ارمینیا سره اوربند لپاره د اذربایجان شرط؛ "ترکیه باید د سولې خبرو کې شریکه وي"

الهام علی اف رئیس جمهوری آذربایجان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اذربایجان ولسمشر الهام علي اف وایي، د سولې هر ډول خبرو کې ترکیه هم باید ونډه ولري

د اذربایجان ولسمشر الهام علي اف وایي، له ارمینیا سره جګړه کې به اوربند په دې شرط کوي چې د سولې په هر ډول خبرو کې باید ترکیه هم شامله وي.‌ نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې ماښام د ترکیې ملي تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

ښاغلي علي اف همدا راز وویل، اوربند به نړیوالو ضمانتونو او د ناګورنو-قره باغ له لانجمنې سیمې د ارمینیایي‌ ځواکونو وتلو پورې مشروط وي.‌

اذري ولسمشر د (ټي ار ټي) خبري شبکې ته وویل، "د سولې پروسه به ژر پیل شي. جګړه د تل لپاره نشي غځېدلی. نو هر څومره ژر چې وشي‌ ښه ده. موږ د نورو هېوادونو خاوره لاندې کول نه غواړو. خو څه چې زموږ دي هغه زموږ دي".

ترکیه په دې جګړه کې د اذربایجان ملاتړ کوي او له ارمینیا یې غوښتي چې له ناګورنو-قره باغ سیمې خپل ځواکونه وباسي.

د اذربایجان او ارمینیا ترمنځ‌ له تېرو ۹ ورځو راهیسې جګړه روانه ده او دواړو خواو ته شاوخوا ۲۵۰ کسان وژل شوي‌ دي. دواړه هېوادونه پر یو بل د جګړې د پیلولو تورونه لګوي.‌

په لومړیو کې دا نښتې د ناګورنو-قره باغ تر لانجمنې سيمې محدودې وې، خو د یکشنبې پر ورځ د اذربایجان ګنجه ښار باندې هم ګولۍ وتوغول شوې.‌

ترکیې ارمینیا په جنګي جنایتونو تورنه کړه

درگیریها

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ارمینیا او اذربایجان له ۹ ورځو راهیسې پر لانجمنه ناګورنو-قره باغ سیمه جګړه کوي.

بل لور ته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو نن دوشنبه پر ارمینیا تور ولګاوه چې په لانجمنه ناګورنو-قره باغ سیمه کې یې جنګي‌ جنایتونه ترسره کړي‌ دي.‌

نوموړي د ناټو له سرمنشي سره په یوه ګډه خبري‌ ناسته کې غوښتنه وکړه چې ارمینیا باید له دې سیمې خپل ځواکونه وباسي.‌

په همدې خبري‌ ناسته کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له دواړو هېوادونو غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره اوربند وکړي.‌

نوموړي وویل،‌ د ناګورنو-قره باغ پر سیمه لانجه پوځي حل نه لري‌ او اذربایجان او ارمینیا باید د خبرو له لارې دا مسله حل کړي.‌

د ناټو سرمنشي له ترکیې هم وغوښتل چې د خپل نفوذ په کارولو سره د شخړې حل لپاره کار وکړي.‌

خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل،‌ د ارمینیایي‌ ځواکونو لخوا پر اذري ولسي‌ وګړو وروستي‌ بریدونه "جنګي جنایت" دی.‌