ارمینیا او اذربایجان د قره باغ پر سر لنډمهالی اوربند کړی

سیرګي لاوروف (منځ کې) وايي، د ارمینیا او اذربایجان د مشرانو ترمنځ لومړنۍ ناسته ۱۰ ګړۍ وغځېده

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، سیرګي لاوروف (منځ کې) وايي، د ارمینیا او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ لومړنۍ ناسته ۱۰ ګړۍ وغځېده

روسیه وايي، د لانجمنې قره باغ سیمې پر سر د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ تر ۱۰ ساعته خبرو وروسته پر لنډمهالي اوربند رامنځ ته کېدو توانېدلې ده. د جمعې په ورځ د لومړي ځل لپاره مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سیرګي لاوروف په منځګړیتوب د ارمینیا او اذربایجان د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه وشوه.

ښاغلي لاوروف وویل، د لنډمهاله اوربند په پیلېدو به دواړه هېوادونه د اختلاف د حلولو لپاره جدي خبرې پیلوي.

په پام کې ده چې دا اوربند د شنبې ورځې (اکتوبر لسمه) غرمه مهال پیل شي.

تر اوسه د نګورنو-قره باغ لانجمنې سیمې پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه کې تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي.

دا له کابو دوو اونیو راهیسې ددغې سیمې پر سر د دواړو هېوادونو د جګړې له‌ پیلېدا وروسته لومړنۍ خبرې او ناسته ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دواړو غاړو غوښتي چې د وژل شویو کسانو مړي راټول، د بندیانو تبادله پیل او دښمني ودروي.

د اذربایجان ولسمشر الهام علییوف وړاندې ویلي وو یوازې د خپلې ځمکې د بشپړتیا بیا راژوندي کول مني.

قره باغ کې ارمیني سیمه ییز چارواکي وايي، په دې جګړه کې تر ۳۷۰ ډېر کسان وژل شوي.

د جګړې له پیلېدا راهیسې سلګونه کسان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

اذربایجان د خپلو وژل شویو د پوځيانو شمېر لا نه دی اعلان کړی.

تېره ورځ، فرانسې، روسیې او امریکا په جنیوا کې د قره باغ پرسر د اوربند لپاره ناسته کړې وه.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د تېرې ورځې د ناستې په لړ کې د ارمینیا او اذربایجان له ولسمشرانو سره خبرو کې ویلي وو: "موږ د اوربند پر لوري روان یو او هلته وضعیت ډېر خراب دی."

ترکیې چې په دې نښته کې په ښکاره د اذربایجان ملاتړ کړی، ویلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې ختمېدو لپاره به د فرانسې، روسیې او امریکا هڅې بې پایلې وي، خو هغه مهال بریالۍ کېدای شي چې له قره باغ نه د ارمیني ځواکونو د وتلو ضمین ورکړي.

قره باغ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، قره باغ کې ارمیني سیمه ییز چارواکي وايي، په دې جګړه کې تر ۳۷۰ ډېر کسان وژل شوي.

قره باغ

  • دا یوه غرنۍ سیمه ده چې ۴۴۰۰ مربع کیلومتره مساحت لري
  • دا سیمه په دودیز ډول د مسیحي ارمینیانو او ترک مسلمانانو استوګنځی دی
  • د پخواني شوروي اتحاد د واکمنۍ پرمهال،‌ په اذربایجان کې پر یوې کورواکې سیمې بدله شوه
  • قره باغ د نړیوالې ټولنې له نظره د اذربایجان د یوې برخې په توګه پېژندل شوې، خو ډېری وګړي یې ارمنیان دي
  • ترکیې په ښکاره د اذربایجان ملاتړ کړی
  • روسیه په ارمینیا کې پوځي اډه لري
  • اټکل کېږي چې د ۱۹۹۴-۱۹۸۸ کلونو جګړه کې یو میلیون کسان بې ځایه شوي او کابو ۳۰ زره وژل شوي