BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ټرمپ

    ژوندۍ پاڼه, ټرمپ ایراني معترضانو ته: مرسته په لاره ده

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ایراني حکومت‌ضدو معترضانو غوښتي چې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي او ویلي یې دي: "مرسته په لاره ده". د ایران یوه امنیتي چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د وژل شویو شمېر ښايي شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته ورسېږي. ډونلډ ټرمپ پر هغو هېوادونو چې له ایران سره سوداګري کوي ۲۵ سلنه تعرفه ولګوله. د امریکا د دفاع وزارت دوو چارواکو ویلي چې ډونلډ ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي انتخابونو او پټو عملیاتو په اړه معلومات ترلاسه کړي .

  • د عطاء الله تارړ تصویر چې څنګ ته ګوري، بل لور ته نور احمد نور له انند پراکاش سره ولاړ دی. انند درېشي اغوستی او نور احمد په سپينو کالیو کې ولاړ دی چې برګه لیکې داره پګړۍ یې پر سر، شينبخون واسکټ یې اغوستی او سپين څادر یې پر ښۍ اوږه اچولی چې پيڅکې یې پر خامک جوړې شوې دي.

    له هند سره د طالبانو حکومت د اړیکو غځېدو ولې ځینې پاکستاني چارواکي "قهرولي" دي؟

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري هند ته د چارسمبالي سفیر لېږل که له یوه پلوه د کابل-ډیلي ترمنځ‌ د اړیکو د پراخېدو څرګندونه کوي نو بله خوا پاکستان د دواړو له دې "ژورېدونکې ملګرتیا" خوښ نه برېښي. تازه د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ د کابل-ډیلي ترمنځ د اړیکو پر پراختیا اندېښنه څرګنده کړې ده. ښاغلي تارړ پرون دوشنبه (مرغومی ۲۲/جنوري ۱۲) په یوه غونډه کې د کابل-ډیلي ترمنځ پر "زیاتېدونکې" راشه‌درشه او هند ته د طالبانو حکومت د چارواکو پر سفرونو نیوکه کړې.

  • Naila

    هغه ناوې چې د واده په مهر کې یې کتابونه غوښتي

    که مادي شتمني او کتابونه د چا پر وړاندې غوراوی وي نو ښايي لږ داسې کسان به وي چې کتابونو ته لاس کړي او دلیل یې دا دی چې د کتابونو ګټه سملاسي نه ده.

  • iran

    د ایران واکمنان د ۱۹۷۹ کال له انقلاب راهیسې له تر ټولو سترې ننګونې سره مخ دي

    د ایران واکمنان له ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي انقلاب له بریا راهیسې له خپل تر ټولو سخت ازمېښت سره مخ دي. ایراني چارواکو بې‌سارې سخت‌دریځۍ ته مخه کړې ده چې پکې سخت امنیتي عملیات او د انټرنېټ نژدې بشپړ پرېکون شامل دي؛ دا هغه کچه ځپنه ده چې په تېرو کړکېچونو کې نه وه لیدل شوې.

  • Laila Hamidi

    د افغانې مېرمن د لبسرین ګټه "انلاین ښونځیو" ته ورکول کېږي

    "د ګډون کوونکو ښځو پر نومونو مو پچه واچوله. د یوې ښځې نوم پکې راووت او د هغې په نامه او د خوښې رنګ مو لبسرین جوړ کړ."

لنډې ویډیوګانې

  • افغاني کمیس
  • مالیار اوبو کې ډوب کسان ژغوري
  • ایمن
  • داود شاه جلالزی
  • ایران
  • ښځې
  • England
  • BBC
  • سحرش او ماه نور
  • بلوچستان

ځانګړي مطالب

  • Sunday AI's Memo robot holds a plate in the kitchen and prepares to place it in the dishwasher

    د نړۍ په کچه د غوره کورني روبوټ د جوړولو سیالي

    په کور کې به یو دوستانه روباټ نوکر وي، د کور ټول ستړي‌کوونکي کارونه به کوي، له انسانانو سره دا فکر له لسیزو و. خو اوس، د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په برکت، دا تصور په رښتیا عملي‌کېدونکی شوی او سږ کال به د بېلابېلو دندو ترسره‌کوونکي کورني روباټونه د خلکو کورونو ته داخل شي.

  • یوه ماشومه د ای‌پېد پر سکرین ګوته کشوي.

    څېړنه: د سکرین ډېر کارول د ماشومانو د لغتونو زده‌کړه محدودوي

    نوې څېړنې ښيي چې د ماشومانو له لورې د موبایل، ټلویزیون او کمپیوټر د سکرین ډېر کارول د هغوی د خبرو او لغتونو پر وده منفي اغېز کوي.

  • د ایران مظاهرې

    ولې د ایران اوسني احتجاجونه بې‌ساري دي؟

    د ګڼو کارپوهانو او عیني شاهدانو په وینا، په ایران کې د حکومت‌ ضد لاریونونه داسې پړاو ته رسېدلي چې د اسلامي جمهوریت په ۴۷ کلن تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د دغه هېواد په ګڼو ښارونو کې خلک واټونو ته راوتلي. په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی چې که ایراني چارواکي مظاه‌چیان ځپي نو "هغه ځای ته به سخت ګوزار ورکړي چې ډېر درد کوي" او په وینا یې، امریکا "د [احتجاجیانو] مرستې ته چمتو ولاړه ده."

  • یو سړی خپلو لاسو ته پوکي چې تاوده شي

    سړه خونه ستاسو پر بدن څه ډول اغېز کوي؟

    کله چې د وژونکو سړو خبره کېږي، نو زما ذهن ته هغو کسانو انځور راځي چې شمالي قطب ته د سپړلو لپاره تللي وي او له ږیرو یې د یخ ټوټې ځوړندې وي، یا هغه کسان چې د اېورېسټ غرونو ته ختلي وي او بیا یې له ډېرو سړو ګوتې تورې اوښتې وي او د هایپوترمیا (hypothermia) حالت سره مخ شوي وي.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۴ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي