چین کې د 'ښامار سړي' د سر کوپړۍ په اړه نوې څېړنې

د ښامار سړي د سر کوپړۍ

د عکس سرچینه، KAI GENG

    • Author, پالاب ګوش
    • دنده, د ساینسي چارو خبریال

په چین کې لرغونپوهانو او کیندونکو د یوه لرغوني انسان د سر کوپړۍ موندلې چې ښايي د لرغونو انسانانو د نسل په اړه یو نوی کشف وي.

پوهان وايي، دا کوپړۍ د اوسنيو انسانانو نسل ته د تر ټولو نژدې انسان (لکه نیاندارتال او هومو اریکتوس په شان) د نسل وي چې د وخت په تېرېدو بدلون پکې راغلی.

دا کوپړۍ د (ښامار سړي) نومول شوې چې نژدې ۱۴۶ زره کاله مخکې په ختیځه اسیا کې د اوسېدلو انسانانو د یوه تن ده.

دا کوپړۍ په ۱۹۳۳ کال د چین په شمال ختیځ هاربین سیمه کې موندل شوې وه، خو په وروستیو ورځو کې یې د پوهانو پام وراړولی دی.

په لندن کې د طبیعي تاریخ د موزیم یو عالم پروفیسر کریس سټرینګر ددې څېړنډلې یو غړی دی.

نوموړي بي بي سي ته وویل: "د تېرو یو میلیون کلونو په لړ کې له مشهورو کیندنو یوه هم دغه ده چې اوس یې خورا ډېر اهمیت موندلی دی".

دی زیاتوي: "موږ د هغه ژوندي موجود په اړه د څېړنې لاره نیولې چې د څو سوه کلونو په تېرېدو یې د انسان بڼه غوره کړې او بیا له منځه تللی دی".

د ښامار سړي د سر کوپړۍ

د عکس سرچینه، KAI GENG

د عکس تشریح، د ښامار سړي د سر کوپړۍ تصور شوی انځور

څېړونکي وايي دا موندنه د انسان د طبیعي پرمختګ تصور شوې بڼه راښيي چې د اوسنیو انسانانو نسل ته تر ټولو ډېر نژدې موجود و.

دا نوې نمونه (هومو لونګي) نومول شوې چې په چینايي ژبه کې (لونګ) ښامار ته ویل کېږي.

د چین هیبي جیو علومو اکاډیمۍ استاد شیجون ني وايي: "له اوږدې مودې ورکه شوې د پرمختګ موازي کرښه مو اوس ومونده".

نوموړي بي بي سي ته وویل: "ومې ویل اې خدایه، هېڅ د باور نه ده چې دا نمونه په دې کیفیت ساتل شوې ده، ټول جزییات پکې لیدل کېدای شي، دا په هر معیار یوه په زړه پورې موندنه ده".

د سر دا موندل شوې کوپړۍ د بېلابېلو انساني نسلونو - چې موږ هم پکې شامل یو - د سر د کوپړیو پرتله لویه ده.

د چین هیبي جیو پوهنتون پروفیسر کیانګ جي وايي، د ښامار سړي د سترګو شاوخوا برخه لویه وه، ګڼې وروځې او لویه خوله او غټ غټ غاښونه یې لرل.

د ښامار سړي د سر کوپړۍ

د عکس سرچینه، KAI GENG

دا کوپړۍ په ۱۹۳۳ کال د چین هاربین ښار پر سونجوا سیند د پله جوړېدو په وخت کې د کار پرمهال موندل شوې وه، چې هغه مهال چین د جاپان مستعمره و، کله چې کاریګر پوه شول، دا کوپړۍ ډېر تاریخي اهمیت لري، د جاپانیانو له سترګو یې پټه وساتله چې قاچاق یې نه کړي.

یوه کاریګر د خپل کور د اوبو د څا په تل کې ۸۰ کاله وساتله او خپلو بچیانو ته یې وویل چې تر مړینې وروسته دې هغه سمه وساتي، بیا وروسته دا کوپړۍ د چین لرغونپوهانو ته ورکړل شوه.

ښامار سړی د هغو لومړنیو انسانانو د نسل پاتې اثر دی چې په چین کې کشف شوی، خو اوس پوهان په دې کار کوي چې دا د کوم ډول انسانانو نسل و،‌ لکه د (ډالي)، (جینوشان) او (هوالونګدونګ) پاتې شوني چې ځینې یې د تبت پر لوړو د کیندنو پرمهال موندل شوې ده.