ارمینیا سره جګړه د اذربایجان نورو ښارونو ته هم وغځېده

د عکس سرچینه، EPA/HANDOUT
ارمینیایي ځواکونو د اذربایجان دویم تر ټولو ستر ښار ګنجه باندې ګولۍ ورولې دي. په قره-باغ سیمه کې مېشتو ارمینیایي نژاده خپلسرو ځواکونو ویلي چې د ګنجه ښار پوځي هوایي ډګر یې په نښه کړی دی.
دوی وایي، دا برید یې وروسته له هغه وکړ چې د اذربایجان پوځ د ناګورنو-قره باغ سیمې مرکز ستاپاکرت ښارګوتی بمبار کړ.
د اذربایجان چارواکي وایي، په ګنجه ښار کې هېڅ پوځي مرکز نه دی په نښه شوی، خو د دفاع وزیر ذاکري حسنوف مني چې ارمینیا پر ګنجه ښار ګولۍ ورولي دي.
اذري چارواکي وایي، په دې بمباریو کې ولسي وګړو، زېربناو او لرغونو ودانیو ته زیان اوښتی دی.
بلې خوا ته په ناګورنو-قره باغ سیمه کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ سخت جګړه روانه ده.
د رویټرز خبري اژانس رپوټ له مخې د ارمینیا حکومت هم په دې برید کې ښکېلتیا رد کړې ده.
سیمه کې ولې جګړه پیل شوې؟

د عکس سرچینه، AZERBAIJAN'S DEFENCE MINISTRY
نړیواله ټولنه د ناګورنو-قره باغ سیمه د اذربایجان برخه بولي، خو دې سیمه کې ارمینیایي نژاده وګړي مېشت دي او ملیشې یې له اذري ځواکونو سره نښتې دي.
له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په ناګورنو - قره باغ سیمه کې د اذربایجان او ارمینیا ترمنځ نښتو کې تر دې دمه له ۲۲۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
دواړو هېوادونو پر دې لانجمنه سیمه د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۴ کلونو ترمنځ هم جګړه کړې ده.
که څه هم هغه جګړه د اوربند له کبله ختمه شوه، خو دواړو هېوادونو تر نن ورځې د سولې هوکړه نه ده کړې.
تر هغه اوربند را وروسته اوسنۍ جګړه تر دې دمه تر ټولو سخت بلل شوې، او دواړه هېوادونه یې پړه پر یو بل ور اچوي.
داسې وېره هم شته چې دواړو خواو ته د پوځيانو او ولسي وګړو اصلي مرګژوبله تر هغه ډېره لوړه ده چې رپوټونه یې ورکول کېږي.
اذري پوځ وایي، له تېرې یکشنبې راهیسې یې اووه کلي نیولي دي، خو ارمینیایي نژاده ځواکونه هم لومړۍ کرښه کې د پرمختګ خبره کوي.
د روانې اوونۍ پیل کې د ارمینیا حکومت اعلان وکړ چې د روسیې، فرانسې او امریکا په منځګړتوب مذاکراتو ته چمتو دی.
خو اذربایجان، چې ترکیه یې ملاتړ کوي، له ناګورنو-قره باغ سیمې د ټولو ارمینیایي ځواکونو او ارمینیایي نژاده ملیشو بشپړ وتل غواړي.









