اکیتو؛ د بشریت تاریخ کې تر ټولو لرغونی ساتل شوی اختر

د عکس سرچینه، DELIL SOULEIMAN
"اکیتو"، یا د بابل اشوریانو د کال پیل، د انسان په تاریخ کې تر ټولو لرغونی اختر دی چې تر ننه هر کال د اپرېل میاشتې لومړیو کې لمانځل کېږي.
د سوریې شمال ختیځ الحسکه ولایت په القحطانیه سیمه کې اشوریان په دې اختر کې راغونډ شوي، دوی خپلې دودیزې جامې اغوندي او د بین النهرین د لرغونوي کلتور پربنسټ د ۶۷۷۱ کال پیل لمانځي.

د عکس سرچینه، DELIL SOULEIMAN
اشوریان، کلدان او سریان په عراق او سوریه کې دا اختر لمانځي، که څه هم دوی پر خپلو پخوانیو دینونو نه دي ولاړ چې زرګونه کاله مخکې په دې سیمه کې رایج و.

د عکس سرچینه، DELIL SOULEIMAN
که څه هم دا خلک اوس د مسیحیت پیروان دي، خو لاهم د خپلو اجدادو پر دودونو ټینګ ولاړ دي.
پسرلي کې د نوروز په څېر د نورو مېلو سربېره، مصریان، عراق او سوریه کې اشوریانو، کلدان او سریان خپل بابلي، سامري، اکادي او کلداني لرغوني تمدنونه ساتلي دي.

د عکس سرچینه، DELIL SOULEIMAN
په سوریه او عراق کې لرغونو ولسونو د طبیعت د ګردش (کرنې او محصول) په نامه مېلې لرلې.
تاریخپوهان د اکیتو توري د دقیقې معنا په اړه اختلاف لري، عراقي څېړونکي خزعل الماجدي ویلي، دا توری ځمکې ته د اوبو د نژدې کېدو په معنا دی، خو نورو بیا ویلي چې د دانې د زرغونېدو په معنا دی.

د عکس سرچینه، DELIL SOULEIMAN
د لرغونو افسانو پربنسټ، د پسرلي راتګ د مړو له نړۍ نه د ژوندیو نړۍ ته د (دموزي) خدای د راپورته کېدو په معنا دی، لکه څنګه چې دانې او تخم د پسرلي په راتګ سره بېرته راژوندۍ او زرغونېږي او طبیعت بېرته نوی کېږي.
د بریټانیکا دائرة المعارف پربنسټ، اکیتو اختر په بابلي تمدن کې و، دا اختر د کرنې او د زرغونتیا لپاره د ځمکې د ښېرازۍ او اوبو لګولو لپاره لمانځل کېده.

د عکس سرچینه، DELIL SOULEIMAN
سوریایی څېړونکی فراس السواح وايي، دا مېله یا اختر ۱۲ ورځې لمانځل کېږي، په څلورمه ورځ یې پاچا معبد ته په ډېره عاجزۍ ننوځي، کاهنان د مردوخ خدای مجسمې مخې ته کښېني.
په دې اختر کې نڅاګانې او خوښۍ وي، ډېری خلک په زرتارو جوړ ولسي کالي اغوندي او فولکلوري ډرامې وړاندې کوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای








