نګورنو - قره باغ جګړه: ارمینیا وايي د اوربند لپاره خبرو ته 'چمتو' ده

نګورنو - قره باغ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په نګورنو قره باغ کې یو شمېر کلي تر بریدونو لاندې راغلي

د ارمینیا بهرنیو چارو وزارت وايي، له ګاونډي اذربایجان سره د شپږ ورځنۍ جګړې درولو لپاره له امریکا، روسیې او فرانسې سره خبرو ته چمتو دي.

د قفقاز سویل کې د دې دواړو هېوادونو تر منځ جګړه کې د مرګژوبلې شمېر زیات شوی دی. د یکشنبې پر ورځ د دواړو هېوادونو تر منځ د نګورنو - قره باغ ناندریزې سیمې پر سر جګړه ونښته.

دغه سیمه رسماً د اذربایجان برخه ده، خو ارمینیايي توکمه کسان یې اداره کوي.

د پخواني شوروي د دې دوو غړو هېوادونو تر منځ د دې سیمې پر سر مخکې د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۴ کلونو تر منځ هم جګړه شوې وه، چې بالاخره یې تر منځ اوربند شوی، خو د شخړې هواري لپاره کوم جوړ جاړي ته نه وو رسېدلي.

د مینڅک منځګړیتوب ډلې چې فرانسه، امریکا او روسیه یې شریک مشرتوب کوي، د اوربند غوښتنه کړې، خو اذربایجان تر اوسه د احتمالي خبرو لپاره مثبت ځواب نه دی ورکړی.

بل لور ته اذربایجان وايي، د جګړې په ډګر کې یې پوځونو نور پرمختګ کړی دی، خو پر ارمینیايي توپخانه یې تور پورې کړی، چې پر څلورو کلیو یې بریدونه کړي او ملکي خلکو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

ارمینیايي چارواکي بیا وايي، د هېواد پلازمېنې یریوان ته نژدې یې اووه بې پیلوټه الوتکې غورځولې دي او اذربایجان دغه ادعا رد کړې ده.

نګورنو - قره باغ جګړه

د عکس سرچینه، BBC/Abdujalil Abdurasulo

د عکس تشریح، په ستفاناکیرت کې یو افسر د هغه توغندي ټوټې ښيي چې د بېړنیو خدمتونو ادارې مخکې ولګېد

د پنجشنې پر ورځ د فرانسې، روسې او امریکا ولسمشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د ''مربوطه پوځي ځواکونو تر منځ د ښکېلتیا سملاسي درېدو '' غوښتنه وکړه.

د جمعې پر ورځ ارمینیا بهرنیو چارو وزارت دې غوښتنې په ځواب کې وویل دوی چمتو دي، چې د مینڅک ډلې دریو مشرانو سره ''د ۱۹۹۴- ۹۵ هوکړو پر بنسټ د اوربند '' په هکله خبرو ته کېني.

بل لور ته د اذربایجان ولسمشر الهام علییف تر اوسه د خبرو وړاندیز رد کړی دی او نژدې متحد هېواد یې ترکیه وايي، اوربند ''د اذربایجان له هرې لویشت خاورې د ارمینیایانو په وتلو پورې اړوند دی. ''