''د انسان هومره دنګ مرغه''

د عکس سرچینه، CANTERBURY MUSEUM
نیوزیلنډ کې ساینسپوهانو د انسان ونې برابر پینګوین 'یو ځايي مرغه چې الوتلای نه شي ' هډونه موندلي دي. څېړونکي وايي، دغه هډونه د یوه داسې مرغه دي چې ونه یې یو اعشاریه شپږ مترو ته رسېدله او وزن یې شاوخوا اتیا کیلو ګرامه و.
دوی وايي، دغه مرغه د پالیوسیني سیمو کې له ۵۶ نیولې تر ۶۶ میلیونو کلونو پخوا زمانه کې ژوند کړی.
دغه ژوی چې ماهرین د یوه ستر پینګوین ګومان پرې کوي او هډونه یې په سنټربري موزیم کې ساتل شوي دي، د هغو مرغانو په لیست کې شامل شوی چې اوس یې څرک نه شته او د نیوزیلنډ په بېلا بېلو سیمو کې یې هډونه موندل شوي دي.
د دغه موزیم یوه مشر پاول سکوفیلډ بي بي سي ته وویل:
''له دې د ستر پینګوین هډونه د تاریخ په اوږدو کې تر اوسه نه دي موندل شوي. ''
نوموړی زیاتوي دا مرغه په خپل وخت کې یوازې د سویلي همپشایر په اوبو کې ګرځيده. ماهرین ګومان کوي، عین هغه وخت چې ډاینوسار له ځمکې ورک شول، له سمندرونو څخه لویه تنه لرونکې ماران، لړمان، کیشپان او ورته نور خځنده هم ورک شول، ځکه د پینګوین ونه او وزن دومره زیات شوی و.
ښاغلی سکوفیلډ وايي، له هغه وروسته نو تر ۳۰ میلیونو کلونو پورې د ستر جسامت پینګوین زمانه وه. نن سبا معمولاً د یوه پینګوین ونه یا قد یو اعشاریه دوه مترو پورې لوړیږي.

د عکس سرچینه، CANTERBURY MUSEUM
تر اوسه داسې کره شواهد نه دي موندل شوي چې ولې لوړ- دنګ پینګوین د سویل همپشایر له اوبو ورک شول، خو تر ډېره حده ماهرین ګومان کوي چې په اوبو کې د تي لرونکو حیواناتو او خځندوو له ډېرېدو سره د لوی جسامت لرونکي پینګوین کم او وروسته له منځه لاړل.








