تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ارمینیا او اذربایجان د قره باغ پر سر لنډمهالی اوربند کړی
روسیه وايي، د لانجمنې قره باغ سیمې پر سر د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ تر ۱۰ ساعته خبرو وروسته پر لنډمهالي اوربند رامنځ ته کېدو توانېدلې ده. د جمعې په ورځ د لومړي ځل لپاره مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سیرګي لاوروف په منځګړیتوب د ارمینیا او اذربایجان د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه وشوه.
ښاغلي لاوروف وویل، د لنډمهاله اوربند په پیلېدو به دواړه هېوادونه د اختلاف د حلولو لپاره جدي خبرې پیلوي.
په پام کې ده چې دا اوربند د شنبې ورځې (اکتوبر لسمه) غرمه مهال پیل شي.
تر اوسه د نګورنو-قره باغ لانجمنې سیمې پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه کې تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي.
دا له کابو دوو اونیو راهیسې ددغې سیمې پر سر د دواړو هېوادونو د جګړې له پیلېدا وروسته لومړنۍ خبرې او ناسته ده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دواړو غاړو غوښتي چې د وژل شویو کسانو مړي راټول، د بندیانو تبادله پیل او دښمني ودروي.
د اذربایجان ولسمشر الهام علییوف وړاندې ویلي وو یوازې د خپلې ځمکې د بشپړتیا بیا راژوندي کول مني.
قره باغ کې ارمیني سیمه ییز چارواکي وايي، په دې جګړه کې تر ۳۷۰ ډېر کسان وژل شوي.
د جګړې له پیلېدا راهیسې سلګونه کسان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
اذربایجان د خپلو وژل شویو د پوځيانو شمېر لا نه دی اعلان کړی.
تېره ورځ، فرانسې، روسیې او امریکا په جنیوا کې د قره باغ پرسر د اوربند لپاره ناسته کړې وه.
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د تېرې ورځې د ناستې په لړ کې د ارمینیا او اذربایجان له ولسمشرانو سره خبرو کې ویلي وو: "موږ د اوربند پر لوري روان یو او هلته وضعیت ډېر خراب دی."
ترکیې چې په دې نښته کې په ښکاره د اذربایجان ملاتړ کړی، ویلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې ختمېدو لپاره به د فرانسې، روسیې او امریکا هڅې بې پایلې وي، خو هغه مهال بریالۍ کېدای شي چې له قره باغ نه د ارمیني ځواکونو د وتلو ضمین ورکړي.
قره باغ
- دا یوه غرنۍ سیمه ده چې ۴۴۰۰ مربع کیلومتره مساحت لري
- دا سیمه په دودیز ډول د مسیحي ارمینیانو او ترک مسلمانانو استوګنځی دی
- د پخواني شوروي اتحاد د واکمنۍ پرمهال، په اذربایجان کې پر یوې کورواکې سیمې بدله شوه
- قره باغ د نړیوالې ټولنې له نظره د اذربایجان د یوې برخې په توګه پېژندل شوې، خو ډېری وګړي یې ارمنیان دي
- ترکیې په ښکاره د اذربایجان ملاتړ کړی
- روسیه په ارمینیا کې پوځي اډه لري
- اټکل کېږي چې د ۱۹۹۴-۱۹۸۸ کلونو جګړه کې یو میلیون کسان بې ځایه شوي او کابو ۳۰ زره وژل شوي