ارمینیا: ترکیې مو جنګي الوتکه غورځولې

د عکس سرچینه، Reuters
ارمینیا وايي، ناګورنو قره باغ سیمه کې د جګړې پر مهال د ترکیې یوې جیټ الوتکې د دوی یوه جنګي الوتکه غورځولې ده.
د ارمینیا بهرنیو چارو وزارت وايي، د ترکیې یوې ایف - ۱۶ ډوله الوتکې د ارمینیا په خاوره کې د دغه هېواد ایس یو - ۲۵ ډوله جنګي الوتکه وېشتلې او پیلوټ یې وژل شوی دی.
ترکیه- چې په دغه شخړه کې د اذربایجان ملاتړ کوي- د ارمینیايي الوتکې وېشتلو تور ردوي.
د یوې ناندریزې غرنۍ سیمې ملکیت پر سر دغه جګړه کې له تېرو دریو ورځو راهیسې د ملکي کسانو په ګډون نژدې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.
نړیواله ټولنه دغه سیمه د اذربایجان ملکیت مني، خو د ۱۹۸۸ - ۹۴ کلونو تر منځ د پخواني شوروي اتحاد د دې غړو هېوادونو له خپلمنځي جګړې وروسته د ارمینیايي توکمه کسانو له لوري کنټرولېږي.
اذربایجان وايي، په هوايي ځواک کې یې ایف ۱۶ ډوله الوتکې نشته، خو ترکیه دغه ډول الوتکې لري.

د عکس سرچینه، Reuters
دغه جګړه چې درې ورځې مخکې پیل شوه اوس داسې ښکاري چې له ناګورنو کره باغ سیمې بهر ته خپرېږي، ځکه د دواړو هېوادونو ځواکونه د یوه بل پر خاوره د مخامخ بریدونو تورونه پورې کوي.
دواړه هېوادونه دغه راز پر یوه بل د جګړې پیلولو تور پورې کوي.
ترکیه برالا د اذربایجان ملاتړ کوي، خو روسیه چې په ارمینیا کې پوځي اډه لري او له اذربایجان سره دوستانه اړیکي لري، د سملاسي اوربند غوښتنه کوي.
د ارمینیا دفاع وزارت ویانده شوشان ستیفانیان وايي، د دغه هېواد ایس یو - ۲۵ ډوله الوتکه د سې شنبې پر ورځ ګهیځ مهال وویشتل شوه او ''اتل پیلوټ یې ووژل شو. ''
ترکیه څه وايي؟

د عکس سرچینه، EPA
ترکیې سملاسي دغه تور رد کړ او 'بې بنسټه ' یې وباله.
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سلاکار فهریتین التون وايي:
''ارمینیا باید د بې ځایه پروپاګند پر ځای سملاسي له هغو سیمو ووځي چې اشغال کړې یې دي. ''
تر اوسه د الوتکې ویشتل کېدو کوم ثبوت نه دی وړاندې شوی او اذربایجان یې د وړاندې کولو غوښتنه کړې.









