د اذربایجان او ارمینیا جګړه؛ افغانستان او ترکیې د اذربایجان ملاتړ وکړ

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې د اذربایجان او ارمینیا ځواکونو ترمنځ په قره باغ سیمه کې پر روانو نښتو اندېښنه څرګنده کړې او په دې قضیه کې یې د اذربایجان د خلکو او دولت ملاتړ اعلان کړی.
له سیمې نه وروستي رپوټونه وایي چې لا هم سخته جګړه روانه ده دواړو خواو ته لسګونه کسان وژل شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې نړیواله ټولنه د ناګورنو-قره باغ سیمه په رسمیت سره د اذربایجان برخه بولي او افغانستان پر دې سیمه د ولکې ختمېدل غواړي.
افغان حکومت همدا راز په روانو نښتو کې پر اوښتي ځاني او مالي زیان خواشیني څرګنده کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغانستان غواړي چې په سیمه کې اوربند اعلان شي او دا ستونزه په سوله ییز توګه حل شي.
ترکیې هم د اذربایجان ملاتړ اعلان کړ

د عکس سرچینه، Reuters
بل لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په دې قضیه کې د اذربایجان ښکاره ملاتړ اعلان کړی او له ارمینیا یې غوښتي چې د ناګورنو-قره باغ پر سیمه خپله ولکه ختمه کړي.
په ځواب کې یې ارمینیا تور لګولی چې ترکیه په سیمه کې روانو نښتو کې له اذربایجان سره پوځي مرسته کوي.
خو ولسمشر اردوغان نن دوشنبه وویل، ترکیه په ټوله ځواک سره د خپل دوست هېواد اذربایجان ترڅنګ ولاړه ده، او هر کله چې ارمینیا له سیمې خپل پوځیان وباسي نو هلته به کراري راشي.
په سیمه کې جګړه ولې بیا پیل شوې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په تېرو څو میاشتو کې بیا بیا د قره باغ پر لانجمنه سیمه د اذربایجان او ارمینیا ترمنځ نښتې شوې دي.
د ارمینیا لومړي وزیر نیکول پاشینیان له اذربایجان سره د بشپړې جګړې د کېدو خبرداری هم ورکړی دی. خو د اذربایجان ولسمشر الهام علي اف ویلي، هیله لري چې د فره باغ پر سیمه دېرش کلنه ولکه به ژر ختمه شي.
د دې سیمې کنترول اوسمهال د ارمینیایي وګړو په لاس کې دی، خو په تېر کې هم دلته نښتې شوې دي.
دواړو هېوادونه په ناګورنو- قره باغ سیمه کې د وروستیو نښتو پیلولو پړه پر یو بل ور اچوي.
ارمینیا ادعا کوي چې لومړی اذربایجان په سیمه کې هوایي بمبار کړی او د توپ ګولۍ یې توغولې دي. خو د اذربایجان حکومت بیا تور لګوي چې لومړی ارمینیا پر پوله ګولۍ ورولي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا او اروپایي ټولنه له کلونو راهیسې هڅه کوي چې دا کشاله له دیپلوماتیکې لارې حل شي.









