وخت لومړی وزیر محمد مصدق ونیسي. سرتېري نه پوهېدل، چې د محمد مصدق وفادارو افسرانو ته معلومات ورکړل شوي وو، چې دا د دې ډلې د نیول کېدو لامل شو. همدا پېښه بیا د داسې لویو پېښو لامل شو، چې د دې هېواد تاریخ یې بدل کړ.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۴ فبروري ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۴ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي